گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دخپلواکۍ اتل غازی امان الله خان دفکـردبیـاراژونـــدی کولـواړتیأ !
دخپلواکۍ اتل غازی امان الله خان   دفکـردبیـاراژونـــدی کولـواړتیأ !

دخپلواکۍ اتل غازی امان الله خان دفکـردبیـاراژونـــدی کولـواړتیأ !

دنواندیشی اندیښنه :   داچی دلرغونی خوست یوه نوښتګرځوان او مدنی فعال ښاغلی سپین روان نورزی دده په قول «  د امانی فکر د خورولو لپاره عملی کار باید پیل کړی، که چېرې دوی دا لاندې ټکی په نظر کې ونیسی او په دې کار وکړی، فکر کوم چې د امانی فکر د رڼا څخه به نه یوازې د خوست خلک بلکې ټول هېوادوال مستفید شی او د شاه امان الله خان دورې پیل شوی ناتکمیل اصلاحات به په دغه پېړۍ کې تکمیل شی.» دښاغلی سپین روان نورزی صاحب دغه وړاندیز چی د تکړه شاعر او لیکوال زاهد شاه انګار په مرسته دهیواد د ټولو آزادی غوښتونکو د فریاد دهنداره نواندیشی  کی هم خپور شوی دی نوځکه خو موږ هم ؤغوښتل چی د محترم سپین روان نورزی صاحب پر لیکنه نواندیشی هم څه ورزیات کړی.لومړی خوداچی د روان صاحب په اوږده طومارډوله وړاندیز پاڼه کی د غازی امان الله خان د مهال د ارزشونود  د بیا رغولو او راژوندی کولو په لومړی سرکی ګورو چی :

۱په مکتبونو او پوهنتونو کې د لیکچرونو وړاندې کول.

۲- د غږیزواو تصویری رسنیو له لارې د بحثونو اوخپرونو جوړول اوخپرول.

۳- د کتابونو د چاپ له لارې.

۴- په بېلا بېلو سایتونواوټولنیزو شبکوکې د مقالو د خپرولو له لارې.

۵- د امانی فکر د ترویج په موخه د یوې علمی څېړنیزې مجلې پیل او دوامداره چاپول.

۶ د امانی فکرد روانو فعالیتونو د انعکاس لپاره د یوې اونیزې پیل اودوامداره چاپول.

۷- د امانی فکر د پېژندنې لپاره د علمی او تحقیقی سیمینارونو جوړول.

۸- د امانی فکر د خورولو لپاره د یوې راډیویی شبکې تاسیس.

۹- په مرکز، ولسوالیو او لویو لارو کې په لویو بېلبورډونو د امان الله خان عکس او په ده پورې د اړونده مقولو چاپول او نصبول.

۱۰- په ملی ارشیف کې د امان الله خان د خوندی ویناوو له سره لیکل، چاپول او غږیز کول.

۱۱- د امان الله خان په ژوند او افکارو باندی ډاکومینټریو جوړول…….او داسی نور ورته وړاندیزونه ټول پر یواړخیز او ددغه مفاهیمو او ارزشونو د ڼه پیژندګلوۍ په څیر بیان شوی دی او لوستونکی ته داسی انتباه ورکول کیږی چی ګنی زموږ ټولنه هم لکه د غازی امان الله دوخت په څیر له ستونزو ، ملاتړو ، احساس ، ملی غرور ، روادارۍ ، د نوروسره پر خواخوږۍ ولاړه ده او آیا په رښتیاه نه یوازی هغوی چی  په نالیدلی توګه او دیوه خوب په څیرځانونه  د غازی امان الله  ملاتړی بولی بلکه  زموږ دټولنی سرغندویه سیاسی او حاکم  ځواک  د اتل غازی امان الله پر لاره روان دی ؟  اوکه نه زموږ هیواد افغانستان یوځل بیا دهم هغه ښکیلاک په خونړیو خو پیچلیو  پنجو کی لویدلۍ دی چی باید لومړی په ډیره عاقلانه او علمی  بڼه د اوسنی ښکیلاک څرنګوالۍ او آغیزی ؤپیژنو او وروسته یی  د خپلواکی دلاری داتل غازی امان الله  په ګډون له ستر احمدشاه بابا رانیولی تر اوسه د ددغه تاریخی هیواد  ټولو اتلانو او غازیانو دژوندانه  په هنداره کی وګورو او پری قضاوت وکړو. چی څنګه به وکولای شو په اوسنی  نړۍ کی  یوځل بیا زموږ دلرغونی هیواد له  برمه ډک تاریخ راژوندی کړو . دغه سترهدف ته رسیدل هغه مهال ممکن دی چی زموږ د مورنی هیواد بچیان د خپل مورنی کور د بیا رغولو په لاره له هرډول مذهبی ، قومی ، نژادی ، ژبنی او نورو  راز ، راز سیاسی جوړښتونو ته چی د یوی فتنی په توګه دهیواد دښمنانو دخپلو موخو او غرضونو د پوره کیدو په موخه  را مینځ ته کړی دی ورشا اود هیواد  تیرتاریخ له تعصب څخه په پاکو سترګو مطالعه کړی .که ټول  هغه څه او دلاری نقشه  چی ؤلس ورته رابولی  یوازی د زنده باد او مرده باد د مادی  هدفمندانه شعارونو په توګه پورته شی   او د هغوی  په ژوند او وجود کی یی هیڅ شانی بیلګی ونه لیدلای شی نو بی له شکه چی یوازی د زنده باد اومرده باد د چیغو رنګ یی

آخیستی او په واقعی معنا د اتلانو او ملی قهرمانانو له داصلی لاری څخه زیات واټن لری . نو باید ټول روڼاندی او مدنی فعالان چی د ټولنی پردسترخوان د مالګی حیثیت لری تیر له برم او ویاړه  ډک  تاریخ ته د رسیدو په لاره کی  تاریخی سالمه او رغنده کره کتنه وکړی او دخپلواکۍ د  اتل امان الله خان غازی او نورو قهرمانانو په ګډون د هغوی  کړه وړه ،  ټولنیز خدمتونه او کارنامی  دیوه جائز الخطأ مخلوق په توګه تر څیړنی لاندی ونیسی . یعنی داچه دوی به دژوند په اوږدو کی هرومرو اشتباه ترسره کوی چی دا ډول د پیژندګلوۍ بنسټیزه معادله ددی سبب کیږی چی د جنایتکار او مقصر ترمینځ توپیر هم په ګوته شی . خو د تاریخ په اوږدو کی اصلی ستونزه داده چی خوار ملتونه تل د نړیوال  استعمار له لوری  دغه ټکی اوفلسفی  فورمول ته په نه پاملرنه د ځینو وطنی شبه  روڼاندو د زنده باد او مرده باد په چیغو لوټل شوی دی . او بی له دی چی له خپل تیر تاریخ څخه اطلاع ولری د لویو ښکیلاک ګروهیوادونود ګټو په اقتضأ ورته قهرمانان او« مارشالان!!» جوړیږی !! اوتردی چی د واک په ګدۍ کینول شوی مشران خپله شجره  له دغوملی قهرما نانو سره په مصنوعی او مافیائی داسی  تارونو تړی چی هیڅکله هم د غازی امان الله خان  په څیرله اتلانو سره عقیدتی تړاؤ نه لری یوازی د استعمار ګټی او دملتونو بده او توره ورځ ددوی د لاری همسأ جوړوی .

___________________

دخوست ځینې دوستان په دې نیت دی چې دامانی فکرد خورولو لپاره عملی کارپیل کړی، که چېرې دوی دالاندې ټکی په نظرکې ونیسی اوپه دې کاروکړی،فکر کوم چې دامانی فکردرڼا څخه به نه یوازې دخوست خلک بلکې ټول هېوادوال مستفید شی اودشاه امان الله خان دورې پیل شوی ناتکمیل اصلاحات به په دغه پېړۍ کې تکمیل شی.

خلک دامان الله خان د افکارواواصلاحی برناموڅخه خبرول د دې کارلپاره لاندې لارې چارې ضروردی:

۱- په مکتبونو او پوهنتونو کې د لیکچرونو وړاندې کول.

۲- د غږیزو او تصویری رسنیو له لارې د بحثونو او خپرونو جوړول او خپرول.

۳- د کتابونو د چاپ له لارې.

۴- په بېلا بېلو سایتونو او ټولنیزو شبکو کې د مقالو د خپرولو له لارې.

۵- د امانی فکر د ترویج په موخه د یوې علمی څېړنیزې مجلې پیل او دوامداره چاپول.

۶- د امانی فکر د روانو فعالیتونو د انعکاس لپاره د یوې اونیزې پیل او دوامداره چاپول.

۷- د امانی فکر د پېژندنې لپاره د علمی او تحقیقی سیمینارونو جوړول.

۸- د امانی فکر د خورولو لپاره د یوې راډیویی شبکې تاسیس.

۹- په مرکز، ولسوالیو او لویو لارو کې په لویو بېلبورډونو د امان الله خان عکس او په ده پورې د اړونده مقولو چاپول او نصبول.

۱۰- په ملی ارشیف کې د امان الله خان د خوندی ویناوو له سره لیکل، چاپول او غږیز کول.

۱۱- د امان الله خان په ژوند او افکارو باندی ډاکومینټریو جوړول.

۱۲- په خوست ولایت کې د امان الله خان په نوم د تعلیمی موسسو، علمی مرکزونو، واټونو او څلور لارو نومول.

۱۳- په خوست کې د امان الله خان په نوم د یوه دنګ منار جوړول.۱۴-په خاریجی منابعو کې دامان الله خان په اړه د بېلا بېلومقالو،خبرونواونظریاتو راټولول، ژباړل اوچاپول.

۱۵- دامان الله خان نظامنامې یادهېواد د لومړنی اساسی قانون لیکل، تفسیرول اوچاپول.

۱۶- د امان الله خان فکر او اصلاحاتو ته د هنر په ځولۍ کې ( شعر، موسیقی، تیاتر، فلم، مناتورۍ، نقاشۍ او..) خلکو ته وړاندې کول.

۱۷- د امان الله خان په عمومی رهبرۍ د ټل غزا په اړه هر اړخیز تحقیق او د کتاب په بڼه چاپول.

۱۸– په خوست کې د غازی امان الله خان په نوم د یوه لوی جامع کتابتون اعمار او فعالول.

د تکړه شاعر او لیکوال  محترم زاهد شاه انګار څخه په مننه  او درناوی چی هغه په زیار او هڅو  دغه ښائیسته لیکنه  د نواندیشی پر مخ هم ښکاره شوه!

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا