گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دخوست فرهنګی ماښام !
دخوست فرهنګی ماښام !

دخوست فرهنګی ماښام !

دجنورۍ پر درېیمه په شپه خوست کې دپکتیا، پکتیکا، لوګر،کابل اوجنوبی پښتونخواد شاعرانواوفرهنګیانو په ګډون فرهنګی ماښام جوړشوی وو.دبرنامې تابیا کوونکو وویل، لدې فرهنګی ماښامه یې موخه داوه، چې دبیلابیلو سیمو فرهنګیان سره ووینی، دجګړه ځپلوفکرونودرغولو لپاره کاروشی اوپه ځانګړی ډول د ټولنې د دې حساس قشر په منځ کې راشه درشه ډېره شی.

د خوست په فرهنګی ماښام کې په علمی او ټولنیزو چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار پوهاند لال پاچا ازمون په خپلو خبرو کې وویل، دا ډول ناستې د بیلابیلو سیمو د فرهنګیانو زړونه سره نږدې کوی، مینه او الفت راولی او دا کرښې له منځه وړی.ده وویل، د هنر یوه ګټه داده چې د و لسونو او خلکو تر منځ سرحد او پوله نه منی.دی زیاتوی”موږ کله نا کله د موسیقۍ الې اورو، دهغې سره لفظونه نه وی اوپدې هم نه پوهیږو،چې دا سازد کومې ژبې دی،خودا د موسیقۍ اله یو کس ځانته راکاږی او نږدې کوی یې.”خوست والی محمد حلیم فدایی وایی، د دې فرهنګی ماښام تر ټولوسترپیغام دادی،چې دا دڅلورولسیزوجګړوځپلې فکرونه اوذهنونه ورغول شی، ځکه په زخمی زړه، فکر او احساس د ټولنې درد نشی دوا کیدلی.

خوست والی وویل چې افغانان په ماتولو کې تکړه دی، خو زموږ لپاره له تاریخ زده کړه دا ده، چې څنګه جوړولو وکړو او نن د دغه فرهنګی ماښام هدف دا دی، چې څنګه د څلوېښتو کالونو جګړې ځپلې فکرونه او ذهنونه ورغوو.والی زیاته کړه، د فرهنګی مناسبتونو هدف همدا دی، چې څنګه زخمی فکرونو، ذهنونو او زړونو ته دوا شوو.خوست والی وویل د داسې یوې ټولنې چې له روانی پلوه ډېره ځپل شوی وی، زموږ مسولیت دا دی، چې څه ډول د ټولنیزو اصلاحاتو لپاره د درملنې لار پیدا کړو.ښاغلی فدایی وویل فرهنګ زموږ لپاره هغه ارزښت دی، چې مکلفیت راسپاری، ټولنې ته یو لید لوری ورکړو او کله چې لوری سم و بیا ستونزې هواریږیده وویل، په اوسنی وخت کې د فرهنګیانو مسوولیت د دې ټولنې داګاه، روڼ اندی اوحساس قشر په توګه دادی، چې په روانی لحاظ د دې ځپلې شوې ټولنې د ټولنیزواصلاحاتو لپاره علاج ومومی. په دې دستوره کې د پکتیا، پکتیکا، لوګر اوکابل دفرهنګیانواوشاعرانوسربیره دځوان هنرمنداعجازافق په ګډون دجنوبی پښتونخواځینوفرهنګیانوهم برخه اخیستې وه.

ځوان شاعررفیع الله ضمیرد فرهنګی ماښام ګډونوالوته په زړه پورې ترنم وکړ،چې حاضرینو یې په چکچکوهرکلۍ وکړ:

په څنګل زما ویده یې زه باور کولی نشم

ایا دا په خپله ته یې، زه باور کولی نشم.

ښه پوهیږمه چې مرمه ستا له تګ نه پس به مرمه

خو ته خاندې وایې ښه یې، زه باور کولی نشم

زړه له ډېرې مودې وروسته، د الفت په میکده کې

دریدلی په لمانځه یې، زه باور کولی نشم.

د دې پروګرام یوه برخه په خوست د رسنیو کنټرول د استاد حضرت بهار ژباړل شوی کتاب او اسانه وقایه او درملنه چې د لیکوال عبدالکریم پتنګ اثر دی، مخکتنې ته بیله شوې، وه چې ویناوالو یې په اهمیت خبرې وکړې.د پروګرام وروستۍ برخه کې ځوان سندرغاړی اعجازافق سندرې وویلې،چې ګډونوالوپه چکچکو او تودواحساساتو بدرګه کولې.

د مشال رادیو او د تکړه لیکوال او ژورنالیست نجیب الله الوخیل څخه مننه چی دغه راپور یی چمتوکړی او تر موږه رارسیدلی دی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا