گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دخوست دهـواېـی ډګر د پرانیستنــی دډرامــــی خنــدنۍ پړاؤ !
دخوست دهـواېـی ډګر د پرانیستنــی دډرامــــی خنــدنۍ پړاؤ !

دخوست دهـواېـی ډګر د پرانیستنــی دډرامــــی خنــدنۍ پړاؤ !

لکه څرنګه چی خبریاست دخوست هواېی ډګرچی  نوم یی د خوست ولایت د جغرافیی د  څولسیزو له تاریخ سره تړلی دی او دغه هواېی ډګر کم له کمه پنځوس کاله وړاندی هغه مهال به چی د خوست کابل لوی لاری د واورو او بارانونو له لامله تړلی وی خوست میشته اولسونو وګړی چی په کابل کی به یی ضروری کارونه درلودل د باختر افغان په نوم  کوچنیو الوتکو په وسیله چی هره اونی به یی کابل او خوست ته په منظم ډول پروازونه درلودل دیوی مناسبی بیی په بدل کی  انتقالیدل خو وروسته دغه هواېی ډګر او په ټوله کی دخوست سیاسی او امنیتی وضعیت د نور افغانستان په څیر له ستونځو سره مخامخ شو او دغه هوائی ډګرهم چی د خوست ښار په ختیځه برخه کی یی مؤقیعت درلود په یوه کنډواله واؤښت اوله کاره ولوید .

خو له نیکه مرغه په  افغانستان کی د  ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یولسمی نیټی وروسته بدلونو ددغه هواېی ډګردبنسټ ډبره  په نړیوالو  نورمونو او تجهیزاتو سمبال ډګر په توګه د خوست ښار په لویدیځه برخه کی دیوه عصری ترمینل په درلودو کیښودل شوه چی دوخت مافیاېی حاکمانوپه وار وار  د خوست د میړنی اولس له باور څخه په ناوړه ګټه آخیستو دغه هوائی ډګر دبنسټ ډبره څو ، څو ځله  ایښودل شوی ده
که څه هم دغه هوائی ډګر څو، څو ځله د لوړ پوړو چارواکو له لوری په راز ، راز بهانو او پلمو په رسمی توګه پرانیستل شوی دی خو وروستی ځل یی یوه داسی ډرامه جوړه کړه چی ګنی د اریانا افغان هوائی شرکت لوتکه نیغ په نیغه له دوبی څخه دخوست نړیوال ډګرکی راکوزه شوه او دخوستوالو هغه خوبونو چی څولسیزی یی لیدل تحقق پیداکړ خو داډرامه هغه وخت څرګنده شوه چی د اریانا افغان هوایی شرکت یوه تن چارواکی چی نواندیشی یی دنوم له آخیستو ډډه کوی داسی موثق سندونه زموږ په اختیار کی راکړل چی دا ښیی دغه الوتکه د یوی ډرامی په ترځ کی ددوبی څخه دکابل په نوم راوالوته خو  خوستوال مسافر دخوست په هواېی ډګر کی راکوزکړای  شول او ګنی  د خوست د باتورو خلکو د کالونو کالونو هیله ترسره شوه .  د حیرانۍ وړ ده لکه څنګه چی درانه لوستونکی یی ګوری د آریانا افغان هوائی شرکت له لوری همدغه ۴۰۲  پروازد خوست هوائی ډګر په نوم یعنی KHTOST (KHT)  ثبت شوی دی چی اصلا دبهرنیو مراجعو سره هیڅ شانی اړیکه نلری  .دا په دی معنا ده چی اصلأ د خوست او دوبی ترمینځ په دی نږدی وختونو کی دهیڅ ډول  مستقیم  پرواز نښی نښانی نه لیدل کیږی . خو که څه موده وروسته  دافغانستان د حکومت چارواکی وغواړی  د خوست هواېی ډګر په رښتیا هم فعال کړی نیغ په نیغه د خوست دوبی او یا هم دوبی خوست  ته دالوتنو امکان ډیر کم دی . بل لوری ته همدغه منبع زیاته کړه چی دوه اونی وړاندی د خوست ولایت ټولو امنیتی او نورو ریاستونو ته د یوی امنیتی او سیاسی موخی په خاطر رسمی هدایت ورکړل شوی ؤ
چی د هوایی ډګر د رسمی پرانیستو په موخه دی خپل امکانات په موقته توګه د خوست هواېی ډګر په واک ورکړی . ترڅو وکولای شی دپرانیستی مراسم په ښه توګه سرته ورسوی . چی دادی نن ددوشنبی په ورځ دغه ډرامه جوړه شوه او دخوست والی مهمند کټوازی په ګډون خوست والو پکی آتڼونه وکړل 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا