گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د ښـــو او مثبــــتو کـــړنــــو تـــقــدیـــر او پــراختیـا تــه اړتیــا!
د ښـــو او مثبــــتو کـــړنــــو تـــقــدیـــر او پــراختیـا تــه اړتیــا!

د ښـــو او مثبــــتو کـــړنــــو تـــقــدیـــر او پــراختیـا تــه اړتیــا!

په یوه شخص ، اداره او یوه وضعیت کې د مثبتو او ښو ټکو، خویونو، کړنو او وړتیاوو لټوونه ، میندنه او د هغو تقدیر، د وسعت او پراختیا لپاره جمعي تایید او د ملتیا هڅه د مثبتو بدلونونو لپاره لوړه انرژي را منځته کوي. د همدې استراتیژي پکارول په اشخاصو ، کورنیو ، نهادونو او ادارو کې د مثبتو بدلونونو په را منځته کیدو کې ډیر اغیزمن رول لوبوي. انساني ټولنې او سیستمونه په شریکه توګه په ښوکارونو کې له یو بل سره د مرسته کولو د پرمختګ لپاره وړتیاوې سره یو ځای کوي تر څو اړین خدمات او محصولات را منځته کړي.په انساني ژوند او ټولنیزو تعاملاتو کې په غلطیو او ناسمو شیانو تمرکز او له هغو څخه د ستونزو ، ویرو، غصې، فشار، غلطیو او تخریبي کړنو باندې ډیر تحقیقات شویدي. هره ورځ د منفي ټکو میندنې او د هغو د تبلیغاتو لپاره ډیر خلک او رسنۍ لګیا دي کار کوي. ددې ټولو پایله او نتیجه په حقیقت کې د منفي سایکالوژي پراختیا لپاره کار کول دي – تر څو د انساني ذهن لپاره منفي توکې برابر او پرې خړوب یې کړي. له دې سره سم نا هیلي، بې اعتمادي ، ویرې، غم او غصه را منځته او خوشحالي له ګواښونو سره مخامخ کړي. د پورته وضعیت برعکس که : د ښو وړتیاوو ، کارونو، یا هغه شیان چې سم دي او په ښه توګه کار کوي لټوونه وکړو، هغه شیان چې د ښو هیلو او خوشحالي منظره زموږ په مخکې ترسیموي ، اعتماد او همکاري را برسیره کوي تجسم ، تشویق او تقدیر کړو. د غه را برسیره کول ، محسوس او تجسم کول، تشویق، تقدیر ، تبلیغ د مثبتې سایکالوژی لپاره اړین کارونه دي. که دا کارونه وشي په موږ کې به مثبته جوړونکې روحیه ، اعتماد، باور او له نورو سره په ګډه د کار کولو وړتیا او توان را منځته کړي.  په تاسف سره دغې موضوع ته پاملرنه او د هغو د لټولو ، را ښکاره کولو او تقدیرولو لوري ته ډیر کمه پاملرنه کیږي. زموږ اکثریت ذهنونه  په نورو کې د کمیو ، منفي ټکو میندنې ، د نورو په ملامتولو او ځان په سلامتولو مشغول او عادت شویدي. له همدې کبله مو ستونزې ورځ تر بلې زیاتیږي.که موږ د خوشحاله ، تقدیري او تشویقي ژوند د خصوصیاتو د ودې لپاره هڅه وکړو،  د را منځته کولو او پراختیا لپاره یې په خپلو انساني وړتیاوو او د هغو په را سپړنې، نمو او انکشاف باندې پانګونه وکړو –  د خوشحالي او سکون تر خوا به ځاني اعتماد ، اعتبار او پرمختګ په لوري د یو ځای کار کولو احساس وده وکړي. که په ګډه د یوې ټولنې وګړي او ډلې د ښوکړنو لپاره سره لاس پکار او له یو بل سره مسابقه وکړي لویو مثبتو بدلونونو ته به لاره اواره شي.سره له دې چې موږ هر یو د خپل ژوند په اوږدو کې د نړۍ حالاتو ،  اړیکو ، تعاملاتو ، تجربو او تصوراتو سره سم خپل انتخابونه لرو او د خپلو تجربو او تصوراتو پر بنسټ عمل او عکس العمل څرګندوو. موږ ددې اختیار او وړتیا هم  لرو چې په یوه وضعیت کې په کمبودونو/ منفي اړخونو تمرکز او پاملرنه ولرو او یا برعکس په هغو شیانو چې سم ، مثبت او قوي دي تمرکز او هغو ته پاملرنه ولرو. انتحاب زموږ په مخکې دی :  که موږ په اشخاصو، کورنیو، ټولنو، مساجدو ، د کار په ځایونو، ادارو، مکاتبو او سیستمونو کې هغه څه چې سم ، قوي او مثبت دي ولټوو. نوموړي ټکي د فرصتونو په توګه را ښکاره او تقدیر کړو. موجوده وړتیاوې ، آسانتیاوې او سمې کړنې به د لا زیات کار ، سمون ، تعاون او همکاري لپاره وهڅیږي. که ددې هڅه وکړو چې د بریاوو قصې او تجربې سره شریکې کړو، راتلونکو بریاوو ته رسیدنې لپاره د ښو پلانونو ، کړنو همکاري وهڅوو دا به د اشخاصو، کورنیو ، ټولنو، مساجدو ، د کار په ځایونو، ادارو، مکاتبو او سیستمونو په انکشاف او پرمختګ لوري ته بدلون کې لوی رول ولوبوي.

که په شخصي او ټولنیزه توګه په سمه توګه فکر او عمل وکړو ژوند به مو د سمون په لور بدلون ومومي. الله تعالی د سم تفکر ، سم عمل او ژوند لپاره ډول ډول وړتیاوې او لارښوونې په روښانه توګه موږ ته بیان کړیدي. هغو ته پاملرنه ، په هغو پوهیدنه او عمل کول د بهتره ژوند بنسټیزې تګلارې دي. د سمو او ناسمو فکرونو او عملونو نتایج او پایلې ېې په روښانه مثالونو سره توضیح کړیدي . الله سبحانه و تعالی موږ ته راښيي چې په نړۍ کې موږ او زموږ بریا د خلقت له لویو مقاصدو څخه دي . له همدې امله یې ډیر شیان زموږ په خدمت ګمارلي دي. موږ ته ېې داسې وړتیاوې بښلي چې په مرسته یې په نړۍ کې د پریمانه زیرمو څخه ګټه واخلو.  ډول ډول نعمتونه او له هغو سره د علم  معرفت ، ایمان او مینې په مرسته اتصال ، ګټه اخیستنه او په هغو شکر کول زموږ د ژوند په لا ډیره ښکلا او بریا کې بنسټیز رول لري. دا ټول موږ ته د الله سبحانه وتعالی په رحمتونو او نعمتونو باور ،په ځان او نورو باور، په سم فکر او عمل باور موږ ته د بریا لارې پرانیزي.په لاندې توګه که یو څو ډیرو مهمو ټکو ته پاملرنه ولرو له موږ سره به په سوله ییز ژوند او له یو بل سره تعاون کې مرسته وکړي :ټول هغه فکرونه، هیجانات او د هغو هڅوونې چې د ژوند له چاپیریال ،ړندو تقلیدونو او رواجونو څخه زموږ ذهن ته داخلیږي د هغو منلو او ذهن ته دننه کیدو کړکۍ  زموږ په اختیار کې ده. موږ ددې اختیار لرو چې نوموړي فکرونه، هیجانات او پخپل ځان باندې د هغو د هڅوونو/  اغیزو ارزونه وکړو. همدا رنګه د اړتیا په وخت کې اړونده مشوره ترلاسه کړو. د ګټورتیا او ناوړتیا له تشخیص وروسته مناسب اقدامات تر سره کړو                           .

      هغه فکرونه او هیجانات چې زموږ له پخوانی حافظې څخه زموږ ذهن ته راځي او موږ عمل ته هڅوي د درولو او ارزونې وړتیا یې زموږ په ارادې پورې تړاو لري. موږ کولای شو له هغو سره د سم تعامل له لارې د هغو له ناوړه اغیزو څخه د ځان ساتنه وکړو. که دا کار ونکړو نوموړي افکار، هیجانات او وسوسې زموږ واک او اختیار له موږ څخه اخلي .  د سالم سنجش ، تعقل ، هوښیارتیا او سوله ییزو وړتیاوو مخه نیسي.دې ته مو هم پام وي چې ځینې فکرونه زموږ د اصلي او رښتیني شخصیت( فطرت، هوښیارتیا، مینې او روحانی برخو څخه ذهن ته راځي. د هغو اغیزې معمولا: انساني ، نرمې ، له مینې ډکې، له خواخوږي سره مل ، مرستندویه ، مثبتې ، سوله ییزې د ترمیم او د سمون لارښوونه کوي. د نوموړو فکرونو پیاړتیا او په عمل کې ګټه اخیستنه له موږ سره د سوله ییز او خوشحاله ژوند په تعمیر کې ډیره مرسته کوي. هغه لارې چارې ، ملګري او دوستان ، زده کړې ، تجربې … چې د نوموړو فکرونو او کړنو د ودې هڅوونه کوي را خپلول ، پراختیا او په هغو کې عملي مشغولتیا د  سوله ییز تعمیري ژوند د لا زیاتې ودې او پرمختګ سبب کیږي. نوټ : که په خپلو ځانونو، نورو، اړیکو او چاپیریال کې د نوموړو مثبتو فکري/ ذهني زیرمو پلټنه وکړو ، هغه تقدیر کړو او له هغو څخه د ګټې اخیستنې لپاره جمعي کوشش او هڅه وکړو په شخصي ، کورني، ټولنیز سوله ییز، ټولنیز، سیاسی / اقتصادي وضعیت کې به مو مثبت بدلونونه را منځته شي.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا