گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دخوست اولس اویعقوبی صبر!
دخوست اولس اویعقوبی صبر!

دخوست اولس اویعقوبی صبر!

د يعقوبيو او صبريو ولسوالۍ اړوند د دوو لویو کورنیو ترمنځ شل کلنه دښمني په دوستۍ او روغه تبدیله شوه، پدې لویه او پرتمينه راټولیدنه کې چی د یعقوبیو صبریو ولسوالۍ سربیره د زیاتو سیمو څخه علمأکرام، سپين ګیري، ځوانان او روڼا ندي راټول شوي وو، د یعقوبیو لیوانحیلو کلي د انجینر صیب عبدالقیوم ځلاند په حجره كې ترسره شوه داسې روغه جوړه وشوه او وپتیل شوه چی تردی وروسته به  دواړه خواوې د ورورۍ په فضأ کې ژوند تیروي.د یادې روغې جوړې په موخه انجینر عبدالقیوم ځلاند او حاجي عیدولي خان پنځه میاشتې متواترې هڅې ترسره کړې چې د دوی ددغه مخلصانه هڅو په نتیجه کې ټول اړوند مسایل حل او فصل شول ،دواړو لوریو  یو او بل ته عفوه وکړه او د دوستۍ غیږې یې یو تر بل سره ورکړې.

د يادونې وړ ده چې نوموړي خوا بدۍ کې له بده مرغه  شپږ تنه وژل شوي او درې کسان ټپیان شوی هم ؤ د يوه  ليدونكي کس  په توگه دا تأيدوم چې د دواړو لورو ترمنځ روغه او جوړه کول څومره لویه حوصله اود ستونزو ګالل  غواړی  خو دا هرڅه انجینر ځلاند أو حاجي عيدولي خان ترسره كړل، لوي رب تعالی د اجرونه وركړي په عمرونو يي بركت شه ! چی په دی توګه دواړو ښاغلو ته په دغه ستر او نیک کار کی د هلو ځلو مبارکی وړاندی کوم !لوی څښتن  دې د ټولو دښمندارو په زړونو کې داسې نرمښت او مینه  راولي ، او خداې د په سیمه کې داسې پیاوړي او مخلص مشران لاهم  زیات کړي چې د خلکو د هوسا او ارام ژوند لپاره ستړیاوې کوي.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا