گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د خوست ذهــیــن سټار کلــب پر غنــی منګل کلب دوستانه برې !
د خوست ذهــیــن سټار کلــب   پر غنــی منګل کلب دوستانه برې !

د خوست ذهــیــن سټار کلــب پر غنــی منګل کلب دوستانه برې !

لکه څنګه چی ټولو دخوست میشتو سیمو د ورزش مینه والو ته جوته ده څه موده وړاندی دسخی کاروان په نوم سریز د کرکټ لوبی د نامتو لوب ډلو او ټیمونو ترمینځ  پیل  شو ی چی نن ورځ د کرکټ د  ذهین سټار زلمیو لوبغاړو د غنی منګل کلب ته سخته خو دوستانه ماته ورکړه او په دی توګه د ذهین سټار کلب زلمی لوبډله د سریز فاینل یا وروستی پړاؤ ته ووته .

دغه میچ چی دوستانه خو چلنجی میچ ؤ د لوبی ټاس دذهین سټار زلمیو وګاټه او هغوی په خپله د بیټ پریکړه وکړه او په دی توګه یی د ټاکلیو ۱۹ اورونو کی یی د غنی منګل کلوب ته پوره ۱۶۲ هدف کیښود . دیادولو ده چی ددغه دوستانه لوبی د بیټینګ په برخه کی

۱ : نقیب الله ۳۵

۲ : قدرت  ۲۰

۳ : احسان الله ۲۰

۴ : وهاب ۲۲ AB

۵: اسمعیل عابد ۱۵

۶: واصل سیلاب  ۱۵

۷ : چمن منګل ۲۲

کله چی له دغو وروسته د غنی منګل د کلب  لوبغاړو لوبه پیل کړه نو ټوله لوب ډله یی په ۱۲۵ منډو وسوزیده اودغه دوستانه  لوبه د ذهین سټار شاه زلمو وګټله ددغه لوبی د بالینګ یا توپ وهلو په برخه کی قدرت الله درمان ځدراڼ څلور ویکټی ۲ : وصال سیلاب یوه ویکټه ۳ : وهاب ځدراڼ دوه ویکټی ۴ : عثمان تأثیر یوه ویکټه چی په دی توګه ددغه لوبی غوره لوبغاړی د څلورو ویکټو په آخیستو قدرت درمان ځدراڼ ؤ پیژندل شو . نواندیشی تربیون هم په خپل وار ددغه شانی لوبو په تر سره کولو ټولو دورزش مینه والو په ځانګړی توګه ذهین سټار ډلی او غنی منګل لوب ډلی شاه زلموته چی ددغه بری یا ماتی یوه لویه برخه یی جوړوله د زړه له کومی مبارکی وایی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا