گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دمجاهداعلامیه اودخلیفه ص غصه!
دمجاهداعلامیه اودخلیفه ص غصه!

دمجاهداعلامیه اودخلیفه ص غصه!

یاره دا د افغانستان د غمیزی دلالان  خو هم  لکه دیوی دوه مخی هنداری ترشا چی ولاړ وی او یو چی هر څه تر سره کوی هغه بل یی کټ مټ کاپی او دیوه  کاریکاتورپه بڼه  وړاندی او عملی  کوی .

کله چی د کابل واکمنو ؤپتیله چی سږکال د پسرلی په شپو اوورځوکی  د جګړی دډګر دلا ګرمولو په موخه د خالد په نوم عملیات پیل کړی بیانو طالبانو هم د الفتح په نوم د عملیاتو اعلان وکړ اوپه زغرده یی د افغانستان د ملی او ځانی شتمنیو ته داور آچولو قومانده صادره کړه . که څه هم د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت دافغانستان د سولی لپاره  افغان ټباره سلا کار زلمی خلیلزاد په خپله ټویټر پاڼه کی له ټولو افغانانو او د

پاکستان او قطر حکومتونو له چارواکو غوښتی دی چی په یواړخیز ډول د طالبانو عملیات په توندو تیزو الفاظو او ټکو کی وغندی خو هیڅکله یی هم ددی جرئت ونه کړ چی د طالبانو د عملیاتو تر څنګ د کابل حکومت د خالد په نوم عملیات هم وغندل شی .

کیدای شی دا به هم په افغانستان کی د یوی خونړۍ او وسله والی صلحی مصلحت وی چی ښاغلی زلمی خلیلزاد په خپل  ټویټر پاڼه کی له د قطر او پاکستان په ګډون له ټولو افغانانو و غوښتل چی د طالبانو دغه عملیات محکوم کړی که څه هم خلیلزاد د دغه اعلان شویو عملیاتو پر وړاندی د ځینومخالفو  طالبانو نومونه یاد کړی نه دی

خو ښاغلی خلیلزاد لیکلی دی چی ځینی طالبان ددغو عملیاتو مخالف دی . خو په ورته وخت کی یی خبر ورکړی دی چی  په یوه بل ټویټ کې زلمی خلیلزاد لیکلی، طالبانو په دې اعلان سره وښودله چې دوی د افغانانو د غوښتنو خلاف دی او د زیاتو جګړییزو بریدونو اعلانول د سولې له هلو ځلو سره مرسته نه کوی.

نوموړی وایی دطالبانودااعلان بې مانااو بې مسؤولیته ګام دی هغه زیاتوی چې دا بریدونه به نوره مرګ ژوبله رامنځ ته کړی اود سولې هلې ځلې به له ستونزو سره مخ کړی. 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا