گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دمصالحې دشورا دجوړښت په اړه دحرکت اعلامیه اونورو دریـــځ!
دمصالحې دشورا دجوړښت په اړه دحرکت اعلامیه  اونورو دریـــځ!

دمصالحې دشورا دجوړښت په اړه دحرکت اعلامیه اونورو دریـــځ!

شک نشته چې مونږ سولې ته د لومړیتوب درجه ورکوو او پوره باور لرو چې دغه مقدسه موخه تر لاسه کول له ولسمشر نیولې بیا تر ښکته کچې افغان څخه قربانی غواړی. د مصالحې د شورا د جوړښت له څرنګوالی څخه داسې ښکاری چې ارګ میشتی د سولې لپاره د سیاسی اجماع جوړولو پرځاى د مصالحې شورا هم د دوو ټاکنیزو ټیمونو ترمنځ سره وویشله. حرکت انقلاب اسلامی د دغه بدغونی نوښت په وړاندی مخالفت خپل حق ګڼی او په حاکمې ډلې غږ کوی چې د ملت له ارمانونو سره د لوبې پرځاى د ځمکنیو حقائقو د درک لټه وکړی او په واقعیتونو باندی ولاړه داسې د مصالحې شورا ترتیب کړې چې د ولس اوهیوادددردونو درک ولری اوپه ریښتینې توګه دهیواداستازیتوب وکولاى شی.

لکه څنګه چی خبر یاست تیره ورځ د افغانستان د حکومت له لوری د څو میاشتنی ځنډ وروسته چی د امریکا د متحدو ایالاتو او نورو په افغانستان کی ذیدخلو هیوادونو  په منځګړتیا د محمد اشرف غنی په مشری د افغانستان دؤلس مشر او دعبدالله عبدالله په مشری د مصالحی د مشرتابه  د عالی شوری لومړنی غونډه د ارګ په ماڼی کی جوړه  شوه خو زیات شمیر سیاسی او په ټولنه کی آغیزمن جریانونه لکه د مولوی عبدالحکیم منیب په مشری د افغانستان دخلکو حرکت انقلاب اسلامی ، د صلاح الدین ربانی په مشری  د اسلامی جمیعت اسلامی ،

د ګلبدین حکمتیار په مشری حزب اسلامی ، د شهید قهرمان احمد شاه مسعود د بنسټ مشر احمد ولی مسعود ، همد اشان احمد مسعود د ملی قهرمان ځای ناستی او زوی چی  په افغانستان کی دنوی  ملی مقاؤمت په نوم دجوړیدونکی جبهی مشری ور په غاړه شوی ده . پخوانی د ملی امنیت رئیس رحمت الله نبیل ، دافغانستان د علمأو دشوری پخوانی ویاند او د ولسی جرګی پخوانی غړی مولوی شهزاده شاهد او ځینی نور په سلګونو مشران او مدنی فعالان چی په ګران هیواد افغانستان کی د سولی راتګ لومړنی هیله ده ددغه غونډی په باب غبرګونونه ښودلی دی لکه چی ومولیدل  د هغی له جملی څخه د مولوی عبدالحکیم منیب په مشرۍ  د حرکت انقلاب اسلامی مردم افغانستان ګوند دی چی د اعلامیی په صادرولو یی په ډاګه کړی ده چی حرکت انقلاب اسلامی د دغه بدغونی نوښت په وړاندی مخالفت خپل حق ګڼی او په حاکمې ډلې غږ کوی چې د ملت له ارمانونو سره د لوبې پرځاى د ځمکنیو حقائقو د درک لټه وکړی او په واقعیتونو باندی ولاړه داسې د مصالحې شورا ترتیب کړې چې د ولس اوهیوادددردونو درک ولری اوپه ریښتینې توګه دهیواداستازیتوب وکولاى شی. همداشان د ملی امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل له آریانا تلویزیون سره په یوه مرکه کی وویل چی ما د ملی مصالحی له لوری د بلنی کارت تر لاسه کړی ؤ خو وروسته ماښام وخت یی ماته احوال راکړ چی ارګ په دغه غونډه کی زما له ګډون سره مخالفت کړی دی ماته دیوه وګړی په توګه په ارګ کی په جوړه شوی غونډه کی ګډون زیات اهمیت نه درلود .

همد اشانی په ورته وحت کی د ملی مصالحی د عالی شوری بل غړی محمد محقق  واېی ویره لری چی ؤلس مشر به په یوازی سر د ملی مصالحی په باب پریکړه وکړی او د ملی مصالحی پر شوری به یی وروتپی . هغه وایی چی سوله د ملی مصالحی د شورا صلاحیت دی چی هلته دؤلس مشر  استازی هم حضور او ګډون لری او ددی ترڅنګ بید وویل شی چی زیاتره صلاحیتونه ورکول کیږی نه بلکه آخستل کیږی !څوګ هم چی د مصالحی د عالی شوری رئیس دی پکار ده چی لږ او زیات خوځښت هم وکړی او خپل ځان د یوه مقتدر مشر په توګه تثبیت کاندی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا