گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دښارجوړولو وزارت ځینی کړنی دقانون سره په ټکر کی دی !
دښارجوړولو وزارت ځینی کړنی دقانون سره په ټکر کی دی !

دښارجوړولو وزارت ځینی کړنی دقانون سره په ټکر کی دی !

زموږ د ټولنې ډیر وګړی لا هم داسې ذهنیت لری، چې که دولتی ادارې د قانون خلاف هم کومه پریکړه وکړی، کوم حکم امضا کړی او یا کوم مکتوب صادر کړی، دوی فکر کوی هغه د پخوانیو دولتی مامورینو په اصطلاح چې “عمل انجام شده” دی. . حال داچې د دولتی ادارو ځینې اجراات به مطلقآ د قانون خلاف وی.زه به د بیلګې په توګه د افغانستان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ځینې اجراات تاسو ته وړاندې کړم.«د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر ښاغلی محمود کرزی ته په پوره درناوی، ځکه چې هغه نوی دغه وزارت ته راغلی کیدی شی د ده د وزارت په موده کې تر دې مهاله کومه پروژه نه وی ډیزاین شوې او تطبیق شوې»

یاد وزارت چې په افغانستان کې د ښاری پراختیا په نوم کومې د ښارګوټو او نورو پراختیاو په نوم نقشې او پلانونه تطبیقوی، متاسفانه چې په زیاترو کې یې د افغانستان موضوعه قوانینو ته توجه نه ده  شوې بلکې قانون یې تر پښو لاندې کړی.ځکه چې د هرې پراختیایی پروژې لپاره تر هر څه وړاندې د ځمکې د ملکیت ډول ( دولتی، شخصی، مالچر، مرعی، بکر و بایر او …. ) معلومول په کار دی، د ځمکې تصفیه باید وشی، د هر قوم، کلی او چم ګاونډ اوسیدونکو په مالچرونو او مرعی ځمکو کې چې کوم پراختیایی پلانونه تطبیقیږی، د ځمکولۍ قانون، چاپیریال ساتنې قانون او نورو اړونده قوانینو پر اساس، باید د مالچر سره نږدې پرتو کلیو اوسیدونکو او اهالی سره دوامدارې مشورې وشی او په په ټولو هغو انکشافی پلانونو کې دوی په پام کې ونیول شی او نظر یې واخیستل شی چې د دوی په مالچرونو او مرعی ځمکو کې تطبیقیږی.که د ښار جوړولو وزارت دا خبره نه منی زه په رسنیو کې بحثونو او مناظرې ته ورته حاضر یم.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا