لکه چی واېی سل دی ؤمره یو دی مه مره ! خو په خواشینۍ سره باید ووایو چی نن ورځ نه یوازی دخوست او لوی پکتیا د قومونو دپت او میړانی یادګار ګڼل کیده ؤمړ بلکه د افغانانود عزتونو او تیرتاریخی برم اوعزت لرغونۍ منار راپریوت .هوکی ! د ویاړلی اولویې پکتیا سرهسکی مخورمشراو سناتور مامورصیب علی جان صبری مشر زوی ارواښاد میرزمان صبری چی د ورپیښی ناروغی له لامله یی د کابل په یوه روغتون کی ساه ورکړه دهغو په ګوتو شمیر مشرانو بلل کیده چی په پوره باورسره د پورتنی لرغونی متل چی « سل دی ؤمره خو یو دی مه مره !» عینی مصداق بلل کیده
ارواښاد میرزمان صبری په یوه مدنیت پاله او فرهنګی کورنۍ یعنی د قومی مشر او د معارف د ځلانده ستوری مأمور علی جان صبری په کور کی وزیږید . اولسونو به ارواښاد علی جان صبری ځکه مأمور صاحب باله چی د والاحضرت محمد نادرپه واکمنی کی د لوی پکتیا د پوهنی د مأموریت د مأمور په توګه دنده ترسره کوله چی داوسنیو شړیدلو وزارتونو اوریا ستونو په پرتله یی صلاحیت او قدرت زیات ؤ . ویلای شو چی خدای بښلی مامور صاحب علی جان صبری به د یوه فرهنګی قومی زړور او مخور مشر په توګه د اولسونو استازی توب کاوه نو ځکه خو یی هم داولسونو په زړو نو کی ځانګړی ځای خپل کړی ؤ . جرګی مرکی او د اولس د غم او ښادی ټول بار د ارواښاد مأمورصاحب علیجان پر زخمی اوږو پروت ؤ خو کله چی څوکاله پخوا ارواښاد مأمورصاحب له دغه فانی نړی کوچ وکړ نودقومونو مشرانو او مخورو د ارواښاد مأمور صاحب پګړی د هغه د مشر زوی ارواښاد میرزمان صبری پر سر کیښوده
او هغه خدای بښلی به هم د قومونو او اولسونو ستونزی د خپلو پلرونو او نیکونو په ځانګړی توګه د خپل میړنی پلار آرواښاد مأمور صاحب علی جان صبری د عاقلانه قیادت څخه په الهام د جرګواومرکو له لاری حل کـولی د نواندیشی تربیون ټول همکاران په ځانګړی توګه ددغه تربیون مشر په دغه ویر کی ځانونه شامل بولو . د خوست ټولو اولسونو او دهغه خدای بښلی ټولی ویرجنی کورنی ، خواخوږو اوخپلوانو ته د غمرازۍ او ډاډ مراتب وړاندی کوو.