گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دملا شهــاب الـدین دلاوردهــوس ببولالې که پخـــوانی لوظونه ؟
دملا شهــاب الـدین دلاوردهــوس ببولالې که پخـــوانی  لوظونه ؟

دملا شهــاب الـدین دلاوردهــوس ببولالې که پخـــوانی لوظونه ؟

یاره ګلام خان ! تاته دی وویل شی هوس هم ډیر بد شی دی، د پیسو هوس، د قدرت او دثروت هوس. خو هوسونه که روا هم وی چی هیڅکله نه دی  نو دومره خو نه چې انسان بدنام او ناکام کړي او د بد مرغې توری کندې ته یی ور ګوزار کړی .هغه دچاخبره چی هوسونه کېدای شي کنترول شي او هوسونه کېدای شي په بغاوت واوړي، په طغیان واوړي، خلک تباه کا، ملکونه وران کا، کارونه له لانجو ډک کا او ژوند د خوند پرځای په عذابونو او رنځونو واړوي. دا خبره موڅه پسی وکړه سمندر خان آکا !  له تا څه پټه  تا د ملا شاب الدین دلاورآخند خبری وانه وریدی چی د خپلو پخوانیو لوظونو او ویناؤ پر خلاف یی د افغان شخصیتونو سره د طالبانو د اړیکو د کمیسیون په پرانیسته غونډه کی وکړی ؟ هغه دغه رابلل شوی غونډی ته وویل چی

“د امیر المؤمنین د بښنې له فرمانه هېڅوک مستثنی نه دي. دا عفوه ټولو هغو افغانانو ته شامله ده چې په تېرو شلو کلونو کې د اسلامي امارت پر وړاندې درېدلي وو. له اشرف غني یا بل کوم چا سره مذاکرات نه دي شوي او نور، مذاکراتو ته هم اړتیا نشته. سراسر امنیت راغلی، ملي حاکمیت بېرته ترلاسه شوی، د افغانانو ترمنځ سوله ده، یوازې اړتیا ده چې باید د نظام ملاتړ وشي ! ښه ……وایی پکه دادی بله سپکه ! ښه نو اوس دغه ملا شهاب آخوند پخوا څه ویلی ؤ چی اوس نا سلامتی په بل اړخ آؤښتی دی او وایی چی بس ټول دی راشی له امیر المؤمنین صاب سره دی بیعت وکړی  نورملت ستړی شوی دی او داسی نوری ببو لالی وائی ؟ هغه مهال چی دغه د لوګر ملا صاب د مسکو په چکر تللی ؤ هغه په یوه مطبوعاتی ناسته کی یوه ناڅاپه ؤ فرمائیل چی :

وروڼو او خویندو غواړم یو ډیرمهم مطلب له تاسو سره شریک کړم او ستاسو ټولوغوږونو ته یی ورسوم.هغه داچی له دریویا څلورومیاشتوراپدی خواچی موږیو وړاندیز امریکایانو ته ورکړزموږغوښتنه داوه چی زموږ دی د تړون سره سم دافغانستان له زندانونوڅخه راخلاص شی . تورلیست دی پای ته ورسیږی . موږ دځان له لوری ورته ویل چی د کابل حکومت ټول بندیان خوشی کوو . دری میاشتی به د ۳۴ ولایتونو پر مرکزونو هیڅ شانی عملیات نه کوو . یوځل بیا تکراروم چی د هیواد د۳۴ ولایتونو پر مرکزونو به د کابل په ګډون هیڅ شانی عملیات نه ترسره کوو . هیڅ یوی  ولسوالۍ ته به سقوط نه ورکوو .پر ټولو هغوګڼی ګوڼی په  سیمو کی به نظامی عملیات نه کوو . ….بس ، بس ګلام خان آکا ! پوه شوم طلبای کرام تراوسه له خوبه نه دی راپا څیدلی او دا وړۍ به هیڅکله هم شاړې نه شی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا