گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ناکام نوماندان اوناکامه هڅی!
ناکام نوماندان اوناکامه هڅی!

ناکام نوماندان اوناکامه هڅی!

له ډیروخت را په دی خوا په افغانستان په ځانګړی توګه د خوست ولایت د میشته قومونواواولسونود تیربرم اوهیواد پاللو نکلونه هغه افسانی ګڼلای شی چی نه یوازی زموږ د اوسنی ځوان نسل ترغوږونو نه را رسیږی بلکه نوی اوځوان نسل ته ددغه افغانی شهامت د انتقال په لاره کی دکرکی اونفرت اوچت دیوالونه شیبه په شیبه زموږ د تاریخ له اوچتومنارو نوهم په تیریدو دی .

د خوست غیرتی اولس ددی سره سره چی ګوری چارواکی څه کوی او څنګه د خوست په ورشوګانو کی خپلو د قدرت او ثروت غرائیزود اشباع په موخه ددغه غیرتی اولس د سرسړی د ډالرو په لومو کی ښکاروی ! په هر حال له هغه  ورځی چی د ټاکنو په نوم هغه لوی د مصرف ماشین  چی یوازی د پیسو او موټرو په خامو تیلو درومی د ټول  افغانستان غیرتی قومونه  په ځانګړی توګه د خوست میړنۍ اولس یی په نښه کړی او یوځل بیا یی د لوی  آزمایښت سره مخامخ کړ.

یوځل یی د ولسی جرګی د پنځو تنو استازو د ټاکلو په موخه څو دیرش تنه ونومول اوله ټولو عجیبه داوه چی هریوه نوماند به په خپل ټاکنیز کمپائین کی ځان بریالی ګاڼه اوداسی چی  کله نا کله به یی ولسی  جرګی ته دیوه بریالی استازی آکټونه کول خو کله چی یوتر ټولو لومړی د خوست د آرام ولایت انتخاباتی نتیجی اعلام شوی او یوازی پنځه تنه استازی د استازو په لومړنی لست کی بریالی اعلام شول ،

او د ټاکنو خپلواک کمیسیون داهم ښودلی وه چی دا لومړنی پایلی دی او نوماندان کولای شی خپل شکایتونه  د پلټنو مرکزی کمیسیون ته ور ولیږی نو تر څو ورځو یی بیا د لوبی ډګر او څرنګوالی بدل کړاوټول پاته نوماندان چی د خپور شوی لست له مخی یی لازمی رأی نه وی تر لاسه کړی د کابل په هوټلونو کی د ټاکنو د کمیسیون له دلالانو سره میلمستیاوی خوړل پیل کړل  او غوښتل یی چی پوه شی د څومره ډالرو په بیه به وکولای شی د جرګی د استازو پر څوکی کینول شی ؟ د کره معلوماتو له مخی د هر ولایت د جرګی د استازیتوب د ټاکلو بیه  له پنځه لکه تر ۱۲ لکه ډالرو ټاکل شوی وه چی د خوست ولایت د جرګی ته د بریالیتوب اویاهم د حلال دائری ته د خوساکی د درسولو بیه شپږ لکه امریکائی ډالره لاندی باندی کیده .

په هرحال نن دخوست ولایت هم هغه ناکامه نوماندان راټول شول او دټاکنو خپلواک کمیسیون ته یی ۲۴ ساعته مهلت ورکړ چی که چیری زموږ غوښتنی ونه منل شی موږ به ټولو هغو کارونو ته لاس واچوو چی زیاتره یی د مافیائی حکومت نور مخالفین ترسره کوی که چیری زموږ غوښتنو ته ځواب ورنکړشو او هغوی دلویو لارو او نوروغیرمدنی کړنوپه سرته رسولومجبورکړای شول مسؤلیت به یی د چارواکوپه غاړه وی.

د چارو څارونکی وائی چی دا هم یوه د مافیائی معاملی دتر سره کولو په موخه د ځینونوماندانو د مصرف یوه کوچنی برخی ترلاسه شی . ځکه تیرو تجربو دا ښودلی چی اوسنی چارواکی څنګه کولای د لویو، لویو طوفانونو مخه ونیسی؟ دا خولا څه چی په مصنوعی توګه بحرانونه را مینځ ته او بیایی په ډیره ټیټه بیه  آرام اوخاموشه کړی.اصلی موخه داده چی دافغانستان د وګړوپه ځانګړی توګه د خوست دغیرتی خلکو پام د افغانستان دستونزی  له اصلی لوری بل لوری ته واړوی  .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا