نـه دکــور شــپــې چـا په ګور دی تـېرې کړی؟
نـه دګــور شــپــې چـا په کور دی تـېرې کړی؟
د نــصــیــب قـسـمـت خــبـره ده، دوسـتانو!!!
دا تـــقـــدیــر د هــر ژونــدی وی، د هــر مـړی
چې راحت شی؟ بیا څوک چاپـسې مـه ژاړئ!
ټــول اعــمــال یې، د خپل ځان سره وی وړی
الــهــی قــانـــون چــلــیــږی؛ نــه بــدلـــیــږی
یــو ځــل خــامــخــا مــړه کـیږی، ټـول وګړی
ژونـد دلــوی الله(ج)لـخــوا، قـرضـه ډالۍ ده
ټـــول ژونــــدی یــې، پــر اداء دی پـــوروړی