گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دملګروملتونوپریکړه اوطالبان !
دملګروملتونوپریکړه اوطالبان !

دملګروملتونوپریکړه اوطالبان !

لکه څرنګه چی خبر یاست دروانی میلادی میاشتی په ۳۰مه د ملګروملتونودامنیت شوری په عمومی غونډه کی دجاپان او متحده عربی اماراتولخوادبرابرشوی راپورکی چی دترکی دیپلومات ښاغلی فریدون سینرلی اوغلوداطلاعاتواولیدنو کتنو پربنسټ برابراودامنیت شوراغونډی ته وړاندی شوی اوپه غوڅ اکثریت سره تصویب شوی ؤدهغی په وړاندی یی غبرګون وښود

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له دې ناخوښي څرګندوي چې د م.م. امنیت شورا د دایمي غړو ترمنځ د نظر اختلاف سره سره ۲۷۲۱ شمېره پرېکړه‌لیک تصویب شو، چې له مخې يې د م.م. له سرمنشي څخه غوښتنه شوې چې افغانستان لپاره بل ځانګړی استازی وټاکي. د یادولو ده، چې امنیت شورا د دوو دایمي غړو له خوا د ځانګړي همغږي کوونکي د ارزونې په تړاو د لا زیات وخت، بحث او وضاحت غوښتنې سره سره او د افغانستان حکومت سره له مشورې پرته یاد پرېکړه‌لیک تصویب کړ. د افغانستان حکومت یو ځل بیا تکراروي چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي ماموريت (یوناما) په فعال موجوديت کې د افغانستان لپاره د یوه بل اضافي ځانګړي استازي ګومارنه یوه غیر ضروري چاره ګڼل کېږي، ځکه چې ځمکني واقعیتونه ښيي چې افغانستان په شخړه کې ښکېل هېواد نه دی او اوسمهال پکې داسې یو مرکزي حکومت واکمن دی چې د هيواد ګټې ساتلی او مکلفیتونه ترسره کولای شي او دا وړتيا لري چې د دوو اړخیزو او څو اړخيزو میکانیزمونو له لارې مسایل مدیریت کړي. د يادولو ده چې ځانګړو استازو د افغانستان او نړۍ په نژدې تاریخ کې نه یوازې دا چې کومه شخړه نه ده اواره کړې، بلکې د پرديو نسخو د تحمیل له لارې يې وضعیت لا کړکېچن کړی دی. په داسې حال کې چې موږ د م.م. له خوا له افغانستان سره د لا پیاوړې او پراخې ښکیلتیا د ټولو مثبتو هڅو هرکلی کوو، زمونږ کړنلاره به په نهایت کې د افغانستان د خلکو نه بدلیدونکي دیني عقایدو، کلتوري ارزښتونو او ملي ګټو پر بنسټ ولاړه وي د امنيت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه ‌لیک په اړه د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له دې ناخوښي څرګندوي چې د م.م. امنیت شورا د دایمي غړو ترمنځ د نظر اختلاف سره سره ۲۷۲۱ شمېره پرېکړه‌لیک تصویب شو، چې له مخې يې د م.م. له سرمنشي څخه غوښتنه شوې چې افغانستان لپاره بل ځانګړی استازی وټاکي. د یادولو ده، چې امنیت شورا د دوو دایمي غړو له خوا د ځانګړي همغږي کوونکي د ارزونې په تړاو د لا زیات وخت، بحث او وضاحت غوښتنې سره سره او د افغانستان حکومت سره له مشورې پرته یاد پرېکړه‌لیک تصویب کړ.د افغانستان حکومت یو ځل بیا تکراروي چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي ماموريت (یوناما) په فعال موجوديت کې د افغانستان لپاره د یوه بل اضافي ځانګړي استازي ګومارنه یوه غیر ضروري چاره ګڼل کېږي، ځکه چې ځمکني واقعیتونه ښيي چې افغانستان په شخړه کې ښکېل هېواد نه دی او اوسمهال پکې داسې یو مرکزي حکومت واکمن دی چې د هيواد ګټې ساتلی او مکلفیتونه ترسره کولای شي او دا وړتيا لري چې د دوو اړخیزو او څو اړخيزو میکانیزمونو له لارې مسایل مدیریت کړي. د يادولو ده چې ځانګړو استازو د افغانستان او نړۍ په نژدې تاریخ کې نه یوازې دا چې کومه شخړه نه ده اواره کړې، بلکې د پرديونسخو د تحمیل له لارې يې وضعیت لا کړکېچن کړی دی. په داسې حال کې چې موږ د م.م. له خوا له افغانستان سره د لا پیاوړې او پراخې ښکیلتیا د ټولومثبتوهڅو هرکلی کوو، زمونږ کړنلاره به په نهایت کې د افغانستان د خلکو نه بدلیدونکي دیني عقایدو، کلتوري ارزښتونو اوملي ګټو پر بنسټ ولاړه وي. په دې اساس، د ملګرو ملتونو له سازمان څخه غوښتنه لرو چې د افغانستان اړوند هر ډول پریکړو کي موجود واقعیتونه په نظر کې ولري او پریکړې یې د کوم لوري تر اغیز لاندي رانشي.

که څه هم طالبانو ددغه غبرګون کی هغه څه ته اشاره کړی چی طالبانو ته د اهمیت وړ ټکی بللی شی . هغه داچی څنګه به وکولای شی ټول هغه په اونۍ کی میلیونونه ډالری چی د امریکا د متحده ایالاتو لخوا په نا شفافه توګه تر لاسه کوی  دوام پیداکړی داسی چی پورتنی اعلامیی په اصلی برخه کی داسی لولو « د افغانستان حکومت یو ځل بیا تکراروي چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي ماموريت (یوناما) په فعال موجوديت کې د افغانستان لپاره د یوه بل اضافي ځانګړي استازي ګومارنه یوه غیر ضروري چاره ګڼل کېږي، ځکه چې ځمکني واقعیتونه ښيي چې افغانستان په شخړه کې ښکېل هېواد نه دی او اوسمهال پکې داسې یو مرکزي حکومت واکمن دی چې د هيواد ګټې ساتلی او مکلفیتونه ترسره کولای شي او دا وړتيا لري چې د دوو اړخیزو او څو اړخيزو میکانیزمونو له لارې مسایل مدیریت کړي. د يادولو ده چې ځانګړو استازو د افغانستان او نړۍ په نژدې تاریخ کې نه یوازې دا چې کومه شخړه نه ده اواره کړې، بلکې د پرديونسخو د تحمیل له لارې يې وضعیت لا کړکېچن کړی دی.» طالبان غواړی په دی توګه به وکولای شی په  افغانستان کی د یوه مرکزی قوی حکومت ترنامه لاندی چی ګنی له بل هر وخت مو زیات  امنیت را مینځ ته کړی دی نو ځکه موږ تربل هرځواک چی په افغانستان کی د واک او ډالرو د راټولولو مستحق یو . چی ددوی په ګمان د ملګرو ملتونو د استازی ټاکل چی د ددغه ټولنی په پریکړه لیک کی دداسی استازی ټاکل تر ټولو مهمه دنده بلل شوی ده طالبانو د خپلو موخو په لارکی لوی خنډ بولی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا