د لر او بر یو افغان کرکټ سریز دوهمه لوبه کې خوست اېګلز کرکټ کلب د خپلواک کرکټ کلب ته ماتې ورکړه،ټاس د خپلواک کرکټ کلب لوبډلمشر وګاټه په خپله یې د توپ اچوونې پریکړه وکړه.خوست اېګلز کرکټ کلب په ټاکلو ۱۸ اورونو کې ۱۹۹ منډې جوړې کړې او خپلواک لوبډلې ته یې د ۲۰۰ منډو هدف وټاکه.
اکرم قانع: ۹۴
افسر منګل: ۱۵
فرمان فدا: ۴۲
یوسف: ۱۳
هدایت الله: ۱۷
کوثر خان: ۵
ورپسې خپلواک کرکټ کلب لوبغاړو توپ وهنه پیل کړه چې ټول لوبغاړی یې د لوبې په وروستی اور کې وسوځیدل او لوبه د خوست اېګلز په ګټه تمامه شوه.
آصف هلال: ۱
ابراهیم ځلاند: ۱
نعمت نیازی: ۳
فرمان: ۲
اکرم قانع، یوسف درمان، او هدایت الله یو، یو لوبغاړی وسواځوه .اکرم قانع د ۹۴ منډو تر څنګ د یوې ویکټې په ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.دخوست ایګلزکرکټ کلب ټولومینه والو اولوبغاړو ته د مبارک وی