گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دطالبانو دیوه چارواکی ملا دلاوردروغجنی وعدی اوتکراری لوظونه!
دطالبانو دیوه چارواکی ملا دلاوردروغجنی وعدی اوتکراری لوظونه!

دطالبانو دیوه چارواکی ملا دلاوردروغجنی وعدی اوتکراری لوظونه!

هیڅو ګ نه پوهیږی چی  په کوم ډاډ د طالبانو د دائیم العمره سیاسی دفتر غړی  اود طالبانو په لنډ مهاله او سرپرسته اداره کی  چی څرګنده نه ده دغه لنډ مهال به تر کومی دوام کوی خو دافغانستان غیرتمند او مجاهد اولس د سرپرستۍ او لنډ مهالۍ  موده چی له یو نیم کال زیات یی دوام وکړ د اذلی او په تل پاته معنی تعبیروی  دکانونو او پترو لیمو د دوزارت سرپرست مولوی شهاب الدین دلاور له قوله خبر ورکړ شوی دی چی ګنی د افغانستان میرمنو ته به دکارزمینه مساعده شی اوراتلونکی کال پوری به د پوهنتونونو او ښونځیو دروازی هم د نجونو پر وړاندی پرانیستل شی .

خو کیدای شی یوچا ملا شهاب دلاور ته د هغه وعدی او لوظونه  ورپه یادکړی وی چی پر کابل او افغانستان د طالبانود تسلط لږه موده پخوا یی په دوحه کی  د یوه مطبوعاتی کنفرانس په ترځ کی ترسره کړی وی .که څه هم د ملا شهاب دلاور په هغه مطبوعاتی غونډه کی  څرګندونی هم د انسان په ځانګړی توګه د ښځو په وړاندی د طالبی قرئت نښی نښانې ښکاری خو بیایی هم په ظاهری بڼه دافغان میرمنو د پرله پسی غوښتنو په ځواب کی ځینی غیر شرعی خو یوازی استخباراتی توجیهات وړاندی کړی ؤ خو ویلې شو چی دا ډول استخباراتی څرګندونی د سیاست څخه په غلط تعبیر ددی سبب شوی چی د افغانستان مسلمان خو په ورته وخت کی خوشباوره وګړی هغه ؤمنی !

او پری باور وکړی . خویو لوی او تریخ  حقیقت دادی چی نه یوازی ملا دلاورچی له پیړیو، پیړیو را په دی خوا د طالبی متحجرانه قرئت له پالندویانو شمیرل کیږی بلکه د شیعی او سنی دواړوتاریخی اومذهبی زیاتره مراجع د همدغه معیوب قرئت پلوی کوی  چی ویلای شو د خدای ج، انسان اوتاریخ  په هکله هم  یوشان او ورته نظر لری . یوازی توپیریی دادی چی دتاریخی جګړوپه پیلوکی  چی زیاترو یی مذهبی بڼه غوره کړی وه چی د شیعه او سنی تر مینځ دکرکی او نفرت لوی دیوالونه یی راپورته کړل .

نو ځکه خو ویلای شو چی له کله نه چی زموږ د ټولنی د سرنوشت مزی په استخباراتی کړیو کی بند دی نو یوازی ؤلسونه په پوچو او میان تهی وعدواولوظونو  غولول کیدای شی چی لویه بیلګه یی همدا د ښخو په وړاندی د طالبانو دریځ دی .

2 نظر

  1. تا ریا ورزد و سالوس مسلمان نه شود

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا