د خوست میشتو اولسونوله ولسمشراشرف غنی لخوا د پلی شویو ملی پروژو او د سولې پروسې څخه د ملاتړ په موخه یوه غونډه جوړه کړه او په هغی کی یی د یاد هدف په موخه د افغانستان د حکومت څخه د مشروط ملاتړاعلام وکړ په دې مراسمو کې د خوست ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرستیالې اغلې زینب افغان، د ولایتی شورا غړو، علماکرامو، قومی مشرانو، ځوانانو او د بېلابېلو شوراګانو استازو ګډون کړی و.
ویناوالو په خپلو خبرو کې د افغان ؤلس مشرله ټولو برنامو مننه اود مشروط ملاتړاعلان وکړ او ویې ویل چې د سولې او ملی پروژو د پلی کولو په برخه کې د ولسمشر له هر اړخیزو برنامو ملاتړ کوی او د سر په قربانیو به د نظام له لاسته راوړونو څخه دفاع وکړی خو شرط به یی داوی چی ؤلس مشر هم په ګران هیواد کی سولی او پرمختګ ته وفادار پاته شی . او په دی ترځ کی یی له ولس مشره ؤغوښتلچې په خوست کې د لویو بندونود جوړولو، غلام خان لپاره د تاسیساتو، هوایی ډګر، د ښوونکو د کمبود بستونو د زیاتوالی او یو شمېرنور انکشافی برخو کې دې ولایت ته لکه څنګه یی چی پخوا په وار وار ژمنی کړی وی پاملرنه وکړی.
په ناسته کې د ولایت ټولنیزې مرستیالې اغلې زینب افغان په دې ولایت کې په رامنځته شوی پرمختګ او انکشافی بهیر خبرې وکړې او ویې ویل چې جلالتماب جمهور رئیس او د خوست والی د خوست هر اړخیز انکشاف ته خاصه پاملرنه لری، چې په هڅو سره به یې په نوی کال کې یو شمېر مهمې پروژې پلی او پیل شی