گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د خوست دعلی شیروولسوالۍ ستونزی او دچارواکو چلند!
د خوست دعلی شیروولسوالۍ ستونزی او دچارواکو چلند!

د خوست دعلی شیروولسوالۍ ستونزی او دچارواکو چلند!

د خوست د تریزیو او علی شېرو د سرحدی ولسوالۍ اوسیدونکی وایی، په تېرو کلونو کې دوی ته د بیارغونې په برخه کې کار نه دی شوی او په هره برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی.دوی په ځانګړی ډول دروغتیا،کارموندنې اوکرنې په برخو کې دافغان حکومت د پاملرنې غوښتنه کوی.

دوی دا غوښتنې د پنجشنبې په ورځ په یاده ولسوالۍ کې د خوست د ملکی او پوځی چارواکو او د سکټوری ادارو د مشرانو ورغلی پلاوی سره شریکې کړې.تریزی او علی شیر د خوست شمال لویدیز لوری کې نسبتاً پراخه ولسوالی ده، چې له کورمې او شمالی وزیرستان سره په اوږدو ګډه پوله لری.   د خوست د تریزیو او علی شیرو ولسوالی چې پخوا له نا امنو ولسوالیو څخه وه او د بیارغونې لازم کارونه په کې نه دی ترسره شوی، پدې وروستیو کې یې امن ښه شوی او اوسیدونکی یې د ژوند په هره برخه کې د دولت د پاملرنې غوښتنه لری.

د تریزیو یو قومی مشر حاجی مختارالدین جلالزوی په یاده ولسوالۍ کې زموږ سره د خلکو ځینې ستونزې او غوښتنې داسې شریکې کړې:(دغه پاکستان سره په سرحد پرته ولسوالی ده، د خلکو ستونزې ډېرې دی، دلته زراعت کمزوری دی او دې لپاره چې یو مسلکی زراعت دود شی، باید پاملرنه ورته وشی، دې لپاره د ویالو، سربندونو او استنادی دیوالونو ته یې اړتیا ده، دلته اظافی کلینکونو باید جوړ شی، په تریزیو کې اوس یو نوی کلینک جوړ شوی، نو دې لپاره دې مسلکی ډاکټر او سټاف وګماری، تر څو د خلکو روغتیایی ستونزې حل شی.)د خوست ځایی ادارې دې لپاره چې د تریزیو او علی شیرو د اوسیدونکو غوښتنې په سمه توګه واوری او د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې ورسره د پروژو ژمنې ورکړی، دا ځل یې د خوست د ټولو ادارو په ځانګړی ډول د سکټوری ادارو مشران هلته بیولی ول او د سیمه والو سره ستونزې او غوښتنې له نږدې واوریدې.د لنډرو د سیمې اوسیدونکی ځدراڼ حاجی هم وایی، دوی ته مخکې کار نه دی شوی او اړتیاوې یې بیخی ډېرې دی.دده په وینا چې بټۍ سیمې ته غځیدلی سړک خراب دی،     دا چې د خوست د ډېریو سیمې اوبه پر دې ورځی، نو د سیلابونو په وخت کې ورڅخه کرنیزې ځمکې خرابوی، د ویالو سربندونه خام دی او لږې اوبه یې هم زیانمنوی.پدې ولسوالۍ کې یو شمېر سیمې د علی شیرو خوړ له یو بل بیلې کړی او په بارانی موسم کې ورباندې تګ او راتګ ستونزمن وی.  د کبیرګل په نوم د ابوخانې اوسیدونکی وایی، تر څلور سوه پورې د دوی زده کوونکی دلته په لیسه کې زده کړې کوی، خو کله چې خوړ راووځی، نو دوی نږدې لاره نه لری او ان د تریزیو د زیړۍ غونډۍ په لاره کلی ته راتاویږی.دی هیله کوی، چې کلی ته یې نږدې پل وتړل شی.که څه هم بیکاری په هېواد شموله ستونزو کې راځی، خو د تریزیو او علی شیرو ولسوالۍ په ګډون د خوست هغو سیمو کې چې مخکې له جګړو زیانمنې وې، دا ستونزه په کې ډېره ده.د بلاوټ کلی یو اوسیدونکی حاجی عبدالمحمد وایی، چې نه لوستو کسانو ته کار شته او نه نا لوستو ته.د خوست تریزیو او علی شیرو ولسوالۍ د اوسیدونکو د ستونزو او غوښتنو د اوریدو لپاره د نورو چارواکو تر څنګ په خپله خوست والی محمدحلیم فدایی هم ورغلی وو.نوموړی د سیمه والو ستونزې او غوښتنې پر ځای وبللې او ویې ویل، چې رئیسانو ته یې دنده وسپارله، تر څو د همدې سیمې د اوسیدونکو غوښتنو ته په کتو عملیاتی پلانونه جوړ او د ولایت سکټوری مجلس ته یې وړاندې کړی.ښاغلی فدایی وړاندې وویل:
د علی شیرو او تریزیو د اوسیدونکو ستونزې ټولې معقولې او داسې دی چې باید حل تر څو دوی تر څو د اقتصادی پلوه خصوصاً د زراعت له لارې په پېښو باندې ودریږی، د دې تر څنګ مو د دوی ټولې غوښتنې هم واوریدې، هم مو راټولې کړې او هم مو رئیسانو ته دنده وسپارله چې د دې پر بنسټ هغوی خپل عملیاتی پلانونه جوړ ا و دغه غوښتنې په سکټوری جلسو او همدارنګه د ولایت په انکشافی پلان او کمیټه کې شاملې تر څو موږ د هغې لپاره د پیسو په لټه کې شو.)

خوست والی زیاته کړه، تر راتلونکو دوه اونیو پورې به د تریزیو او علی شېرو ولسوالۍ د اوسیدونکو لپاره درې د استنادی دیوالونو د جوړولو پروژې پیل شی او همدارنګه به دوی ته د کرنې او مالدارۍ په برخو کې دځینو نورو پروژو قراردادونه هم لاسلیک شی.پدې ورځ دافغان حکومت له بودجې څخه دیولس نیم میلیونه افغانیو په لګښت دخوست د تریزیو او علی شیروولسوالۍ د ابوخانې په کلی کې د یودوه پوړیز جومات د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه،چې دچارواکو په ویناودانیزې چارې به یې دیوکال په موده کې سرته ورسیږی.

ددغه راپور په خپریدو کی له آزادی مشال رادیو ، تکړه ژورنالیست اولیکوال نجیب الله الوخیل همدا شان د خوست ولایت د رسنیو ددفتر څخه په ځانګړی توګه منندوۍ یو !

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا