گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دمسعودکـــــروخیل استـــــخباراتـــی اتــــمام حجت اوطالبــــان !
دمسعودکـــــروخیل استـــــخباراتـــی اتــــمام حجت اوطالبــــان !

دمسعودکـــــروخیل استـــــخباراتـــی اتــــمام حجت اوطالبــــان !

د افغانستان د ټولنیزو خدمتونو او اړیکو مؤسسه  چی دیوه غیر دولتی بنسټ یا ( NGO) په توګه د څوکالونو را په دی خوا د یوه افغان ځوان مسعود کروخیل او نورو کسانو له لوری پر مخ بیول کیږی له هم هغه مهاله چی په افغانستان کی ډراماتیګه توګه طالبانو  د تیر شل کلن مافیائی سیستم ځای ونیو او په داسی حال کی چی طالبانوهم د پخوانیو جهادی او سیاسی انډیوالانو په څیرله  یوه منظم سیاسی او اقتصادی نظام څخه بی برخی ؤ یوازی داسلام په نوم یی هم هغه پخوانۍ کړنلاری پر مخ بیوی نو د افغانستان د ټولنیزو خدمتونو او اړیکی د مؤسسی په ګډون په افغانستان کی ځینی پانګوالو بنسټونو هم دتیر په څیر خپل کارته دوام ورکړ .په طبیعی توګه ویلای شو چی د یوی ډینامیکی او اغیزمنی اجندا او نقشی پرته چی په ټولنه کی یی د وګړو د اړتیاؤ د پوره کولو په موخه باید موجوده وی ټول محافظه کاره ځواکونه او ډلی ټپلی د ا سلام د مقدس دین په نوم هم هغه پخوانی  د چارواکو د آند او غوښتنو مناسبی موخی او هدفونه پرمخ بیائی .نوځکه خو طالبانو هم په ظاهری بڼه د حامد کرزی او اشرف غنی په مشرتوب پخوانی مافیائی د آزاد بازار پر ناعادلانه لیکو ګامونه واخیستل . اوتردی چی په تشکیلاتی جوړښت کی یی  هرډول بدلون  خطر ناک وګاڼه . د حیرانتیأ خبره خو داده چی د طالبانو چارواکی پرته له دی چی د مفاهیمو پر معنا پوه شی خپله ټوله  کړنلاره  « اقتصاد محوره » بولی او وایی چی ګنی دوی په داسی حال کی چی ټول کړه ، وړه یی پر یوه اقتصاد محوره سیاست ولاړ دی خوبیاهم نړی یی په رسمیت نه پیژنی . نوځکه خو ویلای شو چی ځینو اقتصاد محوره بنسټونو د طالبانو په واکمنی کی هم د ستونزو سره سره خپلو کارونو ته دوام ورکړ . چی د مسعود کړوخیل په مشرۍ د افغانستان د ټولنیزو خدمتونو او اړیکو TLO په نوم بنسټ هم له دغو جملی څخه ؤ . ددوی په ګمان طالبان هم لکه د نورو مذهبی ډلو ټپلو په څیر یوه له سیاسی اسلام څخه بی برخی ډله ده چی کولای شی ددوی په ګډون د ټولو بنسټونو او هیوادونو ګټی وساتی او کله نا کله خو به یی طالبانو ته دهغوی سره د هم رنګه کیدو په تناسب مشوری ورکولی خو داسی چی پر هغویی یی هیڅ شانی اثر نه غورځاوه او زیاتره به ددروغو او لافو شافو سره مخامخ کیدل . خو کله چی دڅه د پاسه د دوه کالونو په تیریدو بیاهم طالبانو ونه کولای شول

نو د مسعود کروخیل په مشری د افغانستان د ټولنیزو خدمتونو او اړیکو TLO لخوا دیوه آخیرنی اتمام حجت په توګه یوه ورځینی غونډه له طالبی چارواکو سره په هم آهنګې د ارګ سره تړلی د چنار په ماڼې کی د افغانستان د ټولو قومونو او مخورو په ګډون یوه غونډه راؤبلله او د هیواد ټولی ستونزی یی چی د هغی له جملی څخه د ښځو او افغان نجونو د کار او زده کړو د ممانعت فرمان بیرته آخیستو په ګډون خبری اتری په دی موخه چی ګنی د لوړو زده کړو د تعلیمی مؤسساتو په پرنیستو به افغانستان د نړیواو له لوری په رسمیت ؤپیژندل شی وڅیړل شوی  خو هیڅوګ او کم له کمه د واک د حرص  درلودونکی طالبان په دی نه پوهیږی ترڅو چی پر علم،  پوهه  او دبشری حقونو په هکله باور د طالبانو پر وجدان بدل شوی نه وی هیڅکله به هم ددغه شانی ډرامو جوړول ځای ونه نیسی . دیادولو ده چی په همدی رابلل شوی غونډه کی هم چی د مسعود کروخیل اوپه هیواد کی د نورو پاتو بنسټونو دنیغ په نیغه تلاشونو په نتیجه کی رامینځ ته شوی ده د طالبانو د ریاست الوزرأ سیاسی مرستیال د تل په څیر وویل : موږ به هیچا ته نه پردیو ته اجازه ورکړو چی زموږ نظام را خراب کړی  او نه به غلامانو افغانانو ته اجازه ورکړو چی د پردیو په لمسون دغه نظام خراب کړی .نه د مداخلی اجازت شته نه دشومو حرکاتو اجازه د چا لپاره شته !

په دغه غونډه کی چی د طالبانو درښتیا آزمائیښت غونډه هم بلل کیده د طالبانو د فرهنګ وزیر ملا خیرخواه د امریکا د متحدو ایالاتواونړیوالی ټولنی هغه غوښتنی هم بی ځایه ؤبللی چی ګنی دوی له طالبانوغوښتنه کوی چی حکومت دی ټول شموله کړی نوهغه د خپلو خبرو په یوه برخه کی داسی وویل: امریکایانو له موږ سره ډیر ټینګار کاوه چی ګنی یو ټول شموله حکومت باید جوړ کړاست داسی چی ټول خلک باید پکی وی د ټولو خلکو څخه ددوی هغه مطلب دی چی ددوی ایجنټان او نمائنده ګان دی که نور هر څومره راولو دوی ته یقینأ چی دقبول وړ نده . د همه شموله غم په والله که داخلک آخستی دی چی دا هغه خلک غواړی چی په دی کی راشی . د افغانستان اسلامی امارت چی دی هغه مردمی دی نور هم مردمی کیږی انشأالله تاسو به یی په سترګو وینئ .

دراپورونو له مخی ددغه غونډی په یوه برخه کی د طالبانو مشهور ډار آچوؤنکی ملا شیخ خالد حنفی چی هره ورځ ځان د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په آئینه کی سینګاروی په افغانستان کی د ملګرو ملتونو د استازی میرمن رزا اوتونبایوا دغه رازراپورونه چی گنی په دغه هیواد کی د بشری حقونو په اړوند راپورونه د اندیښنی وړدی که چیری د افغانستان میرمنی او جنکیانی کار او زده کړو ته پری نه ښودل شی نو کیدای شی لویه غمیزه را مینځ ته شی نو دداسی راپورونو په خپرولو ملا شیخ خالد حنفی ؤفرمائیل : موږ یونامه ته دا خبره کول غواړو چی ځان سره یادداشت کړی  چی آئنده لپاره دداسی یوطرفه فیصلو او نشریاتو نه خودداری وکړئ !

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا