گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د ملګروملتونوعــمومـــی اسمبلۍ طالبان په سختو ټکــو وګواښل !
د ملګروملتونوعــمومـــی اسمبلۍ  طالبان په سختو ټکــو وګواښل !

د ملګروملتونوعــمومـــی اسمبلۍ طالبان په سختو ټکــو وګواښل !

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۷مه غونډه کې د دې اسمبلۍ مجاری الاصله دیپلومات  چبا کوراشي (Csaba Kőrösi) ګډونوالو ته خپله وینا کې وویل، افغانستان په “ګڼو کړکېچونو کې ښکېل دی.” هغه زیاته کړه، “له ۱۵ میاشتو راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، اقتصادي حالت په خرابېدو دی، بشري وضعیت د ناورین تر کچې رسېدلی، د دغه هېواد له درې دوه برخې وګړي په لوږه کې دي، نجونې او مېرمنې د زدکړو له حقه محرومې کړای شوې دي. نوموړي وويل، “د طالبانو د ناڅاپي فرمانونو په بنسټ د نجونو د زده کړې امکان ناڅرګند پاتې شوی دی.

په کم عمر کې د نجونو ودول او د هغو ښځو او نجونو بندي کول، چې له نارینه محرم پرته له کوره بهر وځي. زه یو ځل بیا د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو او آزادیو د ساتنې غوښتنه کوم.” د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د ۱۱۶ رایو په اساس د طالبانو په اړه یو پرېکړه لیک هم تصویب شو. هېڅ یو هېواد دغه پرېکړه لیک ته مخالفه رایه ورنکړه خو د روسیې، چین او پاکستان په ګډون لسو هېوادونو ممتنع رایه ورکړه. دا پرېکړه لیک قانونا الزامي نه دی، خو له اخلاقي پلوه مهم بلل کېږي.په ملګرو ملتونو کې د جرمني استازې انتیه لندرتسي د دغه پرېکړه لیک متن ولوست او ویې ویل چې دا پرېکړه لیک طالبانو ته ښکاره پیغام لري او هغه دا چې د دغو اقداماتو له ترسره کېدو پرته د دغې ډلې د حکومت د رسمیت پېژندنې په لوري به ګامونه نه اخیستل کېږي.طالبانو تردی دمه د ملگرو ملتونو د گواښ په هکله هيڅ شانی تبصره نه ده کړی .خو په ملګرو ملتونو کی د افغانستان پر څوکې کینول شوی کس چی نصیر احمد فائق یی بولی دغه د ګواښ غونډی ته وول چی ګنی طالبان د یوه همه‌شموله او حساب ورکوونکي حکومت په جوړېدو کې پاتې راغلي او دې چارې د خلکو په ژوند بده اغېزه کړې ده. خو همدغه د پیریانو استازی فایق له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړي.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا