گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د لومړنیو پایلو د اعلان وروسته دشکایاتو له کمیسیون څخه دحرکت انقلاب اسلامی افغانستان غوښتنه !
د لومړنیو پایلو د اعلان وروسته دشکایاتو له کمیسیون څخه دحرکت انقلاب اسلامی افغانستان غوښتنه !

د لومړنیو پایلو د اعلان وروسته دشکایاتو له کمیسیون څخه دحرکت انقلاب اسلامی افغانستان غوښتنه !

خوښ یو چې له ډیر ځنډ او جنجال څخه وروسته د مجبور او مظلوم ملت حوصلې، زغم، زحمتونو او متین عزم رنګ راوړ او د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو لمړنئ پایلې اعلان کړی.حرکت انقلاب اسلامی مردم افغانستان د ولسمشرئ د تاکنو د پایلو د اعلان په تړاو او په هیواد کې د ولسواکئ په پیاوړتیا او د قانون په پلئ کیدو کې اوسنى ځنډ هم غیر موجه او غیر مدلل ګڼی، خو دا چې اوس هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون وکړاى شول چې د لمړنیو پایلو اعلان وکړی، مستحسن ګام او د ولسواکئ پر لوری یې یو نیکمرغه پرمختګ ګڼی.

د تاکنیزو شکایتونو له خپلواک کمیسیون څخه په کلکه غواړو چې د قانون په پلئ کولو کې له هر ډول تخطی تخلف او بیځایه مصلحتونو په نظر کې نیولو څخه ډډه وکړی. د خپلو دندو د ترسره کولو په تړاو خپلواکه چلن وکړی او د بیچاره ولس د لازیات منتظر پاتې کیدو لامل وګرزی.د ولسمشرئ د تاکنو له نوماندانو څخه په خورا درنښت غواړو چې اړونده اورګانونه پریږدی ترڅو خپلې قانونی دندې سرته ورسوی.

ګټونکئ بریا یوه ستر ملی امانت وګڼی. رب الجلیل ته د دعا لاسونه پورته کړی چې راتلونکئ حکومت په واقعی توګه د ولس د هیلو د تحقق او ارمانونو ممثل واوسی. له بایلونکو ټیمونو څخه د زغم، حوصلې، تحمل او شکیبایی غوښتنه کوو، د هیواد د سمسورتیا په موخه ورته د مثبت رول لوبولو او په حکومتی کړنو باندې د پیاوړی څار توفیق غواړو . هیله مو داده چې په ولسواکی کې ګټل اوبایلل دسیاسی لوبې برخه وګڼی اوپه هیواد کې دنه منلوروان دود ته دپاى ټکئ کیږدی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا