گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د خرواری ملا فکاهیات اونخرې !
د خرواری ملا فکاهیات اونخرې !

د خرواری ملا فکاهیات اونخرې !

دنواندیشی ضروری یادونه : هغه وخت چی مو « د خرواری ملا فکاهیات اونخرې !» ترنامه لاندی په مستعارد جلندرخان په  نوم  انتقادی او په  ورته وخت کی په طنزی بڼه لیکل شوی لیکنه ترلاسه کړه نو دهغی سرلیک چی لیکوال یی « د خرواری ملا … فکاهیات او نخری »  ورته ټاکلی ؤد نواندیشی د محترم سرپرست په هدایت محترم حلیمی صاحب ته د درناوی په موخه چی د حاکمی مافیأ لخوا دحج اوقافو وزیر په توګه په دنده ټاکل شوی دی دلیکوال او رالیږونکی له نظره پرته « د خرواری ملا فکاهیات اونخرې !» ترنامه لاندی خپور کړ او داکار موځکه وکړ چی نواندیشی درالیږل شویولیکنو او مطالبو د داسی ویرائیش پر حق چی د لیکنی مفهوم او محتوی ته زیان وانه ړوی آزاد لاس درلودلای شی  له لیکوال چی ځان خاوری جلندر خان څخه په مننه او او دځنډ له لامله پر معذرت غوښتنه د حج او اوقافو د وزارت محترم وزیر حلیم صاحب  هم ددغه لیکنی  دځواب ویلو حق لری او موږهم د یوی آزادی بی پری رسانۍ په توګه ورته دخپریدو چمتووالۍ څرګندؤو.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

یاره غلام خان آکا ! نن خومی د خروار ملا صاب داسی نخری واوریدی ویل می چی یاره که د خروار ملا صاب هیڅ ترلاسه نکړی نو د درواغو او نخرو حرِفه مبارکه خو یی زده کړه ! بیایی څه فرمایل جلندرخانه ؟عصمت قانع د پښتو ژبی دیوه ډیر ګلالې لیکوال په یوه لیکنه کی  چی د استنجا اوحلوا قلمداد نومیږی لیکی :د بولدک حاجی تورک اکا چی دامین په وخت کې دکندهارپه محبس کې بندی وود قانع صاب د پوښتنی په ځواب کی چی چې حاجی کاکا ته یې په کومه ګناه راوستی یې؟ حاجی تورک آکا   محبس ته دخپل راتګ دلیل اوعلت داسی بیان کړی ؤ: زه قلمداد یم، یعنې بل چا له ځان سره د اشرارو ( عمومأ به خلقیانو خپل مخالفین اشرار ګڼل ) په لېست کې قلمداد کړی وو. د اشرارو په نامه په لسهاوو زره کسان په محبسونو کې پراته وو، چې په لسهاوو زره ورسره بې ثبوته د قلمداد خېلو په ونډه کې د زندان مېلمانه وو دا خبره می د خرواری ملا قاسم خان حلیمی صاب  په فکاهیاتو پسی را یاد شوه چی بیګاه شپه یی د کابل له تلویزیون څخه کولی او خدای می دی غاړی نه بندوی ددی لپاره چی ځان سپینه کوتره جو ړ کړید حج او اوقافو پخوانی ټول وزیر صاحبان په ځانګړی ډول مولوی عبدالحکیم منیب صاحب قلمداد کړاودخبریال د یوی پوښتنی په ځواب کی چی پوښتنه یی وکړه ځینی مسائل چی ما تحقیق وکړ یعنی د کمری پرمخ ویل به یی ډیر ښه هم نه وی خوما داسی واوریدل چی حتی دحج اواوقافو په وزارت کی د کوترو په بیت الخلا او هغه فاضلابو کی هم پیسی غله شوی دی ؟ داسی ؤفرماېل : الله دی توفیق راکړی چی موږ هرڅه رفع کړو …..خبریال پوښتنه کوی چی یعنی تاسو منې چی دا شیان شوی ؤ .! ؤفرمایل ! ګوره جناب بختیار صاحب چی یو واری فساد کی ورګډ شوی بیا هغه کم اوزیات هم نلری ….چی یو څوګ دالله تعالی په فریضه کی او د خدای په کور کی صرف په یوه اتاق کی په قرارداد کی غلا کوی بیا هغه ته دا مهمه نده چی هغه په قرار داد کی سوله ، هغه په ډوډې کی شوه ، هغه په اوبوکی شوه هغه په ټانکر کی شو بیا خو چی سړی اوبه لاهو کړی لاهویی کړی …له خلکو نه به مو هم همدا تقاضا وی چی دعا راته وکی ، موږ به هم دالله ج له دربار نه دا استدعا کوو چی الله دی موږ ته توفیق راکړی چی ددی خلکو خدمت وکړو ، موږ دلته نه دی فیشن لپاره راغلی یو ……..

جلندرخانه  خدای د ی حیران کړه  لکه زه چی دی حیران کړم ! په دی ویدیو ګانو چی یوه په بله پسی یی را ښائی !  ولی غلام خان آکا ! ما څه وویل چی ښیری دی راته پیل کړی دی ؟ ښیری نه کوم خو زه هغه د سید اسحاق آغا او د مشرقی د اربکیانو دمشر او ولسی جرګه کی د پخوانی  وکیل ظاهر قدیر خبرو چی په مشرقی او کنړ کی یی دداعش د او حکومت ترمینځ د پټو همکاریو او مرستو په باب کړی وی وډار کړم چی خدای ږو لکه چی هغه ټولی خبری رښتیا وی او اوس هم هغه دداعش خونړی  پروژه عملی کیږی !دا څنګه غلام خان آکا ! ولی اسحاق آغا چی زموږ د مشر خدای بښلی پیر صاب وراره دی دری کاله پخوا له اریانا تلویزیون سره په یوه مرکه کی ویلی ؤ چی داعش ته د افغانستان د ملی امنیت شوری او افغانستان حکومت  په لنډکروزرو او هیلی کوپتروکی خواړه او نور کمکونه او مرستی کیږی او په هغه وخت مولوی قاسم حلیمی چی پخوا د طالبانو د ډلی د تندروی او سعودی عربستان ته د نږدی داعشی دریځ را بیل شوی او له افغان حکومت سره یو ځای شوی جنګیالیو استازیتوب یی کاوه  ددغو مرستو له کاروانونو سره تګ او راتګ کاوه چی وروسته دمشرقی وکیل ظاهر قدیر هم په جرګه کی پر دغو راپورونو د تائید مهر ولګاوه . څنګه دتائید مهر یی پری ولګاوه غلام خانه ؟ !

ظاهر قدیر په خپلو خبرو کی وویل چی :په لحاظ دخدای دی داعش ته دا دهشکی ، دا زیږو یکی دا هشتادو دو ګان له آسمان ورته راغورځیږی ؟ که څوګ یی ورته ورکوی ؟…… دا څو ورځی طیاری د ننګرهار په مختلفو ځایونو کی نشست کوی ! تور غرکی ، چی تور غر یوه ډیره مهمه نقطه ده له هغی نه جلال آباد – کابل لار کاملأ تهدید یږی ، چی پوښتنه وکړی واېی طیاری عوارض پیدا کړی ؤ او طیاره کراېی طیاره ده زه نن ددی ځایه اعلان کوم او موږ ؤلس ته ویلی دی او دومره څه شی لرو که داطیاره کراېی طیاره وی بل وار کیناسته وی ؤلی !…..ننګرهار کی چی کله طالبان او داعش خپل مینځ کی جنګ کوی طیاری راځی ، طالب ولی او داعش نه ویشتل کیږی !داعش ته سلاح رسیږی ، داعش ته مهمات رسیږی که دشمن وی خودواړه دافغانستان دشمن دی .ودره ، ودره ، غلام خانه ! تا څه وویل چی دخروار ملا صاب ځواب ددی پوښتنی په ځواب کی څه ؤ چی ویل کیږی ګنی وزارت دیوی ډلی خلکو انحصار کړی دی ؟او وزارت ته اکثره دیوه تنظیم یا یوی ډلی خلکو انحصار کړی دی یعنی په لوړو پوستونو کی او ما داسی واوریدل چی د تنها دیوه تنظیم خلک ۳۵ مشاورین لری ! داسی ؤفرمائېل سته خلک دتنظیم خلک سته ! اوشاید دتنظیم په نوم راغلی وی یا دتنظیم په نوم نه وی راغلی ! جناب منیب صاحب دیوه تنظیم رهبرؤ البته ، سابقأ ! نه اوس ، خپل ملګریی یی راوستلی دی جای په جاې کړی یی دی ! علمأ دی اوس هم شته دی ، مشاورین هم شته ، افراد هم شته …دهغه یو استدلال هم داؤ چی شاید صحیح وی شاید غلط وی زه نه پوهیږم ، زه فتوی پری نه ورکوم یا رد پری نه وایم چی ښه دی یا بد دی هغه وایی چی دا وزارت ماته منحیث دی تنظیم راکړل شوی دی چی ګویا دغه دحرکت تنظیم چی په کمپائین کی یا په انتخاباتو کی د جمهور رئیس صاحب سره ولاړ ؤ دا ماته سهم راکړل شوی ؤ زما حق ده بنأ دامی حق دی چی زه خپل کسان ځای پر ځای کړم .!!!

له واقیعته لیری نه ده چی ګنی دادخروارملا په نا ببره توګه خپل ځان د هغه ډلی استازی ګڼی چی له حکومت سره یی په قطر کی دروانو مذاکراتود ناکامیدو په هدف  ډیروړاندی د ځینو داخلی په سعودی عربستان،اماراتو،مصراوځینو نورواستخباراتی شبکوسره د پخوانیو طالبانو د تړلیو کړیو اودافغانستان د امنیت شوری ترمینځ په یوه پت تړون کی دحج اوقافو وزارت دغه ډلی ته سپارل شوی دی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا