گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د ښکېلو اړخـــونو بیځایــــه مـانـورونه د سولې مـخه نیسی. !
د ښکېلو اړخـــونو بیځایــــه مـانـورونه د سولې مـخه نیسی. !

د ښکېلو اړخـــونو بیځایــــه مـانـورونه د سولې مـخه نیسی. !

لههر ډول شک پرته د افغانانو ترمنځ د شخړو د حل لپاره د توپک شپیلئ کارول قطعاً  د منلو وړ حل لاره نه ده. که د تاریخ په اوږدو کې احیاناً کله کله ولس د حاکم په وړاندې توپک اخستلو ته مجبور شوی هم وی،  ستره بیه یې ورکړې ده، ټولنیزو جوړښتونو او بنسټونو ته یې داسې زیانونه اوښتی دی چې بیا رغول یې خورا زیات وخت او لګښت ته اړتیا لری. افغانستان، سوریه، لیبیا او ځینې نور هیوادونه یې ښې بیلګی دی. نن یو ځل بیا وایم چې په شخړو کې د دخیلو خواوو ترمنځ د مذاکراتو د شونتیا په صورت کې جګړه نه موجه ده او نه هم د حل لاره ده. د نظامی دوکتورین له مخې وسله کارول یوازې مذاکراتو ته د وخت اخیستلو بیه وی. کله چې  مخالف لورئ خبرو ته چمتو شی، نو جګړه کول بې ګټې ده.اوس چې سولې ته د رسیدو لپاره تر هروخت ښه کورنی سیمه ایز او نړیوال ذهنیت  جوړ شوئ ده، نو اړینه ده چې حکومت او طالبان د مانورو ترسره کولو پرځاى خپله ټوله توجه د جګړې د ختمولو په موخه د بین الافغانی مذاکراتو بریالی پاى ته واړوی.که د طالبانو د مذاکراتی پلاوى په ترکیب کې د ځینو تندلارو ګډون ته له مثبتې زاویې وګورو، نو داسې معلومیږی چې طالبانو درک کړی ده چې د سولې پرځاى د جګړې غوراوى به ستره بیه ولری. په مذاکراتی پلاوی کې د څو کسو تندلارو په اضافه کولو به غالباً غواړی چې د سولې لاره غوره او سیاسی مبارزې ته ملا وتړی. له همدې کبله یې د خپلمینځی اختلاف د مخنیوی لپاره یې خپل ځینې تند لارې مشران قطر ته راغوښتی دی او په جنګی کرښو کې شته تندلاری طالب مشران به د قطر میشتو تندلارو په مرسته د سولې د تړون منلو ته اړ کړى.البته که په قطر کې د سخت دریزو طالب مشرانو شتون ته له منفی زاویې څخه وګورو،

یا هم د بین الافغانی مذاکراتو د پیل لپاره د طالبانو په بانو باندې فکر کوو، نو داسې ښکاری چې سخت دریزی طالب مشران به په امارت او یا امارت ډوله نظام باندی د ټینګار له امله د سولی مخه ډب کړی. همدغه شان که په خبری ناستو کې د ولسمشر غنی وروستئ څرګندونې جدی ونیسو، چې په غیرمستقیمه توګه په واک کې پاتې کیدل د سولی لپاره شرط ګڼی، نو خبره ورانه ده او دا وړئ نه شړئ کیږی. داسې ډیرې بیلګی شتون لری چې ولسمشر له قانون سره په تقابل کې کړنې لری، خو اوس وایی چې نوموړئ قانوناً د واک د پریښودو واک نه لرى او  د بلې لویې جرګې د رابللو ته اشاره کړې ده. دغه ستونځه به په افغانستان کې د یوې نوې غمیزې پیل، د هیواد بدبختی، سیمې او نړئ ته ستر ګواښ له ځانه سره ولری دواړه خواوې باید د سولی په هکله الهی حکم د ولس درد او د وخت حساسیت په نظر کې نیول خپل دینی مسئولیت او ملی رسالت وګڼی.  د سولې ډیر فرصتونه یې له لاسه ورکړې دی. د بین الافغانی تفاهم وخت را رسیدلئ ده. هرڅه باید د خبرو په میز د یو بل مخته کیښودل شی. ولس پوهیږی چې دواړه خواوې لاهم د سولې لپاره د ذهنی تیارى پرځاى مانورونه کوی، خو دا د وخت ضیاع او د ځان غولول دی.که پرون مو د واک په موخه یو بل ووژل  او خپل کور مو په خپله وران کړ. خپله مورکئ مو بوره کړه او د خپلې خورکئ د اوربل ګل مو ورژاوه، نواړینه نه ده چې نن هم خپلې سهوې تکرارکړو اود خپلو تیرو تیروتنو پړه د نورو په اوږو واچوو، بلکې خورا اړینه ده چې له تیروترخو تجربو زده وکړو، د راتلونکې لپاره سوله ایزه لاره غوره کړو.د رب العزت حکم اود ولس غوښتنو ته لبیک ووایو.بس همدغه نیکمرغی شهامت اوشجاعت ده.په دواړو خواووکې د شته تندلارو د شتون له امله د سولې پروسه له خنډونو سره مخ ده، خو بیا هم داسې ښکاری چې د افغانانو ترمنځ د سولې د هڅو د بریا په موخه خبرې د پیلیدو په درشل کې دی. د دغې پروسې د بریا په موخه لاندې موارد د ذیدخله کورنیو او بهرنیو خواو توجه اړینه ده:

۱ – د بین الافغانی مذاکراتو د بریا او د پردیو له لاسوهنو څخه د خوندیتوب په موخه اړینه ده چې د افغانانو ترمنځ مذاکرات په یوه هېواد کې دوام وکړی. داسې هیواد چې په جنګی اړخونو باندی داسې اغیزې او د فشار راوړلو وړتیا ولری چې دواړه خواوې مجبور کړاى شی چې په مذاکراتو کې ملى ګټو ته ژمن پاتې شی او د سولې پروسه له سبوتاژ کیدلو څخه وژغوری.

۲- د ښکیلو اړخونو د چارواکو څرګندونې د مصالحې له اصل سره اړخ نه لګوی. دواړه خواوې له داسې څرګندونو څخه جداً ډډه وکړی چې د سولې روحیه نفى کوی. د واک انحصار له ذهن څخه وباسی، د یو بل د حذف او تسلیمی په هکله فکر هم ونکړی. افغانان او نړیوال باید د عملی سیاست مرکزی رول ته د طالبانو په را ګرزولو کې د هغوى مرسته وکړی.

۳-  د دواړو خواو د مذاکراتی ټیمونو په جوړښت کې نیمګړتیاوې شتون لری.  د مذاکراتی پلاوى په ترکیب کې سیاسی قومی، مذهبی او فوځی ځواکمنو ډلو برخه په نظرکې نیول شوی خو د ملت  غوښتنو ته هیڅ لوری انعکاس نه ده ورکړئ. په دغو پلاویو کې باید  ملی روحیې او سولې ته د ژمنتیا اړخ ته ارجحیت ورکړل شی.

۴- د امریکا او طالبانو ترمنځ  هوکړه لیک په تړاو ستر ابهامات او پوښتنې شتون لری. مونږ یقیناً په خپله خاوره باندی د بهرنیو ځواکونو شتون ته اړتیا نه لرو، خو  مونږ د تلپاتی سولې لپاره د نړیوالو په ځانګړې توګه د امریکا مستحکم او غیرمتزلزل تعهد ته اړتیا لرو. په تړون کې د افغانستان د راتلونکی او له دغه هېواد سره د امریکا د تعهد په برخه کې ابهامات شتون لری.

۵-  د افغانانو ترمنځ د خبرو د بریالیتوب لپاره له دواړو خواوو څخه د غوښتنو فهرست او د هرې مادی لپاره د وخت  ټاکل اړین دی. که احیاناً مذاکراتی پلاوئ په تعین شوی وخت توافق ته په رسېدو کې پاتې راځی نو اختلافی ماده باید له مخکې څخه تعین شوی دریمګړی ته د پریکړې لپاره حواله شی. البته د دریمګړی پریکړه منل به دواړو خواو ته د  الزامیت درجه ولری.

 ۶- جنګ بندی د سولې روح، د ملت غوښتنه او د ښه نیت ثبوت ګڼل کېږی. ډزبندی ته ژمنتیا باید د مذاکراتو په جریان کې له دواړو خواو څخه مشهود او محسوس وی.

۷-  د هیڅ لوری واک ته رسیدل او په واک کې پاتې کیدل د ملت لپاره سره کرښه نه ده. پوهیږو چې له ټولو تشو نیمګړتیاو او منفی اړخونو سره سره د نظام په تسلسل کې وقفه، لکه د موقت حکومت جوړیدل مونږ شاته بیایی خو که مخالف اړخ اصرار  کوی نو مونږ بیا مونږ سولې ته د ارجحیت درجه ورکوو او شاته تلو تیار یو.د دې لپاره چې طالبان د خپلو تشکیلاتو د نسکورېدو او د خپل مشرتابه د منزوی کیدو، خپلمینځی اختلاف او په راتلونکی کې د خپل اړین رول لوبولو په تړاو تشویش ونکړی، نو اړینه ده د مذاکراتو په جریان کې طالبان باور ترلاسه کړی چې په اړوندو ادارو کې د هغوى د افرادو د جذب تر وخته به د هغوى د ملکی او نظامی جوړښتونو شتون د ټولنیزو چارو، عدالت  پلئ کولو، زده کړو، ولسی سلامتیا  او د بیا رغونې د پروژو د امنیت د ټینګښت لپاره د پخوا په شان فعال وی. د هغوى ملکی پرسونل به د پروژه د کیفیت او څرنګوالى په برخه د څار او نظارت دندې پرمخ وړی. یوازې مدیریتی چارې به یې د بې پرې موقتی ادارې لخوا پرمخ وړل کیږې. طالبانو ته په ادره امنیت او بیارغونه کې د رول ورکولو په مرسته به مونږ وکولاى شو طالبانو د نظام د پیاوړی او واکمن شریک ذهنیت ورکړو او نورو جنګی ډلو ته د تللو مخه یې ونیسو.۸  د مصالحې او ادغام مجدد ترمنځ توپیر شتون لری. له همدغو اصطلاحاتو څخه د هرې ډلې تعبیر باید واضح وی. مونږ منو چې د سولې له تړون څخه وروسته د هرې جنګی ډلې افراد په ټولنه کې بیرته ځاى په ځاى کیدلو (ادغام) ته اړتیا لری، خو دا ذهنیت چې طالبان به د حکمتیار غوندی د سولې تړون ته تیار شى، له حقیقت څخه لرې ښکاری. سوله له دواړو خواو څخه قربانی غواړی  او د هیڅ اړخ تسلیمی نه، بلکې د هغه چا په وړاندی د زغم او تحمل څرګندونه ده چې د یو بل د دریز فکر او ارادې په وړاندې مبارزه کوی، له یو بل څخه مختلف فکر او عمل کوی او حتى ترمنځ یې جګړې شوې وی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا