گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » قطـرته په لاره د مــلا بــرادر آخنـــد ټــائـــر څـــنګــه پنــچــرشــو؟
قطـرته په لاره د مــلا بــرادر آخنـــد ټــائـــر څـــنګــه پنــچــرشــو؟

قطـرته په لاره د مــلا بــرادر آخنـــد ټــائـــر څـــنګــه پنــچــرشــو؟

یاره خانیه دا ذبیح الله ګی هم چی ځان ته دطالبانو انلائن مجاهد او ویاند وائی ځینی داسی دنه منلو بوس باد وی چی سړی ورته هک پک شی .! خدای می دی غاړه نه بندوی  زما په غالب ګمان خویی  هغه د پښتو ډرامه لیدلی  ده چی ګنی  زمریان  او پړانګان به یی د څپلولپاره ښکارکول او په دی توګه به یی په لافو، شافو خپلی حجری

ګرمی ساتلی .! تیره شپه می یو ټلویزیون لیده چی د خبرونو په مینځ کی یی کله چی په قطر کی د امریکایانو او طالبانو تر مینځ د خبرو دپیل خبر اوریده او د طالبانو د همیشه انلائین ویاند ذبیح الله لخوا یوه اعلامیه هم خپره کړه چی پکی ویل شوی ؤ ….

( داچی الحاج مولوی برادر د اسلامی امارت سیاسی مرستیال دی، نو د ده په سویه څوک له امریکایانو څخه هم په مذاکراتو کې برخه نه لری ترڅو اړتیا پیدا شی چې ملابرادراخند په خپله په غونډه کې برخه واخلی. په دې اړه نورافوات خپریدل ټول بې حقیقته خبرې دی چې هسې اذهان مغشوش کول غواړی اوباید ارزښت ورنه کړل شی.هلکه جانیه دا خویی درست ، صحیح په پرشرع برابراونقل مطابق اصل ویلی دی ، څنګه خانیه ؟ داسی چی دطالبانو په لومړیو وختونو کی  کله هم دتاتارستان د هوائی شرکت یوه الوتکه د کندهار په هوائی ډګر کی له څو میاشتتو کوزیدو او یرغمال وروسته د پاکستان د پوځ په فرمان دیوی معاملی په ترځ کی د جمعی په مبارکه ورځ خوشی کړی وه اوطالبانو هغه پر الوتکه د روسی پیلوټانو او نوری عملی قبضه ښودلی وه کله چی مولوی وکیل احمد د طالبانو د امارت ویاند څخه پوښته شوی وه چی دالوتکی د خلاصیدو جران څنګه ؤ . نو ملا متوکل په ډیره خلاصه او اوچته غاړه ویلی ؤ چی الوتکه د جمعی ورځی څخه په استفاده چی زموږ زیاتره پیره داران د جمعی لمانځه ته تللی ؤ کله چی په الوتکه پسی زموږ بل هلیکوپتر والوؤت  نو په هوا کی دهغی  ټائر پنچر شواو دطالبانو دهغه وخت چارواکی شیرمحمد ستانکزی د برمته شویو طالب پیره دارانو د راخلاصون په موخه دوبی ته سفر کړی ؤ . … . اوس نو د ملا برادر آخند  ټائر هم قطر ته په لاره پنچر شو . دا په داسی حال کی ده چی له دی ړومبی هم د ملا برادر آخند د راخلاصون او نیولو په هکله وخت په وخت راپورونه خپاره شویؤ .او دحیرانتیاوړ او خندؤنکی خو داده اوس چی د ملا مجاهد انلائن ویاند له قوله  داسی ګڼی چی ګنی د امریکا له لوری له طالبانو سره دهغه یعنی ملا برادر په سطح  د امریکائی پلاوی مشری نه کوی او دا د ملا برادر آخند په مسکو او قطر کی د طالب پلاوی د نه مشرتوب لامل بللی شی . ……..

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا