گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د نه میلیارده ډالرودکنګالیدو ډرامه اود طالبانو نظام ته پرتې ستونځی !
د نه میلیارده ډالرودکنګالیدو ډرامه اود طالبانو نظام ته پرتې ستونځی !

د نه میلیارده ډالرودکنګالیدو ډرامه اود طالبانو نظام ته پرتې ستونځی !

د نواندیشی یادونه : که څه هم طالبانو له هم هغه ورځی چی د امریکا متحدو ایالاتو نور په افغانستان او سیمه کی د تروریزم ترنامه لاندی خپل پوځی حضور بی ګټی ؤباله اوغوښتل یی چی دیوی موافقتنامی په لاسلیک کولو او د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو په ځانګړی توګه د پاکستان دمنافقانه او دوه مخی استراتیژې پر بنسټ یی په دوحه کی دطالبانو پرظاهری  ګډون د یوی موافقتنامی لاسلیک ته غاړه کیښوده نو طالبانو داسی انګیرله چی ګنی د نړۍ د ابر ځواک په شمول یی څو څلویښتو هیوادونو ته ماته ورکړی ده او ددی لپاره چی امریکاېی او د ناتو پوځونه په خوندی توګه له هیواده ؤوزی نو دوی یی یوی داسی معاهدی ته اړ ایستلی دی چی ګنی له افغانستان څخه د وتو پر مهال به ددوی د عسکرو او پوځیانو امنیت خوندی وی او په آرام ډول به هغه اقتدار چه امریکا او ناتو د B52  پر زور له طالبانو آخیستی دی په آرامه فضا کی ورته سپاری .!!!

خواصلی کیسه بل شانی وه هغه داچی پاکستان او نورو ګاونډیو هیوادونو د لویدیځی آسیا او هند سمندر سره په پرته سیمه کی د بل چا په ځانګړی توګه د امریکا د متحده ایالاتو حضورپرخپل حریم یرغل باله اوددغه نا اعلام شوی یرغل په وړاندی یی ځینی داسی خنډونه او اقدامات تر لاسه کړل چی امریکا اوملګریی یی له خنډونواو نورو رازرازکړاؤنو سره مخامخ کولای شول خو ددی سره سره یی د امریکا او ائتلافی ملګرو حضور  د یوه مسؤلانه وتلو په موخه د طالبانو په شمول د افغانستان د ټولو ګاونډیو هیوادونو سره هوکړه لیک امضأ کړ چی د باګرام هوایی ډګر په شمول به پنځه نوری پایګاوی او نظامی مرکزونه دزیات اونامعلوم وخته پوری د امریکا په واک کی ورکول کیږی !!که څه هم دباګرام هوائی هډه د دغه معاهدی یو سربه مهر تریخ واقیعت ؤ او د پنځو نورو هډوپه هکله هم که  دطالبانو له لوری ورسره د مخالفت د ښکاره کیدو په صورت کی به په پاکستان او منځنی آسیا هیوادونو کی د الترناتیف هډو په پکارول په نظرکی نیول شوی ؤخو  وروستیو تحولاتو په ځانګړی توګه له افغانستان څخه د اشرف غنی نا څاپی تیښته ددی سبب شول چی په عملی ډول ددغه تړون محتویات شاته پریښودل شی خوبیا هم طالبان له دغه تړون څخه دخپل مشروعیت په ګټه تبلیغاتی اوابزاری ناقصه اویواړخیزه استفاده کوی.دغوحالاتو تهپه کتوافغان لیکوال او شنونکی محترم محمد امین فروتن له تهران رادیو پښتوڅانګی سره مرکه کړی ده چی ستاسو پام هم ورته راګرځوو ________________

د ددغه رادیو دخبریال ددی پوښتنی په ځواب کی چی ستاسو په ګمان که دغه نه میلیارده ډالره زیرمی افغانستان ته ورکړل شی ایا د افغانستان اوسنې روان اقتصادی مشکل به یو څه حل کړی ؟  استاد فروتن  وویل :

زما په فکر دغه مسأله چی ګنی د افغانستان نه نیم میلیارده ډالره پیسی دی افغانستان ته وسپارلی شی هغه د له انجماد څخه وویستل شی دا په افغانستان کی د طالبانو د واکمنی د په رسمیت پیژندلو په خاطر یوه بهانه ده چی له دی پرته او دغه پیسی که چیرته افغانستان ته په اختیار کی هم ورکړل شی ، بیا هم ګمان نه کوم چی له هغه په شکل باندی چی په کار ده تری استفاده وکړای شی دا ځکه چی په افغانستان کی نه یوازی نه نیم میلیارده ډالره چی بانکی ذخیره ده بلکه په سلګونو میلیارده ډالره راغلی دی لکین هیڅ شانی ځای یی نه دی نیولی ! لویه وجه یی داده چی په  افغانستان کی د اوسیدونکی انسان د لګښت اوعایداتو نقشه د بل هیواد د انسان د عوائدو او لګښتونو په تناسب برابره شوی ده ددی کار لپاره طالبانو ته دا ثابتول پکار دی چی دوی په رښتیا هم د عدالت په لټه کی دی او باید تر هر څه لومړی دغه د عوائید و او مصارفو تله باید دافغانستان د جغرافیی او ظروفو په کاڼومیزان او تنظیم کړای شی . نوویلای شو که چیری د طالبانو همدغه حرکت او حالت وی دا نه میلیارده ډالره خو څه چی که په سلګونو میلیارده ډالره هم ترلاسه کړی د اولسونو د ناامیدی پرته هیڅ ځای نه شی نیولای ! اساسی خبره داده چی د طالبانو په وجود کی دا اراده باید چی موجوده وی . دا اراده هغه وخت لاس ته راتلی او لیدلای شی چی لومړی باید داسی لاری چاری اعلام کړی چی وکولای شی ټول ملی ذخائر او معادن په خپل کنترول کی راولی او له هغوی څخه ترلاسه شوی عوائد هم په شفافه توګه خلکو ته وښائی او ددی ترڅنګ دټولوګمرکونوعوائد تثبیت کړای شی . د تیرحکومت د مالیی وزیرهم کله چی ولسی جرګی ته راغوښتل شوی ؤهغه په خپله خوله اعتراف وکړ چی د ورځی د لسو میلیونوپه شاوخوا کی یوازی ګمرکی عایدات حیف اومیل کیږی چی په عادی بودجه کی باید همدغه حیف اومیل شوی څومیلیونه ډالره د خپلی اداری د لومړیتوبونو لپاره په نظر کی ونیول شی .نو پکار داده چی باید تر هرڅه لومړی د رښتینی عدالت پر بنسټ په افغانستان کی د عوائدو او مصارفو بیلانس افغانی کړای شی . کنه نو د سلګونو میلیارده ډالرو په راتګ هم د افغانانو تنده نه شی ماتیدای .ددغه مرکی په دوهمه برخه کی ددوحی  تړون ته په اشاره استاد محمد امین فروتن وویل : زما په فکر اساسی خبره داده چی موږ که دا اوسنی حالت هم ګورو پکار ده چی د پرون په تناظر او هنداره کی مطالعه او وڅیړل  شی . په دی معنا هغه تړون یا معاهده چی په دوحه کی د طالبانو او د جامعه جهانی ترمینځ ترسره شوی وه اوس دوی غواړی چی هم هغه تړون په یوازی ځان په داسی حال کی ترسره کړی چی هغه پریو مجعول او یو جانبه حرکت ولاړه ده یعنی هر هغه څه چی ددوی خوښه ده هغه دی چی په هغی تړون کی راځی ټینګار وکړی خو هغه څه چی د نړیوالی ټولنی غوښتنی دی او دوی یعنی طالبانو په همدغه تړون کی منلی ده هغوی ته هیڅ شانی پاملرنه نه کوی . نو اوس پکار داده چی که طالبان په رښتیا هم هغی تړون ته ژمن وی او عملی کول یی غواړی نو دوی باید انعطاف وکړی البته انعطاف نه په دی معنا چی ګنی طالبان دی له مسلمو ارزشونو تیرشی .

یعنی داسی چی د افغانستان په تیر تاریخ کی هم موجود ؤ دمثال په توګه د ښځو چارو وزارت لپاره په افغانستان کی د ډیر وخت را په دی خوا حتی دکمونیستانو له دوری څخه پخوا د میرمنو ټولنو وجود درلود او تعلیمی مرکزونه یی هم پر مخ بیول..داسی ګمان کیده دوی یعنی طالبان چی کله وایی موږ پراخ بنسټه حکومت جوړؤاو ټولو ته دګډون حق پکی ورکوودوی به دښځوچارو وزارت هم په پام کی ونیسی که څه هم دا وزارت سمبولیکه بڼه لری چی هیڅکله هم په درد نه خوړل کیږی خوددی سمبولیک مقام په سبب هم که د نړیوالی ټولنی توجه جلب کړای شی دا لوی خیر دی . خو ددی سره سره که دوی پر نورو دظلم لاره خپله کړی او پر خپلو کړو وړو ټینګار هم وکړی نو زه په یقین سره ویلای شم چی نړی واله ټولنه به یی په رسمیت پیژنی که په رسمیت یی هم ونه پیژنی داد او ستود او چال چلند خو به ورسره لری لکه پخوا هم چی یوازی دریو هیوادونو په رسمیت پیژندلی ؤ خو نوری نړۍ هم ورسره راکړه ورکړه درلوده . حتی د امریکا په متحده ایالاتو او نیویارک کی د طالبانو دهغه وخت استازی عبدالحکیم مجاهد د طالبانو په استازیتوب په غیر رسمی توګه حضور درلود ….زما په فکر دا درسمیت پیژندل او نه پیژندل دومره غټه مسأله نده . اساسی مسأله داخلی او ملی مشروعیت دی که یو څوګ ملی او داخلی مشروعیت ولری هغه له شک پرته چی بریالۍ دی که څه هم نړی یی په رسمیت ونه پیژنی خو ددی تر څنګ نړی وال مجبور دی چی تا په رسمیت ؤپیژنی دا ځکه چی ته به  داخلی مشروعت لری . زما په ګمان تر ټولو مهمه داده چی طالبان باید په داخل کی اصلاحات او بدلون راولی ..

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا