گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دښوونکو فریادته لږغوږشی!
دښوونکو فریادته لږغوږشی!

دښوونکو فریادته لږغوږشی!

ښوونکی تر بل هر چا د خپلو زده کوونکو په راتلونکی، د زده کوونکو په غم درد او خوښۍ ډېر ښه پوهیږی، ښوونکی د پلار او ورور په څېر د هر زده کوونکی راتلونکی ته زیات خوشبین وی او د زه کوونکو ښه راتلونکی لپاره له زړه خواری کوی.ښوونکی د زده کوونکو په خفګان خفه کیږی، په درد یې دردیږی او په خوښۍ یې خوښیږی.په ځانګړی توګه  زه خپله په دې روان حالت ډېر ځورېږم.د زده کوونکو او والدینو اندیښنه یې پر ځای ده.

تعلیم د ټولې نړۍ اساسی رکن او ضرورت دی، په همدې اساس ټول دولتونه او خاصتاً اړوند مسؤلین په دې برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې، د ښوونکو او زده کوونکو لپاره امکانات برابروی.خو دلته خبره بربل شانی  ده ، ښوونکی دا یوه او یوه نیمه لسیزه کیږی چې ورسره د شویو ژمنو د پلی کیدوغوښتنه کوی، د دوی د حقه حقوقو د نه ورکړې تر څنګ ورسره نورې ګڼې بې انصافی هم موجودی دی چې دغه حالت  ښوونکی سخت او ځورونکی کاری اعتصاب ته مجبور کړل.دا کاری اعتصاب چې څومره ځنډیږی او زده کوونکی مو له زده کړو مخروم پاتې کیږی، مسؤل یې په یاده برخه کې د شخصی ګټو او مفادو په خاطر خنډ جوړونکی او د دې اړوند چارواکی دی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا