گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د لټکو،لړمــانو فــرق به څــه وی؟
د لټکو،لړمــانو فــرق به څــه وی؟

د لټکو،لړمــانو فــرق به څــه وی؟

دنواندیشی یادونه : لکه  چی ټولو د نواندیشی خواخوږو ته دا حقیقت دلمر په څیر څرګند  دی چی نواندیشی د هیواد د هغو خوارو او مظلومو پرګنو د فریاد اونیمه خواه  آوازمنبر دی چی نه شی کولای اوسنی د کلی په څیرکوچنی نړۍ کی اوسیدونکو بنیادمو غوږونو ته هم دخپلی خوښی فریاد او آواز ور ورسوی. کیدای شی دا زموږ د ټولنی  دهغه متحجرانه او تمامیت خواه  فرهنګ زیږنده وی چی زموږ د لرغونی تاریخ په ځانګړی توګه دافغانستان پر مدنیت یی له ډیره وخته را پدی خوا  د مخالف فکر د نه منلو او نه زغم  سیوری غوړولی دی 

له بده مرغه کله چی په بشری ټولنو کی دا ډول چلند او راشه درشه د روشنفکرانو او درسخوانو  کړیو دلاری پر نقشه بدله شی بیانو هرو مرو په دیوه عظیم اوسرلوړی ملت اوقوم د انهدام او تباهۍ سبب جوړیدای شی .  نوځکه خو موږ ګورو چی زموږ د هیواد  ګلالی او لرغونی مدنیت  جنازه  د نړی ترټولو لوی ښکیلاک ګر ځواک د پردی پالو بړیڅو پراوږو ایښی او د تاریخ په لویه هدیره کی د ښخولو مراسم نیسی . خو بیاهم ددغه لرغونی او غیرتی قوم په مینځ کی داسی ګمنامه او بی طمعی بچیان روزل شوی دی چی خپل ټول ژوند یی دوطن د مور په مینه کی د لوړ همت احساس ژوندی ساتلی اولاتراوسه  هم ددغه وطنی جذباتو د غوټې کیدو په هیله ځوان کهول  د شعر اوهنر په ژبه راویښوی . چی دادی دګران هیواد افغانستان  له همدغو فرهنګی او سیاسی ګمنامه څیرو له ډلی یوهم استاد ګل شاه میر دی چی په دی توګه یی د شعر په ژبه

د فرق به څه وی؟  تر عنوان لاندی د خپل زړه بړاس را ایستلۍ دی او دادی د هیواد په ځانګړی توګه د خوست د میړنی اولس  په خاورو کی پټ دغه لعل ته له لویه خدایه د لابریالیتوبونو غوښتنه کوؤ . دنواندیشی تربیون هم دغه د ګران او په هیواد مین استاد ګل شاه میرخان څخه په زیاته مننه دغه شعر ترتاسو دررسوی .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

فرق به څه وی؟ ……………

انسانان،ٌ که د ملعون شیطان په خــــــوله وی

انسانانو، شیطانانو فــــــــــرق به څـــــه وی؟

چې دوستۍ کې دښمنی د چـــــــــا شعار وی

د پردیو او خپلوانو فــــــــرق به څـــــــه وی؟

چې داړونکی، څېروونکی حیـــــــــوانات وی

د دې سپیو او لیوانو فـــــرق به څــــــه وی؟

څوګ چیچل کوی څوګ نېش وهی پردی وی

د لټکو، لړمــــــــانو فــــــــرق به څـــــــه وی؟

د معدن واک شو د دوی ،وطن یې چــــور کړ

د پیریانو او دېوانو فـــــــرق به څـــــــه وی؟

بـــــــــــــې ګناه افغانان مـــــــــری په بمباریو

امریکا او یهودیانو فــــــــرق به څــــــــه وی؟

عالمان چـــــــې د پردیو نوکــــــــران شـــــــی

د جـــــــــاهلو، عالمانو فــــــرق به څـــــه وی؟

که ملت مو د غفلــــــت په خــــــوب ویده وی

نو د مړو او ژوندیانو فـــــــــــرق به څـــه وی؟

چې هیواد مې را ته ړنګې کنډوالــــې کــــــړی

پنجابیانو، د روســانو فــــــــرق به څـــــه وی؟

چې د ګران افغانستــــــان، افغان دښـــــمن وی

د کافــــــــــــرو، مســـــــلمانو فـرق به څه وی؟

چې په خپل وطن کې ژوند را باندې تریخ کړی

د دښمنو او دوستـــــانو فــــــرق به څـــــه وی؟

که خپل کــور کې واک و نه لــــــرم غـــــــلا وم

د آزادو، غــــــــلامــــــانو فــــرق به څــــــه وی؟

خپلواکی د ګران وطن چـــــــې را نه اخلــــــــی

میلمانو او غاصــــبانو فــــــــرق به څـــــــه وی؟

چې کشران او مشران دواړه خاینان شــــــــــــی

د کــــشرانو او مشـــــــرانو فـــــــرق به څه وی؟

که په خپل وطـــن ځانونه قـــــــربان نه کــــــړو

د جـــــــټانو، افغانانو فــــــرق به څــــــــــه وی؟

نه کوم نر، نه داسې سر وی، چې را جګ شـــــی

نو د ښځـــــــــــو او نــــــــــرانو فــــــرق به وی؟

که زمــــــــری د ګــــــــیدړانو نه ډاریــــــــــــږی

د ګیدړو، د زمــــــریانو فـــــــرق به څـــــه وی؟

که (معلم) د مسؤلیت احساس ونه کـــــــــړی

د پوهانو، ناپـــــــوهــــــــــانو فـــــــــرق به وی؟

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا