گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دخوست سوداګراولوړګمرکی مالیات
دخوست سوداګراولوړګمرکی مالیات

دخوست سوداګراولوړګمرکی مالیات

د خوست یو شمېر سوداګر او دوکانداران وایی چې له یوې نیمې میاشتې راهیسې د دوی د مالونو شااوخوا دوه سوه لوی موټر په ګمرک کې ولاړ دی او تر اوسه تشریح او محصول شوی نه دی.

دوی زیاتوی، په ګاډو کې ځینی داسې خوراکی توکی شته چې د کارونې وخت یې په پوره کېدو دی او که له دې زیات وځنډېږی، نو خرابېږی او سوداګرو ته به له دې کبله لسګونه میلیونه افغانۍ زیان ورسېږی.دوی چې د شنبې په ورځ په یوه خبری ناسته کې راټول شوی وو، رسنیو ته وویل چې له ګمرک سره یې دا ستونزه پیدا شوې ده چې ګاډی د نوعیت پر اساس محصول کوی چې دا ډول محصول د اصولو خلاف او سوداګرو ته په زیان دی.د دوی په وینا، ګمرک پرته له دې چې مالونه تشریح کړی،

په سرجم ډول ګاډی دومره په لوړ قیمت محصول کوی چې په ګاډی کې مال په هغه اندازه نه وی.سوداګرو ګواښ وکړ چې که غږ یې وانه ورېدل شی، نو ښار به وتړی او په پراخو مدنی حرکتونو به لاس پورې کړی.خو د ګمرک رئیس او نور مسؤلین یې په دې اړه د نظر څرګندولو ته حاضر نشول، خو ویې ویل چې دوی ته مالیې وزارت په رسمی او کتبی ډول لارښوونه کړې چې رسنیو سره دې نه غږېږی.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

یادونه : دغه لنډ شانی راپور د تکړه لیکوال او ژورنالیست ښاغلی نجیب الله الوخیل په قلم لیکل شوی او دملی رادیوتلویزیون د نکړه ژورنالیست  حبیب الله حیدری په مرسته تر تاسو در رسیږی نو ځکه خو د آزادی رادیو او ملی رادیو تلویزیون څخه د زړه له کومی مننه کوو 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا