گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دخوست نوی والی او ستونزی
دخوست نوی والی او ستونزی

دخوست نوی والی او ستونزی

د خوست نوی والی حلیم فدایی وایی چې په یاد ولایت کې د ډاډمن امنیت، قومی جوړښتونو او تړونونو، سوداګریزو او ترانزیټی فرصتونو همدارنګه، د علمی او اکاډمیکو مرکزونو او د مدنی او فرهنګی ټولنو له شته ظرفیتونو څخه به د خلکو د هیلو د ترسره کولو لپاره استفاده وکړی.

حلیم فدایی چې نن د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۱» د خوست د نوی والی په توګه د ده د معرفۍ په غونډه کې خبرې کولې زیاته کړه، د خلکو هیلې هغه وخت ترسره کیدای شی چې د قانون او ټولنیز عدالت په چوکاټ کې خلکو ته څرګند اومحسوس خدمتونه وړاندې شی او پر ټولنه د مسوولینو امرانه ذهنیت په خادمانه فکر بدل شی.

ښاغلی فدایی وویل:“که غواړو چې د دغو فرصتونو نه استفاده وکړو باید په ګډه د هماغه قانون او ټولنیز عدالت په چوکاټ کې ولس ته محسوس خدمات وړاندې کړو، موږ د یو څو کړیو په خوښه کار ونکړو، بلکې د ولس په ګټه کار وکړو، موږ هغه امرانه ذهنیت چې د هر چا سره وی، هغه په خادمانه ذهنیت او فکر باندې بدل کړو.” د خوست د نوی والی حلیم فدایی د معرفۍ په غونډه کې د ځایی خلکو او مامورینو سربیره د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مسوولینو، ځینو پخوانیو والیانو او د لوګر یو شمېر مدنی فعالانو او مشرانو چې نوموړی په‌کې مخکې دنده ترسره کړې وه، ګډون کړی وو.د خوست نوی والی حلیم فدایی له‌دې مخکې د میدان وردکو او لوګر ولایتونو والی پاتې شوی دی.دوالیانو په ټاکلو کې خلکو او روڼ اندو سره یوه ټولیزه اندیښنه د ګمارل شوی کس سیاسی تمایلات او په ډلو او اشخاصو پورې د هغه تړل کیدل وی.په‌دې غونډه کې حلیم فدایی وویل، په هېڅ ډله او ګوند پورې نه‌دی تړلی، بلکې د نظام هغه خادم دی چې خلکو لپاره به که هغه یې مخالف وی او که موافق د قانون په چوکاټ کې خدمت کوی.خوست والی ته یوشمېر ویناوالو ځینې ستونزې اوغوښتنې هم وړاندې کړې.

د ولایتی شورا غړی امیرالله زړه سواند نشه یی توکی، د پرمختیایی پروژو د کیفیت خرابوالۍ اود قومونو اوخلکو ترمنځ د شخړو او منازعاتو په حل کې ځنډ د خوستوالو د اساسی ستونزو په توګه یادې کړې.د مدنی ټولنو په استازیتوب فریدالله قربان هم یو شمېر تېرو ستونزو ته په اشارې هیله وکړه، چې نوی والی به ورته توجه وکړی.

ده وویل:”اوږدمهاله قراردادونه اوس هم یوه جدی ستونزه ده، پخوا به یو زورواکی په زور ځمکه لاندې کوله، خو اوس خو اوس په نوی کلونو ځمکې په قرارداد ورکړلشوې، قومی شخړې ستونزه وه، اوس هم شته هیله مو دا ده چې د والی صیب په وجود کې ورته حل لارې پیدا شی، بل حکومتی ادارې په شخصی رقابتونو مصروفې وې چې قربانی یې ولس وو.”

په خوست کې عموماً کله چې یو دولتی چارواکی نوې دنده پیلوی، یا یې دنده پای ته رسیږی، خلک او مسؤولین ورته د پښتنی دود له مخې لونګی ورکوی، خو د خوست نوی والی وویل، نه غواړی دولتی مامورین، مسوولین او نور خلک لونګۍ او نورې ډالۍ ورکړی.ده وویل، هغه څوک چې میلمنو ته د ډالیو او لونګیو ورکول درنښت ګڼی، نو د هغې پر ځای دې د خوست عامه کتابتون او شیخ زاید پوهنتون ته کتابونه راونیسی چې د هېواد ځوان نسل ته په ګټه تمام شی.د یادونې وړ ده په افغانستان کې د نوی نظام دمنځته راتګ وروسته حلیم فدایی اوم کس دی،

چې خوست ته دوالی په توګه معرفی کیږی.له دې مخکې استادحکیم تڼیوال،استادمعراج الدین پټان،ارسلا جمال ،حمیدالله قلندرزوی،عبدالجبار نعیمی اوپوهندوی حکم خان حبیبی دخوست د والیانو په توګه دندې ترسره کړی دی

ددغه راپورپه  ترتیب کی د آزادی رادیو همدا شان د افغانستان دملی رادیوتلویزیون او د خوست ولایت د مقام د رسنیو له دفتر څخه په ځانګړی مننه د یادولو وړ ده  

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا