گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د خدای بښلی ملا عمرمجاهد سره دمـــلائیکو اوچرگانو بیعت !
د خدای بښلی ملا عمرمجاهد سره دمـــلائیکو اوچرگانو بیعت !

د خدای بښلی ملا عمرمجاهد سره دمـــلائیکو اوچرگانو بیعت !

تیره ورځ مو هغه مراسم کتل چی د خدای بښلی ملا محمدعمرمجاهد د مړینی دلسم تلین په مناسبت په کابل کی د طالبانو د رسمی تلویزیونی شبکی لخوا جوړ شوی ؤ او پکی د طالبانو نامتومشرانو او خواخوږوګډون کړی ؤ . هلته د طالبی غونډی ټولو ویناوالو د ارواښاد ملامحمد عمر د ژوند او مبارزی په هکله د خپلو ویناؤ په ترځ کی خبری کولی چی په خپل ځای کی پری نیوکه کیدای شی او داهم ځکه چی  ټولو دغونډی ګډون والواو وینا والو  دهغه ژوند او جهاد او کړنلاره یی د اسلام د مقدس دین په هنداره کی تر کتنی لاندی نیولی وه نو ځکه خو د طالب مشرانو دغه لید موږ ته دا اجازه راکوی چی موږ هم پری لنډه شانی تبصره وکړو خو اوس مهال مو کله چی د شیخ الحدیث والقرآن مولانا صاحب نور محمد ثاقب وینا او دملا محمد عمر مجاهد په یاد غونډه کی خبری او وینا  واوریده نو ځکه مو لازمه وګڼله چی دغه داسلام د مقدس دین په نوم دردؤنکی او ځورؤونکی آوازونه او شعارونه تر لنډی شانی کره کتنی لاندی ونیسو . که څه هم د شیخ الاسلام مولانا نورمحمد ثاقب خبری اوږدی وی خو موږ دلته د ضرورت له مخی دهغه په خپل غږ کی د هغه دوینا ځینی برخی چی  دپوهی او اسلام سره په صریح ټکر کی واقع دی را آخیستی دی چی ستاسو پام ورته را ګرځوو : شیخ صاحب نورمحمد ثاقب د خپلی وینا په پیل کی وویل :

د الله جل جلاله عادت په دی راغلی ده چی همیشه دپاره په دنیا کی دخپل دین دساتنی لپاره دیوچانه کارآخلی ولو که هغه په ظاهر کی ډیر ضعیف او کمزورې هم معلومیږی او تنها هم وید انبیأو نه رانیولی چی یویو نبی به په یوه قریه کی په یوه علاقه کی الله انتخاب کړ دخپل دین دساتنی او دخپل دین دخپرولو اورسولو لپاره نو هغه به یکی او تنها ؤ . نویو شخصیت د هغه شخصیتونو نه چی په ابتدأ کی الله جلجلاله په ډیر کمزوری حالت کی دخپل دین لپاره انتخاب کړ نوهغه ستر شخصیت مرحوم امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد رحمت الله تعالی علیه رحمة واسعة کثیرة لضعفة …ملا محمد عمر مجاهد رحمهم الله یوکامل ولی ؤ ،ملا محمد عمر مجاهد رحمهم الله خلقتأ دامارت او مشرتوب لپاره جوړ ؤداسی نه چی ده دامارت اومشرتوب طریقه زده کړی وی هغه خلقتأ مشرتوب لپاره جوړ ؤ!! او ملا محمد عمر مجاهد رحمهم الله د خپلی زمانې د خپل عصر مجدد ؤ !…..دبیعت په دی غونډه کی ډیر تقاریر وشول . علمأو ویناوی وکړی او په خپله مرحوم امیر المؤمنین مجاهد ملا صاحب هم پکی تقریر اووینا وکړه . زما یادشی دبیعت ورځ چی وه د چهار شنبی ورځ د ۱۴۱۶ هجری قمری د ذوالقعدی پنځلسمه نیټه وه چی د ۱۳۵۷ هجری شمسی د حمل د۱۴ نیټی سره یی سمون لره .امیر المؤمنین ملاصاحب چی په دی غونډه کی تقریر کاوه نو یوه خاطره داده وروڼو:والله باالله اوس خوهغه وخت تیر ده زه دالله په حضور کی هم داګواهی ورکوم چی کله امیر المؤمنین ملاصاحب تقریر شروع کړ نو یوناڅاپی په غیبی توګه په خارق العاده طریقی سره د چرګانوډیرزیات آوازونه را شروع شول هغه په اصطلاح چی خلک وایی چرګانو آذانونه شروع کړل اوسره ددی چی دا غونډه په داسی ځای کی نه وه چی شا اوخوا کورونه وی اوچا  داویلی وای چی دابه دکورونو چرګان وی آوازونه یی شروع کړل ، نه ، نه ،نه!کورونه نه ؤډیرزیات آوازونه او آذانونه په اصطلاح !

نوزما پام شو څنګ کی می ناست یوه عالم ته وویل چی داوینی دا څه حال ده ؟هغه هم ورته پام شونورو علمأو هم ورته پام شولکن دملاصاحب خبری شروع وی ډیری قیمتی خبری وی هیچا داجرئت ونکړ چی ووزی دباندی!اووګوری چی دا آوازونه دکوم ځای څخه راځی ؟ نوماته هغه وخت کی دهغه حدیث مبارک خبره را یاده شوه تاسو علمأ پوهیږی حدیث کی راغلی دی وائی چرګ چی کله ملائیکی ووینی نو بیا آوازونه کوی په اصطلاح آذانونه کوی .

ویل کیږی چی تاسو چی دطالبانو په لومړې دوره حکومت کی د طالبانو د عالی محکمی رئیس هم پاته شوی یاستی نو هرومرو به مو دهغه حقوقی او قضائی مطالبو په اړوند چی د طالبانو د امارت ستنی بلل کیدی څه نا څه دمعلوماتو خاوند وې . خو ستاسو خبرو او د ملا محمد عمر مجاهد په تلین کی وینا داؤښودله چی کیدای شی  یوازی د یوی کثیفی غوړه مالۍ  او رسوا تملق په درلودلو د طالبانو په لیکو کی دغه مقام ته رسیدلی واست دا ځکه چی نه مو له قرآن پاک څه زده کړی دی او نه هم د الله ج له لوری د نړی په تاریخ کی د اولوالعزم انبیاؤ او پیامبرانو د ظهور او بعثت د موخو او هدفونو په باب  ‎‎‎‎څه علمی آثار لوستی دی . د الله ج فطرت او د خلقت موخی او هدفونه چی یو فلسفی بحث دی او تاسو محترم نه یوازی تری بی برخی یاستی بلکه تر زیاته حده ددغه شانی فلسفی او علمی بحثونو په وړاندی  خنډ جوړیږی . ستاسو د ارواښاد ملا محمد عمر مجاهد په تلین کی وینا داوښوده چی دحکمت او نورو علومو څخه مو استفاده نده کړی  او یوازی د له دی نړۍ تللو کسانو د تلین په مراسمو کی د شیخ الحدیث تر جعلی عنوان لاندی د شرک او خرافاتو په ډګر کی د غښتلی مداح دنده ترسره کوۍ . تاسو کټ مټ په قران پاک  کی د شق الصدر تاریخی او فلسفی واقعه چی حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د نبوت د عظیم الشانه  مأموریت په موخه ښودل شوی ده  د ارواښاد ملا محمد عمر مجاهد له ژوند او کارنا مو سره تړلی ده په داسی حال کی چی حضرت محمد صلی الله علیه وسلم  د فطری جوړښت د خشونت او تاؤتریخوالی غرائز د یوه نړیوال انسانی مأموریت په موخه تنظیم کړای شو او تاوتریخوالی او افراطیت پر ځای پکی دمینی ، محبت او خواخوږۍ معنوی ارزشونه ځای په ځای شول . خو داچی تاسو دتمدن او اخلاقو په نړولو پسی داسی راخیستی ده چی واېی یو وخت له یوه روسی مشرڅخه کوم چا پوښتنه وکړه چی لنینګراد به کله له مسکوسره چی یو مرکزی او تاریخی ښار دی برابری وکړای شی ؟ نو هغه ورته په ځواب کی وویل چی هسی خو په طبیعی توګه له امکانه لیری ده خو هغه مهال ممکنه ده چی مسکو ویران او بیا د لیننګراد د آبادۍ چاری پر مخ بوتلای شی . هیڅوګ نه پوهیږی چی تاسو ولی او دکومو موخو او اهدافو په خاطرهغه دروسی حکایت په انطباق د افغانستان د ورانۍ اود تمدن د مظاهرو پر وړاندی د مخالفت ډنډوره غږوۍ ؟له ملا محمد عمرمجاهد د بیعت په غونډه کی د مرغانو او ملایکو ګډون هم چی تاسو ورته په خپلو ارشاداتو کی یادونه کړی ده هغه د حیرانتیا وړ کمیډی ده چی د موږکانوهم ورته خندا راځی نو ځکه خو پری خبری کول هم ضرورنه بولو

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا