گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د خوست په ولایت کـــې دمـرســـتو وېش تـه یو ځــغلــــنده نـظـــر،
د خوست په ولایت کـــې دمـرســـتو وېش تـه یو ځــغلــــنده نـظـــر،

د خوست په ولایت کـــې دمـرســـتو وېش تـه یو ځــغلــــنده نـظـــر،

لکه څرنګه چې د طالبانو په راتګ او واکمنیدو سره د افغانستان د نورو ولایاتو په شان د خوست په ولایت کې هم د مرستندویه مؤسسو مرستې روانې دي، خو دا چې دامرستې د چا په نوم، د چا لپاره راځي او څوک یې اخلي؟؟؟زه د مؤسساتو د بنیاد او بنسټ په اړه چندان ثقه معلومات چې کوم کوم هیوادونه او کوم کوم نهادونه د خوست په ولایت کې مرستې او خیراتونه ویشي، نه لرم چې اظهارنظر پرې وکړم، خو یو ځل غږ او اوازې خپرې شویدي چې هلې په فلاني ځای کې مرستې ورکوي او هلې په فلاني ځای کې …خو هغه څوک(کارمندان) چې د مرستندویه مؤسساتو له خوا د مرستو د توزیع او وېش لپاره ګمارل شویدي؟د عیني شاهدانو له خولې په  لاندې ډول سره لیکنه کوم.

۱  ــ  لومړۍ درجه ونډه او مرسته هغوی تر لاسه کوي چې ویشي یې.

۲  ــ  دوهمه درجه ونډه د هغوی نږدې خپلوان او دوستان.

۳  ــ  ساروې کوونکي مؤظفین هم حتی لامکان خپل خپلوان او دوستان پکې ځایوي.

۵  ــ  د طالبانو د ونډې په ارتباط مې معلومات نیمګړي دي.

۴  ــ  څلورمه درجه ونډه عام خلک پکې اخلي.زه دا نه وایم چې دوی ټول د مرستې او خیرات مستحقین نه دي، وي به، خو په دری کې یو متل دی وایي:《 دزد باش؛ با انصاف.》یعنې غریب او غربا ته ډېره لږه، ناچیزه او کمه برخه پکې رسیږي او یا  هیڅ هم نه ورته رسیږي.زه دا نه وایم چې ولې د افغانستان د خلکو سره مرستې کیږي؟ نه نه کیږي دې.ځکه چې ټوله نړۍ یې د ځینې فوق العاده او بشري ناورینونو په حالاتو کې د محتاجو هیوادونو سره کوي، نو زموږ سره دې هم وشي، خو حیا، غرور، پت او عزت مو دې د خیرات په مقابل کې د انځورونو او تصویرونو په اخیستلو، خپرولو او نشرولو سره په آینده کې د پېغور لپاره، د سند په ډول نه اخلي.دا هر څه چې وشول؟ دا د روس او امریکا د مستقیمو مسلحانه یرغلونو او د ناځوانو ګاونډیانو له لارې د بېلابېلو پوښښونو او خاصتاً د بېلا یېلو ترهګرو ډلو ټپلو له لارې چې د پردیو پوره تجهیز، تمویل او مخلصانه ملاتړ ورسره ؤ او دی، د افغانستان پر مظلومو خلکو او وروسته پاتې ملت باندې  تحمیل او وشول او لا هم دوام لري.۱  ــ  افغانان یې په بېساري ډول په خېراتونو باندې  معتاد کړل.چې لدې لارې یې له مسلمانانو څخه اسلامیت، له افغانانو څخه افغانیت او له پښتنو څخه یې د پښتنوالۍ افتخارات واخیستل. ۲ ــ خلک هره ورځ په مرستو اوخېراتونو پسې منډې وهي، د کارټوله ورځ  یې هم کړا(ضایع) شي اوخېرات ته هم لاسرسی پیدا نه کړي. ۳ــ  که څه هم کار نه شته، خو په مرستواو خېراتونو پسې منډو، د احتمالي کار او مزدورۍ څخه چې ممکن پیدا شوې وای هم وا ایستل. ۴ــ د افغانانو، قومونو، کلیواو کورنیو ترمنځ یې نفاق او شقاق، لا تشدید او پیاوړی کړ. ۵  ــ  که څه هم ښځو ته د کار او تعلیم اجازه تر امر ثاني پورې ځنډیدلې ده، خو د مرستو پر دفترونو باندې د ښځو دومره بیروبار او ګڼه ګوڼه ده چې د ستر او حجاب مراعات پکې ډېر مشکل دی.که د چا باور نه راځي؟ نو لطفاً دې یوځل کومې مرستندویې مؤسسې ته مراجعه وکړي تر څو هرڅه په عملي ډګر کې په عیني ډول وګوري.

۶  ــ  زیاتره ښځې چې کونډې نه وي، هغوی هم د کونډې په نوم مراجعه کوي او خپل نوم ثبتوي تر څو مرستې تر لاسه کړي.

۷  ــ  که څه هم حالات او بشري ناورین(بېکاري، لوږه، تنده، ګدایي ګري او محتاجي) په خوست کې لدې هم زیات خواښینوونکي دي خو ما همدومره ولیکل.

منبع:  له صحنې څخه عیني شاهدان.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا