گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د والی ضیأالحق امرخیل له کرکۍ ډک حکمـــونه اوفــرمــانـونــه !
د والی ضیأالحق امرخیل له کرکۍ ډک حکمـــونه اوفــرمــانـونــه !

د والی ضیأالحق امرخیل له کرکۍ ډک حکمـــونه اوفــرمــانـونــه !

په مافیائی بڼه د آزاد اقتصادی  بازار چی هلته دائیمی دوستان او دائیمی دښمنان نه شته بلکه ټولی اړیکی او مناسبات یوازی د مادی ګټو پر بنسټ ارزول کیږی او په بشری  نړۍ په ځانګړی توګه دافغانستان په څیر له فساد ډکه ټولنه کی  له یوه ادنی وګړی نیولی تر ولس مشر پوری ټول په یوه دروغجن شخصیت پړسول کیږی او هر څوګ د فساد پر بنسټ ولاړو اړیکو پر انډول خپل مخ او ځان  د مافیا په آئینه کی یو د لایتناهی واک خاوند زمرۍ ګوری نوځکه خو هم د ننګروالی آخندزاده ضیألحق امرخیل صاب د یوه کاغذ پیچ فرمان په وسیله چی د آخند زاده صاب امرخیل لخوا د یوی غری خطبی په ترځ کی د ننګرهار ښار په دریو ناحیو کی د آدرس موندنی ترنامه لاندی پروژی په لومړی ، څلرمی او پنځمی ناحیو داسی لوحی ولګول شوی

چی زموږ دهیواد د یوی ملی ژبی  (فارسی –دری )  پر ځای په پښتو او انګریزی لیکل شوی وی . که څه هم د آدرس موندنی دغه پروژه چی د ملګرو ملتونو په مرسته د بشپړیدو په حال کی ده خو زموږ په ټولنه کی مصنوعی حساسیتونه دومره زیات دی چی د ننګرهار والی ضیألحق امرخیل چی په ننګرهار ولایت کی د افغانستان د حکومت لومړنی جګ پوړۍ چارواکۍ دی او ځان د ولسمشرسترسلاکارهم بولی دغه حساسیتونه په پام کی نه نیول کیدای شی زموږ خواره اوجګړه ځپلی ټولنه له ډیرو ستونځو او ننګونی سره مخامخ کړی . دویلو وړده چی آخندزاده صاب ضیأالحق امرخیل څوکاله دمخه یی هغه مهال چی د ټاکنو د کمیسیون ددارالانشأ درئیس په څوکۍ دنده ترسره کوله پر بند محکوم شوی د ټاکنو دکمیسون د رئیس یوسف نورستانی سره یوځای ددندی پرمهال د محمد اشرف غنی په پلوی په فساد تورن شوی ؤ چی وروسته له دندنی لیری کړای شوی ؤ خو بیا ډیر ژر په  پارلمانی چاروکی ددولت وزیراواوس د ننګر هارد ولایت د مقام پر څوکۍ کینول شوی دی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا