گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دخوست دولسی فرهنګ ځلانده څیرې صالح ګل مظلومانه یاد!
دخوست دولسی فرهنګ ځلانده څیرې صالح ګل مظلومانه یاد!

دخوست دولسی فرهنګ ځلانده څیرې صالح ګل مظلومانه یاد!

که دالیونۍ ؤ که پېرۍ ؤ زما خو سړۍ ؤ !

د نواندیشی یادونه : پوره ډاډه یو چی زموږ ددغه انسانی او انسان او انسانیت ته دخدمت او چوپړ د موخو پا لل او هغه د انسانی او معنوی ژوند بنسټ نومول او په ټولنه کی یی بنسټیز کول د اوسنۍ زمانې دمادی فرهنګ او کلچر سره ډډه نه لګوی او آن تر دی چی پر مادیاتو روږدی خو یی د خپلو کرغیړنو موخوته درسیدو  په لاره  کی تر بل هر څه لوی خنډ بولی . خو ددی سره سره دیادولو وړ او خورا خواشینونکی ده چی ځینی خوست میشته هغه چپی  روڼاندی هم چی په هر دلیل یی دسره استعمار سره د یوی فکری مبارزی داعیه درلوده ځینی یی چی ویلای شو زیاتره د اوسنی خوست فرهنګی برخه جوړوی په دی اووه لسو کالونو کی د هنر او فرهنګ داسی څیری او سټې   چی دظلم او استبداد په وړاندی یی له هم هغه کوچنی والی څخه د مبارزی څړیکه په غوږونو کی وه او له مدنی او ټولنیزو هڅو په کاروان کی له دوی یعنی دافغانستان دخلقی حاکم ګوند  ملاتړ کولو په ډیرویرجن حالت کی له دنیا تللی دی .

او زیاتره خوست میشته فرهنګی او مدنی بنسټونو خو کله هم چی د تیرو اوه لسو کالونو په موده کی دخوست دتاریخی برم دبیا راژوندی کولو په شعار هرڅه ترلاسه کړی دی نو یوازی دخپل ځان او ټبر په فکر کی شوی دی او کله خو یی د ټاکنیزومافیائی کمپائینونوکی  د چارواکو په تشو او غولوؤنکو وعدو هغه لومړیتوبونه  له یاده ویستلی چی د خوست  تاریخی برم او فرهنګی میراث د غوړیدو او سمسورتیا په لاره کی یوازی د انسانی بنسټونو پرموخه پوره کیدای شی  .

د ملی وحدت د حکومت مشر اشرف خان غنی  دخوست هوائی ډګر د پرانیستی نمائیش آلمان ته د جلغوزیو د صادرولو په هیله ترسره کوی خو دخوست له تیر فرهنګی تاریخ څخه خبر ندی !

ارواښاد صالح ګل شاعراوسیاسی فعال یو له دغوکسانو څخه ؤ چی په خواشینۍ سره موږ ټول فرهنګی مخالفین اوهغوی یعنی په خوست کی  د خلق دموکراتیک ګوند فعالان یی په داسی حال کی پریښودوچی هیڅ یوه مودزړه خواله ورسره ونکړای شوه  .خو بیاهم د افغانستان د اوسنی فرهنګ له برکته په خوست کی دکلید رادیو په  مرسته ځوانو او تکړه خبریالانو هریو رحیم ګل نائیل او همدا شان ایوب جان میوند د دغه ولسی مظلومیت کیسه را آخیستی چی له هغوی څخه په زیاته مننه یی دادی د خپل انسانی ، دینی او ملی رسالت په توګه  تر تاسو دررسوو همدا شان دیادولو وړ بولو  او یوځل بیا د لوی خدای ج سره هغه هوډ چی د مخالف انسان او دهغه افکاروته په حرمت قائیل یو له ټولو کیڼو اوښیو همدا شان  دینی  روڼاندو غوښتنه کوو چی هنر او د لوی خدای ج له لوری لوریدلی ارزشونه دخپلو مشرکانه قومی او  قبیلوی  تعصباتو ښکار نکړی . او کم له کمه دخوست دفرهنگی میراث دیوه بنسټ په وسیله پالنه وکړی داسی چی ټولی فرهنګی او هنری څیرۍ چی ددغه هیواد ترټولو غټه شتمنی ده د هر راز ګوندی ، سیاسی او قبیلوی تعلقاتو پورته هنر او فرهنګ ته د درناوی په نیت په مستمره او عادلانه توګه  ونازوی .  دادی ستاسو پام ددغه راپور ځینو مهمو ټکو ته را ګرځوؤ.

نږدی دری لسیزی پخوا چی افغانستان له یوه سیاسی بدلون سره مخامخ شو نو ددغه بدلون پر وړاندی نه خو داوس غوندی رسانۍ فعالی وی او نه هم دبیان آزادی وه . چی منفی خواوی یی په ګوته شی . ولی د هغه وخت یو مبارز شاعر او سندر غاړی صالح ګل ؤ چی په واکمن نظام کی شته نیمګړتیاوی یی نه یوازی په ګوته کړی بلکه ددغه نظام دبریا په جشنونو کی یی د ستیژ له لاری د خلکو تر غوږونو ورسولی …….صالح شاعر هغه نوم ؤ او دای چی دخوست وړو او زړواوریدلۍ  نږدی هر کس دده څیره لیدلی وه له ده سره د هر ورسره مخامخ کیدونکی کس هیله داوه چی ورسره خبری وکړی د زړه په رازونو یی وغږوی او خپل نوی شعرونه تری واخلی . صالح شاعر دخوست د ولسی هنر یوه پیاوړی څیره وه نوموړی سندر غاړې هم ؤ . صالح شاعر دیوه سیاسی او ملی مبارز په توګه پاته شوی ؤ . چی د وخت حالاتو یی روان  ته هم زیان آړولی ؤ . ولسی شاعر صالح د سندرو په مهال یوازی ساعتیری نه کوله بلکه خپله سیاسی مفکوره یی له نورو افغانانو سره شریکوله . نوموړی له بیلا بیلو رسنیو سره د خپل ژوند کړه وړه ، تیر شوی حالات او پری تیری شوی سختۍ بیان کړی دی . موږ ( دکلید رادیو ) د نوموړی وروستې مرکه پیدا کړی ده او نوموړی په دی مرکه کی وایی چی د لومړی ټولګی زده کوؤنکې ؤ چی د ښوونځی په انګړ کی یی د ځینو ناوړه فعالیتونو په اړه یی د شعر په ژبه څه ولیکل .

” زه اول صنف مکتب کی وم اوه کلن وم بیا دا مکتب کی لږی لوچکۍ وی ګوره چی تر اوسه پوری هم جریان لری . بیا په هغه وخت کی دا لوچکۍ می چی ولیدی نو داشعر می ذهن ته راغی : مکتب کی لوچکون دی ، چی مکتب نه سره بیدیا شی ، چی خدای یی شرموی نو بس خطونه پسی شورا شی . !!خطونه یی آچولی ؤ تاسو پوهیږی کنه دا بچه بازۍ او زنکه بازۍ خونریزۍ پیښوی . زه له وړوکوالی پوهیدم چی دا له سیاست سره خیانت دی . زه داسی شاعر وم چی څه به می ولیدل نو کټ مټ به می هغه بیانول …..داچی خدای بښلی یو مشهورمبارز شاعر ؤ نو د مختلفو حکومتونو په وخت کی زندانونه هم تیرکړی دی او په دی مرکه کی وائی چی یو نیم کال می په خوست کی ، بیا په دهمزنګ کی می دوه دوه نیم کاله تیرکړل له هغی چی بیا راخلاص شوم په پاکستان کی یی بیا ونیوم د سید احمد ګیلانی سره زه بندی وم څوګ یی آفندی آغا بولی اصلی نوم یی سید احمد ګیلانی دی . زه دسید احمد ګیلانی سره په بډه بیره کی چی د شپږ اوه اته زرو هم ډیر بندیان ؤ روسان هم پکی ؤ چی زما سره هم په یوه کوټه کی روسان بندیان ؤ

. ……خدای بښلی ته چی په  ذهنی ناروغی آخته ؤ که څه هم دګټی وټی نه ؤ خو د خلکو سره په مخامخ کیدو به یی خوراکی توکی او څه نا څه نغدی پیسی ترلاسه کولی . دنوموړی له مړینی وروسته دده دکور سرپرسته دده میرمن ده میرمن یی دکلید سره دمرکی پرمهال وویل دشپی روغ رمټ ؤ خو دسهار له کوټی په خپله راونه ؤت ……هغه دکور د سکون او ډاډ ستن وه کله چی هغه ؤمړ نو لکه آسمان چی زما پر سر را پریوتی وی . هغه زموږ سره ډیرښه او د مینی  چلند کاوه …..

هغه که لیونۍ ؤ که پېرۍ ؤ زما خو سړۍ ؤ !

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا