گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د خوست پرځمکو پټ اوڅرګندیرغل اودمــدنی فعالانو غبـــرګون !
د خوست پرځمکو پټ اوڅرګندیرغل اودمــدنی فعالانو غبـــرګون !

د خوست پرځمکو پټ اوڅرګندیرغل اودمــدنی فعالانو غبـــرګون !

وایی، د ځینو معلوماتو له مخې د نمونوی لېسې ترڅنګ د ازادۍ مېنې په ‘بی’ رېزرف سیمه کې ځمکه سکېج شوې او چارواکی یې په پټه په خپلو منځو کې د کورونو د جوړولو لپاره ویشی.فعالانو چې د چهارشنبې ورځې ناوخته یې د یوې اعتراضیه ناستې په ترڅ کې رسنیو سره خبرې کولې، خبرداری ورکړ که ولایتی مسوولین یې غږ وانه وری، نو دوی به د ارګ مخې ته ورشی اود خوست د ځمکو د تالان پر وړاندې به د مخالفت غږ اوچت کړی.مدنی فعال فریدالله قربان وویل،داچې نمونوی لېسه دکتابتون، ساینس مرکز،نوروفعالیتونواوتفریح لپاره سیمه نه لری،نود دوی غوښتنه داده چې دا ځمکه

 دې د چور او تالان پرځای د همدې لېسې برخه جوړه شی.قربان زیاته کړه: “دغه نمونوی لېسه کتابتون، د ساینس مرکز اوځینو نورو فعالیتونو لپاره ځای نه لری، نو ځوانانو وپتیله چې د هغو مفسدو چارواکو او ځینو کړیو چې په پټه یې دغه نومرې ځانته وېشلې مخه یې ونیسو او پرځای یې دغه ساحه د خوست نمونوی لېسې ته ډالۍ کړو او په راتلونکې کې به په رسمی ډول موږ د دې چارې تعقیب کوو، ترمرکزه یې رسوو، څو دغه ځای په رسمی ډول هم نمونوی  لېسې برخه شی. “
د پوهنتون استاد امیر بهیر هم وایی، د خوست مدنی فعالان، ځوانان او اوسیدونکی هېچا ته د دې اجازه نه ورکوی چې د دې ځای ځمکې چور او تالان کړی او تجارت په کې وکړی.امیر بهیر زیاته کړه، په دې ځای کې ۴۳ نومرې چې په پټه یې رئیسان او چارواکی په خپلو کې ویشی، مخالفت یې کوی او د خوست اوسیدونکی دا ځای نمونوی لېسې پورې تړی.نوموړی وویل، د ولسمشر صریح هدایت موجود دی چې د ده له حکم پرته هېڅوک د خوست یوه بسوه ځمکه هم نه شی ویشلای.د منګلو د شورا غړی نظامیر منګل وویل، که چارواکی په دې ځای کې ځانونو ته نومرې ویشی، په کلکه به یې په مقابل کې ودریږی، که ولایتی مسوولین د دوی غږ وانه وری، نو دا ټول ځوانان به ځی د ارګ په مخه کې به دا غوښتنه کوی.د سیاسی ګوندونو او ټولنیزو بنسټونو په استازولی فضل جان جهش وویل، په دې ځای کې مافیا دومره پیاوړې شوې چې هرڅه وغواړی هماغه کار کوی، ځکه امکانات، پیسې او اقتصاد د دوی په لاس کې دی.ده د خوست له اوسیدونکو وغوښتل چې د ځمکو د مافیا پر وړاندې د مبارزې په خاطر ټول یو لاس شی اود دې ځای د ځمکو د چور او تالان مخه ونیسی.بل لوری ته ولایتی مسوولین د خوستیو فعالانو او ځوانانو د اندېښنو په ځواب کې وایی چې دوی نه یوازې د ښار سټراتیژیک پلان په مقابل کې نومرې نه ویشی، بلکې هغه نومرې چې غیر پلانی توزیع شوی، هغې لپاره په بدیلو قانونی لارو فکر کوی.د خوست د والی ویاند طالب منګل وویل: “خوست ښار ‘SDF’ پلان لری چې د دې پلان تطبیق د خوست ښارسټراتېژیکه پراختیا تضمینوی، زموږ هڅه دا ده چې د یاد پلان په مقابل کې خنډونه له منځه یوسو او هغه نومرې چې د سټراتیژیک پلان پر وړاندې خنډ ګرځی موږ یې په قانونی توګه برابرې کړو، هغه څه چې زموږ د سټراتیژیک پلان پر وړاندې خنډ ګرځی، هېڅکله یې نه توزیع کوو او په دې برخه کې د جلالتماب جمهور رئیس هدایت موجود دی.”بل لوری ته د خوست د مدنی فعالانو د اعتراض نږدې یوه ډله نورخلک هم راټول شوی وو او ادعا یې لرله چې دوی په دې ځای کې شل کاله اوسیدلی او پخوانیو حکومتی مسوولینو ورته دا سیمه د کورونو د جوړولو لپاره ویشلې ده.خو مسوولینو د دې خلکو د ادعاوو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.له تکړه ژورنالیست او لیکوال نجیب الله الوخیل همدا شان خوست څخه خپریدونکی ژمن تلویزیونی  شبکی څخه په مننه چی ددوی په مستقیمه مرسته مو دغه راپور تر تاسو درورساوه

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا