گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د واقیعـــتونـــو لــه خورجینـــه !
د واقیعـــتونـــو لــه خورجینـــه !

د واقیعـــتونـــو لــه خورجینـــه !

طالبان چی ځانونه داسلام ټیکه داران بولی وائی چی د اسلام د مبارک دین داحیأ په خاطر  جهاد کوو خو بیا دهمدی جهاد په نوم  بمونه پۀ جوماتونو کې الوزوی، ځکه چې دلته خلک د لمانځه لپاره رایو ځای کیږی او پکې ډیر خلک وژل کیږی.

امریکایان وایی: ماشومانو ته مو درې څاڅکی د پولیو واکسین ورکړئ، تر څو مو ماشومان له فلج څخه وژغورل شی! خوبیا د همدې امریکائی جنرالانو  په امر په یمن او فلسطین کې هره ورځ په لسهاو بې ګناه ښځې او ماشومان وژل کیږی هیڅ پروا نلری…!

یو وخت حکمتیارصاحب فرمائلی ؤ تر هغه به جهاد ته ادامه ورکوم، تر څو چې یو خارجی عسکر هم په افغانستان کیږې پاتې وی خو کله یی چې له حکومت سره  سوله یې وکړه او کابل ته راغی، هغه تللی امریکایی عسکر هم بیرته راغلل.

وایی به چی  الله پاک دې د پردی حق د خوړلوتوفیق نۀ راکوی!!! خو د خپلې خور او لور د میراث د ورکولو څخه منکر دی، زامن او وروڼه یې سره ویشی!په مستحبو ځان بزرګ جوړول غواړی خو لۀ فرضو څخه منکر دی، ځکه علم پۀ ښځه او نر دواړو یو شان فرض دی؛ خو پۀ زوی تعلیم کوی چې فرض پر ځای کړی، په لور او خور تعلیم جرم بولی…!پښتون دومره غیرتی دی چې پۀ معمولی خبره هم سړی وژنی، خو بیا پۀ روغه کې معصومه لوراو خور ورکوی چې ټول ژوند یې لکه په جهنم کې تیر شی.

اشرف غنی  چه ځان سر قوماندان  بولی فرماېی : ښځه مې یا خاوری بی بی ګل افغان  ښځو ته اسلام ورښائی خو بی بی ګل په خپله مبارکه خوله  فرمائی : زه خو تراوسه مسلمانه نه یم!

کۀ د دولت له ورکوټی مامور څخه هم پوښته وکړې،چی مامورصاب ستا  تنخواه مبارکه  څومره ده؟ مامور صاحب  په خپل مبارک مخ  لاس را کش کړی وایی د خدای(ج) لویه مهربانی ده، چې پۀ ما یې کړېده،اته زره افغانی مې تنخوا ه ده خو الله مهربان دی د نوری ګټی وټی  سره ….اتیاؤ ته رسیږی . الله (ج) مهربان دی!

د جهاد پۀ وخت کې مجاهدینو د افغانستان مشهور سندرغاړی  خان قره باغی پۀ دې تور وواژه چی سندرې وایی خو اوس د مولوی فرزند مبارک لۀ مشهورې سندرغاړی  نغمې ښاپیری سره واده کوی او  منګل صیب شلیدلی ټټر ښیرې ور پسې باسی .

د خلقیانو رهبر نور محمد ترکی به ویل: د خدای (ج) په شتون د قیامت په راتلو او د محمد(ص) په رسالت چې څوک عقیده لری مطلق جاهل دی.

خواوس یی  پلویان حج یا بیت الله شریف ته پر ورتلو ویاړی او که کوم څوګ یی له  حاجی صاحب او یا هم الحاج څخه په ټیټ نوم یاد کړی نو له خفګانه یی شونډی وچی شی . او بیا دی نو ځان د پانی پت جګړی ته تیار کړی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا