گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د خلیلزادترمشرتوب لاندی هوکړه لیک اواوسنئ له ابهامه ډکی هڅې!
د خلیلزادترمشرتوب لاندی هوکړه  لیک اواوسنئ له ابهامه ډکی هڅې!

د خلیلزادترمشرتوب لاندی هوکړه لیک اواوسنئ له ابهامه ډکی هڅې!

هیواد کې  د وروستیو پېښو او سولې پروسې په تړاو حرکت انقلاب اسلامی افغانستان ګوند رسنېز کنفرانس ورکړ.د حرکت انقلاب اسلامی افغانستان ګوند رهبر مولوی عبدالحکیم منیب نن شنبه ( ۷ د وری)  د وروستیو سیاسی پېښو، او سولې پروسې  په تړاو د حرکت دریځ  د یو خبرې غونډې د لارې له خلکو سره شریک کړ.د حرکت انقلاب اسلامی افغانستان ګوند مشر مولوی عبدالحکیم منیب وویل: شک نشته چې زمونږ هیواد له تیرو څو لسیزو راهیسې د ناورینونو ډګر ده. د خپلمنځی جګړو له امله په مادی او معنوی توګه پردیو ته د ژوند په هره برخه کې احتیاج زمونږ د تیرو څلورو لسېزو د ناخوالو محصول ده. که په خپلو پورتنیو نیمګړتیاو باندې غور وکړو، نو پوهیږو چې زمونږ د همدغه نزولی سفر لاملونه د پردی فکری بهیر پلئ کول او د واک خپلولو جنون ده . زمونږ ناورین د خلق او پرچم له واکمنی نیولې تر نننۍ دیموکراسی پورې په خپل ولس باندی د بهرنی دود تپل او د واک د انحصار فرسوده او ناکاره ذهنیت ده. دغه ذهنیت مونږ په دروغجن غرور باندې اخته کړی یو. د خپلو شخړو د هوارولو وړتیا یې راڅخه سلب کړې ده او د ژوند په ټولو برخو کې یې پردیو ته محتاج کړی یو. همدغه ستونځه په اوس وخت کې زمونږ هیواد ته د سولې په وړاندې خنډونه جوروی او زمونږ هیواد نن یو ځل بیا د خپل تاریخی مسیر سختې ترینګلې شېبې تیروی.نوموړی زیاته کړه:

په زغرده وایو چې د خلیلزاد تر مشرتوب لاندی هوکړه لیک او اوسنئ هڅې ابهامات لری، شکونه او پوښتنې راپورته کوى. مګر متأسفانه چې مونږ دواړو خواوو په دوحه کې د بین الافغانی ناکامو مذاکراتو په پایله کې نړیوالو ته خپله تشه نندارې ته وړاندې کړه. هغه دا چې مونږ د جګړې کولو وړتیا لرو، ولس قربانی ته هڅولاى شو، خو په خپله د سولې لپاره د واک د قربانی کولو اراده نه لرو.ښاغلی منیب په خپلو خبرو کې وویل امریکا په افغانستان کې نوره جګړه کول نه غواړی. د جګړې د ختمولو لپاره یې له طالبانو سره د مذاکراتو په میز ستر انعطاف وښود. د مسکو له غونډې څخه داسې معلومیږی چې امریکا د ټرایکا په نوم د روسیی، چین او پاکستان باور هم ترلاسه کړى ده چې په افغانستان کې روانه جګړه په مسئولانه توګه پاى ته ورسوی. که لږ شان خوشبینانه فکر وکړو، نو داسې ښکاری چې روسیه او چین په خپله خاوره د افراطیت د بالقوه ګواښ د مخنیوی او پاکستان د خپلو اقتصادی ستونځو او له سیاسی انزوا څخه د نجات لپاره د افغانستان جګړه ختمول غواړی. دا هغه سناریو ده چې زمونږ له ملی ګټو سره سرخوری او مونږ باید په هیڅ ډول دغه لاس ته راغلئ فرصت ضایع نه کړو. موږ وینو چې په کور د ننه اوس هم ژورې ستونځې لرو. په دغه تړاو سیاسی اجماع دومره ټکنئ ده چې په حکومت کې ګډې ډلې هم د سولې په تړاو مختلف دریځونه لری. که د بدلون لپاره غږ پورته کیږی، نو لمړی درزونه به په حکومت کې د ننه سر راپورته کوی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا