هیڅوگ نه پوهیدل چی څنګه او ولی د طالبانو دغورځنګ یو لوړ پوړۍ دوهم لمبر چارواکۍ چی ځان ملا عبدالغنی برادربولی څنګه او د سیمی د هیوادونو په ځانګړی توګه د پاکستان د امنیتی استراتیژۍ له مخی د پاکستان د امنیتی چارواکو لخوا ونیول شو خو دا ټولو ته جوته ده چی همد غه ملا برادر په داسی حال کی چی له تروریزم سره د مبارزی په نوم د پاکستان له لوری د طالبانود را نسکور شوی رژیم په پاکستان کی د طالبانو درژیم د سیاسی استازی ملاعبدالسلام ضعیف په ګډون ځینی چارواکی د امریکا دمتحدو ایالاتو ته لاس تړلی وروسپارل شول خوملاعبدالغنی برادرآخند دپاکستان په زندانونواوبندیخانو کی ساتل شوی ؤ خواوس دلمرپه شان جوته شوه چی دملاعبدالغنی چی په ملا برادرمشهور دی د پاکستان په بندیخانو کی په ساتلو او وروسته د سولی په ډرامه کی د رول لوبولو تر شا یو غټ استخباراتی لاس موجود ؤ که څه هم د پاکستان له
بندیخانو څخه د ملا برادر د راخلاصون کیسه هم د پاکستان د استخباراتی کړیو په ځانګړی توګه د نظامی اطلاعاتو د ریاست ISI له لوری د یوی سیاسی بهره بردارۍ لویه وسیله وه چی د تیرو څوکالونو راپه دی خوایی د هغه دخلاصیدوپر خبر هم د ځینو ساده لوحه افغان سیاسی کړیو د افکارو د بدلون په موخه سودا کوله ترڅو د پاکستان پوځ په ځانګړی توګه د نظامی اطلاعاتو ریاست ISI وتوانید په کوردننه او بهر د پاکستان د نظامی او امنیتی عمق د ساتونکی ځواک په توګه خپل دریځ پیاوړۍ کړی نو په قطر کی یی د امریکا د بهرنیو چارو دوزارت د استازی زلمی خلیلزاد په مشرې د طالبانو سره د سولی د مذاکراتو ډرامی د ښه مدیریت په موخه نوموړی ملا عبدالغنی برادر لومړی د طالبانو د امارت سیاسی مرستیال او بیا د قطر ددفتر مشر وټاکه او داسی
یی وښودله چی ګنی ملا عبدالغنی برادر په قطر کی د طالبانو د سیاسی دفتر مشر دی چی د عباس ستانکزی په مشری یی د زلمی خلیل زاد په مشری له امریکا یی پلاوی سره د خبرو اترو واکمن کس ټاکلی دی . خو آخرنی ځل چی له دولس ورځو له دروازو شاته مجلسونو وروسته خبری اتری ودریدی پر دوه ټکو یی د یوی موافقتنامی د خاکی پر سر توافق ته درسیدو خبر خپور شو نو نوموړی ملا برادر آخند د میکروفون مخی ته راوستل شو او له امریکا سره د مذاکراتو او نورو مسائلو په اړه یی یوه مرشدانه خطبه وړاندی کړه چی دهغی په ترځ کی یی د ځینو بین المللی مسائلو ته هم اشاره کړی ده . خو د ا خبری هغه وخت پای ته ورسیدی چی پخوا ویل شوی ؤ مایک پومپئو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به هم قطر ته د خپل سفر په ترځ کی دغه خبری څاری خو نا څاپه زلمی خلیل زاد واشنګټن ته وغوښتل شو او هغه هم په خپل ټویټر کی ولیکل چی مو ږ له طالبانو سره پر دوه ټکو موافقی ته رسیدلی یو هغه له افغانستان څخه د امریکا د پوځونو د وتلو او له نورو تروریستی ډلو سره د طالبانو د اړیکو دنه درلودو خبره ده خو په کابل کی چارواکی د امریکا سره پر افغانستان د برید له نورو ملګرو سره په اړیکه چی که امریکا له افغانستان څخه ووزی افغانستان به یوازی پریږدی نو کابل ته د المان د بهرنیو چارو د وزیر سفراو د کابل چارواکو سره یی لیدنه کتنه په قطر کی د زلمی خلیل زاد او طالبانو پر خبرو آغیز وکړ او په ناببره توګه خبری پای ته ورسیدی چی د زلمی خلیل زاد په قول له امریکا او دهغوی له ملګرو سره له سلا مشورو وروسته به ډیر ژر پیل شی . او د ملا برادر آخند دغه خطبه هم په افغانستان کی ددغه تغییراتو او تحولاتو په نتیجه کی خپره شوی ده .