گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د خــلــکــو او مظلوم اولس غـــږ!
د خــلــکــو او مظلوم اولس غـــږ!

د خــلــکــو او مظلوم اولس غـــږ!

جـــنـــتـو تـــــــه تــــــــاسې ورشـئ لاډرانــــــو!

خـو زمـــوږ لـــه مـــخـــې لــرشئ سرو لیوانــــو!

په ظاهر مجـــــاهــــدین، پــــټ قــــاتـلـیـن یــئ!

نـور بــــــاور پـر تـاسـونـــــه شـتـه قـــاتـــلانــو!

د ســـردار ثـــقـــلــــیــن پـــــــــه لاره نـــه ځـــــئ

چــــې مـــعــلـــم ؤ د پیــریـــانـــو ، انــســانــانــو

د جــهــاد پـه نــوم ، فــسـاد بـانـدې مــعــتـاد یـئ!

مـــــوږ پــــنــاه غـــواړو لــه داسـې مـــفـسـدانـــو

مـوږ د خــدای په بـندګۍ کــې ډېـر خــوشحال یو

تــــــــاسې ورک شـــئ د کــــفـــارو غـــلامـــانـــو!

غــټــې ږیــرې مــو پــر مـخ، تـسـپـې پــه لاس کې

پـــه مـسـکـو کــې دسـتـور اخــلــئ لـــه روسـانــو

د شرابــــــو پـــــه خُــمـــــــونــــو کــې لامــبــېـږئ

جـــــنــتــونـــه مـــو شــه خـــاورې، شــرابــیانـــو!

لــواطـت مـــو، مـــســـلــمــانـــو کـــې رواج کــــــړ

د خـــدای قــهـر مــــو نصیب شه ، اې لــوطـیـانــو!

ټــولـې زېـرمې، ټـولـې مـرسـتې خو مـو چـور کـړې

نور له دې خـاورې نـه ورک شئ، پــنــجــابــیــانــو!

هـېڅ غـیرت او هـېڅ ایــمــان، تـاسـو کې نـه شـتـه

خدای(ج) مو واخله بـــې غیرتــو ، بــې ایـــمــانــو!

ګــران وطـــن مـــو، راتـــه ړنــګـې کـــنــډوالـې کــړ

د اســلام تــــر پـــــردې لانـــــدې، وهــــابـــیــانـــو!

مدرسه ، ښوونځی ، جومــات مو شــهـــیــدان کړل

مــــرکـــــزونــــــه وو د عـلـــم، لـــعـــنـــتـــیــانـــو!

د پـردي ښـــکـــیــلاک پر ضـــد، جـــهــاد ثــواب وي

تاســې خــرڅ کــړ ، دروغــجـــنــو جـــهــادیـــانـــو!

دا جــهـــاد وو کــه فـــســـاد؟ چــې تـــاســـې وکــړ!

څـــه ضـــرور وو راوســــتـــل، د خـــارجـــیـــانـــو؟

پــر وطـــن بــــانــــدې مــئـین مــســـلــمــان وژنـــئ

تــاســـې جـــوړه کـــربـــلا کـــړه ، یـــزیــــدیـــانـــو!

پــر اســلام بــانــدې مــو، څــه لــوبـــې شـروع دي؟

وشــــرمـــــــېـــــږئ! د ډالــــــرو، مـــــلایـــــانــــــو!

لاډرانــــو!!! اوس مـــو ښـــه یـــئ پـــــېـــژنـــدلــي!

د خــنــځــیــرو خــنــځـیران یـئ ، خــنــځــیـرانـــو!

خـــدای بــه تــاســو تــــه، ســـزا د عــمـــل درکــــړي

شــــرمــــېــــدلــــیــــو او مـــنـــفــــورو دلالانـــــــو!

بـس، چــپــیـــانــو تــاســو هـــم، تــالا تــرغـه شوئ!

بیا په پښو مــه شئ خــلــقـــیــانــو ، پــرچــمــیـانـو!

څـــه بــې وخـــته مــو، د وخـت نــظــام چــپـه کـــړ

اې د ټــــولـــــو بــــــدبــخـــتــــیــو، عــــامـــلانـــــو!

لا مــو هـــم زړګی خـــوځـــیـــږي، غــــلــي نــه یــئ!

ســـرګــردان یې غـــلامـۍ کــې، د شــرقـــیـــانــــــو!

پــه بــادار مــو اعـــتـــمـــــاد ؤ، څـــه یـــې وکــــړل؟

تــــولــــعـــــنـــت دې وي پــــه داســـې، بــــادارانـــو!

هـــرې خــــوا تـــه شــوئ، پـه مــنـډو تـــرړو ستــړي

اوس پــه لـــومـــو کې راګــــیــر یئ، د غـــربــیانـــو!

طـالـــبــانـــو! تــاسې هـــم لــه مــــا نــــــه واورئ!!!

په مـــنـــلـــو یــې، مـــجـــبـــور نـــه یـــئ ګـــلانـــو!

دا پــــردۍ جـــګـــړه ده، ســر بــــه پـــکې وخــورئ!

لـــږ هــــوښـــیـــار شـــئ ګــــلالـــیــو، طــالــبــانـــو!

ســولـه ښه ده افـــغـــانـــان یــئ، ســـره جــوړ شئ!

مـــه مـــنـــئ د بــــهــــرنــــــیـــو، دښــــمــــنـــانـــو!

لـــږ حـــالات د دنــیـــا هــــم، کــــتـــل پـــــکـــار دي

تـــبــلـــیــغـــات دي ، کلي وران کـــړل شـیـطانــانــو

بـــې پـــیـــلـــوټــــه طــیــارې، دربـــانــدې کــرځــي

ډېــر کـــورونــه یې ســـپـــیـره کـړل جــاسـوسـانــو

اې وطـــــنـــه، د اشـــــرارو پــــه کــــــــار نـــه یــې!

خـــرڅـــوي دې د پنجــــاب، پــــه ایــجـــــړاګـــانـــو

خـو وطـــنـــه! روح او تـــن مــو، درنــه جــار شــه!!!

دلــــتـــه قــــبــــر جـــــوړوو، د غــــــاصـــــبــــانــــو

تــه مـــو مــور، تـه مــو حـــیــا، تــه مــو عـــزت یـې

مـــــلا تــړلـــي ده د ســــتـــا، اصـــلـــي بــچــیــانــو

ســـتــا طـــرف تــه څـــوګ کــاږه، کــتــلــئ نــه شي

تــه یـــې خــاوره د هـــــوډمـــــنــــو، افـــغــانـــانــو

د وطــن ســـره، پـــه مــــیـــنـــه کـې مـــړه ښـه یــو

نـــه چــې ښــــکار شـــو د نـــامــــردو، ګـــیـــدړانــو

مـــرګ پـــه مـــیـــنـــه د هــیـواد کـې، افــتـخــار دی

دغـــــه خــاوره تــل ســـاتـــلـــې ده، غــــــازیـــانـــو

بـس “مــعــلــمــه!” تــه مـعـلـم یـې، مــعــلــم اوســه!

ښـــه روزنــــه بـــــه کـــوې!!! د شــــــاګـــــــــردانـــو

۱ــ لـــرشـــئ!: مخفف لـــېـــرې شــئ!

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا