گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دمجاهدینــو دبریــالیتوب کالیـــزه اود خوستوالو داوربندغوښتنه!
دمجاهدینــو دبریــالیتوب کالیـــزه  اود خوستوالو داوربندغوښتنه!

دمجاهدینــو دبریــالیتوب کالیـــزه اود خوستوالو داوربندغوښتنه!

په افغانستان کې د مجاهدینو د بریالیتوب د ۲۷ مې کالیزې په پار هغه غونډه چې په خوست کې جوړه شوې وه، ګډونوالو یې له افغان دولت او وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه چې د روژې په میاشت کې دې دواړه لوری اوربند اعلان وکړی، تر څو خلکو ته په ارامه فضا کې د عبادتونو زمینه برابره شی.دوی زیاتوله، که چېرې د اوربند غوښتنه یې ومنل شی، نو دوی باور لری چې وروسته به بین الافغانی خبرو اترو او یوې دایمی سولې ته هم لاره پرانیستل شی.په یاده غونډه کې چې  د جمعې په ورځ د لسګونو پخوانیو مجاهدینو، دینی عالمانو او ځوانانو په ګډون د جرګو په تالار کې جوړه شوې وه، ویناوالو په دې خواشینی څرګنده کړه چې لا هم جګړې هره ورځ د لسګونو افغانانو ژوند او د وجود غړی اخلی او د افغانانو احتیاجۍ پسې ډېرېږی.په هېواد کې د تلپاتې سولې تامین، د جګړې پای او د هېواد د پرمختګ لپاره د ټولو ګډ کاردافغانانو هغه هیلې دی چې له افغانستانه دشوروی لښکروتروتلودرې لسیزې وروسته هم نیمګړې پاتې شوې دی.

په دینی چاروکی د ولسمشر سالاکار سردار محمد ځدراڼ دغونډی په څنډه کی وویل : دخوست ولایت ، دلوی پکتیا د علمأو د مجاهدینو ، ځوانانو په مجموع کی دټولو پکتیاوالو غوښتنه داده  د جلالتمآب ولسمشر څخه څنګه یی چی پخوا دا جرئت کړی ؤ او د اولس دغوښتنی په اساس یی اوربند اعلان کړی ؤ یوځل بیامو غوښتنه داده چی دراتلونکی رمضان په میاشت کی بیا هم په ډیر جرئت او بهادرۍ سره اوربند اعلان کړی او همدا راز له طالبانو وروڼو څخه مو هم داغوښتنه ده چی اولسونه د جنګ جګړی او وژنو ستړی شوی دی نورباید جګړه بند شی اواوربند وشی اودبین الافغانی مذاکراتو لپاره زمینه مساعده شی اوبین الافغانی مذاکرات ژرترزره پیل شی .                        د مجاهدینو د حکومت درامینځ ته کیدو د اوه ویشتمی کالیزی په مناسبت جوړی شوی غونډی ته ګڼو دینی عالمانو هم برخه درلوده دخوست دعلماؤ شوری رئیس مولوی شاه محمد محمدی هم له حکومت او طالبانو څخه په ورته توګه داوربند او د افغانانو ترمینځ د خپل منځی خبرو اترو د پیلیدو غوښتنه وکړه . موږ منحیث د یوه عالم د ټولو خواؤ یعنی د طالبانو او دولت څخه دا غوښتنه کوو چی د روژی په مبارکه  میاشت کی دی ډز بندی وکړی یو خودا چی مسلمانان به عباداتو ته متوجه شی او دویمه خبره دا چی بین الافغانی مذاکراتو ته به زمینه مساعده شی .

همدا شان د اجرأیه ریاست لوی سلاکار غازی نواز تڼی بیا دجګړی په ښکیلو خواؤ غږ وکړ چی جګړه ودروی وی ویل : زموږ په ټولو اړخونو باندی دا غږدی چی عملیات ودروی د خپل خالق په خاطر د افغانستان دغریب او ځوریدلی دردیدلی مجاهد  اولس له رویه کونډو رنډو ماشومانو ته وګوری صلحه خو اړینه ده خو اوربند باید په روژه کی ترسره شی . امکان لری چی په روژه کی اوربند وشی او که دراتلونکی لپاره وغزیږی نو نتیجه به یی ډیره مثبته وی . په دی غونډه کی یوشمیر ځایی چارواکو هم برخه درلوده . دخوست مرستیال والی عبدالواحد پټان په خپلو خبرو کی له خلکو وغوښتل ددولت هر وسله وال مخالف سره چی پیژند ګلوی لری هغوی ته دی د سولی او روغی جوړی بلنه ورکړی .  

د  لیکوال او تکړه  ژورنالیست  نجیب الله الوخیل او آزادی را دیوڅخه په مننه :

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا