گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » طالبان :دخـــوست په مسجـــد کی چاودنه یـو بدنامـــؤنکې عمل دی!
طالبان :دخـــوست په مسجـــد کی     چاودنه یـو بدنامـــؤنکې عمل دی!

طالبان :دخـــوست په مسجـــد کی چاودنه یـو بدنامـــؤنکې عمل دی!

نن د خوست ښار  د یعقوبیوهډې په یوه مسجد کی د ماین چاودنی د یوه خونړی جنایت له لامله ۱۷ تنه د ښځو او ماشومانو په ګډون په شهادت رسیدلی  او ۳۴ ټپیان شوی دی.

د خوست سرپرست امینه قوماندان سمنوال عبدالحنان ددغه جنایت د سرته رسولو په موخه وویل  نن د یکشنبې د ورځې (مۍ۶) د خوست ښار د یعقوبیو اډې په جومات کې، د یوه ماین د چاودنې له امله شاوخوا ۳۰ تنه شهیدان  او ټپیان روغتون ته لیږدول شوی دی.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد چی له وینو او  وژلوسره ځانګړی مینه لری داځل یی  د خپل ټویټر په پاڼه لیکلی  چې دا برید د دغې ډلې کار نه وواو داډول  چاودنی یو بدنامؤنکې عمل دی .

بل لوری ته سمنوال عبدالحنان وویل، ناپیژاندو کسانو د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې د مامورینو د یو میز لاندې ماین ځای پرځای کړی و، چې له غرمې وروسته یې چاودنه وکړه. په وژل شوواو او ټپیانو کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د رایې ورکوونکو د نومونو د ثبت مامورین هم شامل دی. کتونکی واېی چی دا ډول په رڼا ورځ جنایات ترسره کول د ټاکنواو ولسواکی سره د خونړۍ دښمنی په معنا دی چی  د انسان د آزآدۍ او سوله ناک ژوند سره د یوی وینه بهوونکی  دښمنې تسلسل بللی شی  .

نواندیشیاوددغه تربیون سرپرست  دغه چاودنه په کلکه غندی او زیاتوی چی دا شانی کرغیړن جنایات ترسره کول به تر هغی دوام مومی ترڅو چی زموږ په ټولنه کی د مخالف پر وژلو باور ژوندی وی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا