گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ګــرد مـــو پـــه څــیــره وو مـــونــــــږ هــنــــــداره پــاکــولــه!
ګــرد مـــو پـــه څــیــره وو مـــونــــــږ هــنــــــداره پــاکــولــه!

ګــرد مـــو پـــه څــیــره وو مـــونــــــږ هــنــــــداره پــاکــولــه!

د خپل هېواد د ځوان نسل د مأیوسی حالت ځوروړنکۍ، ځپونکۍ، په هیواد کې د اقتصادې او بشرې فاجعې د رامنځته کیدو لامل ګرزیداى شی. کله چې زه د هیواد ځوانانو سره د زړه خواله کوم نو مخاطبین مې هغه ځوانان نه وی چې د تېر حکومت په مهال یې د ارګ د سپیڅلتیا ته زیان اړولى دى، د ملت  کور یې بدنام کړى دى، په هر ډول فساد کې تر ستونی ښکېل وو، له غربی هېوادونو څخه په پیراشوټی توګه را شغول شوی وو او هغه ځوانان نه یادوم چې نه یې زموږ ارزښتونه پیژندل او نه یې  هم زموږ عقیدوی او کلتوری ځانګړتیاو سره بلدیت درلود.زه په غرب کې د اوسیدو اوزده کړو قطعاً مخالف نه یم خو ما لیدلی دی چې تنکیو ځوانانو ته خورا ستونځمنه ده چې په غرب کې له اوږدې هستوګنې سره سره خپلې ملی ځانګړتیاوې خپلول او ساتل هم دومره مهمې او د درنښت وړ وګڼی لکه غرب ته چې خپل تمدن سپیڅلى ښکاریږی.په هیواد کې د نوی نظام په شکل د اسلامی امارت له راتلو سره د ډیرو په لوړو زده کړو سمبال ځوانانو په ذهنونو کې اندېښنو ځاى نیولى دى او د فکری تمرکز له نشتوالی سره مخ دی.

د دلته شته ستونځو او ناخوالو سره سره د پردیو رسنیو تبلیغاتی کمپاینونو هم د هغوى په فکر او ذهنونو باندې اغیزې اچولې دی او په یقینی توګه په ډیرو مواردو کې د اسلامی امارت چارواکی هم درنې ستونځې او نیمګړتیاوې هم لری. ځینې یې د خبرو په مهال جامع او پراخه فکر نکوی. لاهم د کلی او مدرسې په دودیزه بڼه چلن کوی.زمونږ ځوانان باید ومنی چې موږ اسلامی نظام غوښت او اوس یې هم غواړو. اسلامی نظام یوازې د شرعی حدودو په اجرأ کولو او حجاب په اغوستلو کې نه خلاصه کیږی. اسلامی نظام وسیع او عریض اړخونه پراخ ټولنیز سیاسی اقتصادی فرهنګی او تعلیمی زاویې لری. په معاملاتو، تعاملاتو، خپلواکی، دفاع او مراوداتو باندی ولاړ بنیادونه لری. د خپل ولس او نړیوالو ژمنو په وړاندې د مکلفیتونو او مسئولیتونو د ترسره کولو لپاره پرنسیپونه لری.د اسلامی امارت چارواکی باید ومنی چې اوس  یوازې له کلیوالی دود او کلتور سره نه، بلکې د ښار میشتو خلکو له علمی استعدادونو سره هم مخ دی. د مسئولیت ساحه یې اوس ښارونه هم رانیسی. د ښار ډیری ځوانان په لوړو زده کړو سمبال دی. هغوى مناظره کوی، مشاجره کوی او مناقشه کوی. هغوى په یوه موضوع باندی لسګونه ډوله استدلال درسره کوی. له هغوى سره باید د حاکم په توګه نه، بلکې د خادم په ډول چلن وشی. هغوى که خطا هم وی، نو باید د دعوت او موعظه حسنه له لارې فکری سمون او بدلون ته اړ شی.چارواکی اوس یوازې د دینی درس او تدریس چارې پرمخ نه وړی، بلکې د ټولنې او خپلو اتباعو د هر ډول روا اړتیا پوره کولو دنده په غاړه لری. هغوى د دینی علومو د زده کړو ترڅنګ د ژوند په هره برخه کې د نارینه او ښځینه اتباعو لپاره د معاصرو علومو زده کړو ته هم ستره اړتیا لری.د دینی او ملی مسئولیت له مخې چارواکی باید فکر وکړی چې ځوانان مو ولې مأیوس شوی دی؟ ولې له هیواد څخه تیښته کوی؟ ایا ټول له اسلامی نظام څخه بیزاره دی؟ ایا ټول د غرب له تبلیغاتی جګړې څخه اغیزمن شوی دی؟ نه داسې قطعاً نه ده. ځوانان مو ستونځې وینی، هغوى لوړې زده کړې لری او د راتلونکو ممکنه توپانی څپو د حس کولو وړتیا لری. هغوى زموږ راتلونکى دی. موږ د هغوى له شتون پرته نیمګړی یو.په سلګونو زره ځوانان مو په پردئ جګړه او واک لپاره قربانی شو. اوس په لکونو ځوانان له هیواد څخه تېښته کوی. چارواکی باید داسې عاجل او مؤثر ګامونه پورته کړی چې د ځوانانو ناهیلی ته د پاى ټکى کیږدی، د هغوى باور ترلاسه کړی او د هیواد راتلونکئ وژغورل شی. دغه هېواد کار ته، بیا رغونې ته  او له نړیوالو سره په هسکه غاړه ژوند کولو ته اړتیا لری خو که زموږ استعدادونه دومره په اسانه دغه هېواد پریږدی، نو بیا خو هغه د چرسی خبره ده چې؛ ملا صاحب! زه خو یې بنده بولم. زموږ ملی ارمانونه د زده کړو ځوانانو له شتون پرته نه پوره کیږی.موږ عملا ولیدل چې یوازې د کابل د هوایی ډګر په کار اچولو ته مو د تخنیکی نیمګړتیاو د پوره کولو لپاره له قطر او ترکیې څخه مرسته وغوښته. دغه هېواد خو په سلګونو او زرګونو نورې برخې لری چې د چلولو او فعالولو لپاره یې په علمی او مسلکی ښکلا سمبالو ځوانانو ته اړتیا لرو. د ستونځو د حل لپاره په نورو خلکو او پردیو هیوادونو باندې د پړې اچولو پرځاى غوره کار دادى چې خپلو نیمګړتیاو باندې غور وکړو. په یقینی توګه ویلاى شم چې ډیر وخت عیب زموږ په ځان کې وى خو موږ بل ته د پړې ګوته نیسو. هغه د شاعر خبره ده چې وایی؛

په طالبانو باندی نیوکې لرم، خو موږ باید د هر چا مثبتو اړخونو باندې هم فکر وکړو. په تیر حکومت کې جنګسالارانو څه وحشتونه نه کول؟ کومو منکراتو دلته شتون نه درلوده؟ د ملت مال څنګه او په څومره بى رحمی سره د مفسدینو د هوس خوراک ګرزیده؟ په لارو دفترونو او کورونو کې ملیونونه ډالر ورڅخه پاتې وو. څومره به یې له ځان سره وړی وی؟ ظاهراً د حکومت حامی او د سترو امتیازاتو په ترلاسه کولو سره سره به یې د ولسمشر لخوا په دنده ګمارلى شخص په خورا بى حیایی سره بیرته را وشغاوه. د ارګ په وړاندې د دریدو توان له هغو زورواکانو سره وو چې په حکومت کې به یې وزیران ناست وو. د دولتی املاکو د غصب څه حال وو؟ ولسمشر نه وویل چې پنځوس سلنه ګمرکی عوائد شخصی جیبونو ته ځی؟ طالبانو هغه افغانی فراعنه څنګه ورک کړل، هغه د ځمکې خدایان (العیاذ بالله) څه شول؟ د هیواد ځمکنی بشپړتیا ته متوجه ګواښونه یې له منځه یوړل او د تجزیې پلانونه یې انشاالله د تل لپاره شنډ کړل، خو بیا هم وایم چې دا هر څه سم دی خو بسنه نکوی.که موږ نیوکه کوو نو د سمون او بدلون لپاره یې کوو. بله دا چې موږ د اسلامی امارت د چارواکو مثبت اړخونه هم وینو قدر یې کوو او ملاتړ یې کوو. مګر نیمګړتیاوې هم ډیرې دی. اوس خو موږ د توقعاتو ګراف ښکته ساتو. پوهیږو چې لا تراوسه نظام فعال نه ده، خو داهم واقعیت دى چې ولسی هیلې ګیلې او شکوې په زیاتیدو دی. مه پریږدئ دغه ګیلې احتجاجی شکل ونیسی.زه به ډیرو مواردو کې د طالبانو د تګلارو مخالف یم خو مخالفت مې امریکا ته د تلو لپاره اسناد برابرول نه بلکې د سمون او بدلون لپاره دى. په کابل ښار کى د ښځو لاریون د انځورونو اخیستو او بیا امریکا ته د تلو لپاره دغه انځورونه د اسنادو په توګه وړاندې کول دی. که داسې نه وی نو تر اوسه پورې طالبانو هیڅ داسې ګام نه دى پورته کړى چې مطلقاً د ښځو د حقونو د تلف کیدو لامل وګرزی. مګر بیا سوله ایز لاریون د هر افغان حق او د اسلامی امارت د چارواکو چلن په ځینو برخو ستونځمن دى.

ناهیلی کیږو به نه، حوصلې به د پامیر تر غره لوړې ساتو. لوړې ژورې د ژوند برخه ده، که ستونځې نه واى د خوښئ مزه به نه وه، د جرمنیانو پیسې یو وخت دومره بى ارزښته شوې چې نانوایی ته به یې پنډه راوړه، خو اوس جرمنی یو ستر نظامی او اقتصادی ځواکمن هیواد دى. هیرو شیما او ناګاساکی ښارونه لوټه لوټه شول، خو جاپانیانو تیښته نه بلکې همت ته ملا وتړله.سمه ده چې موږ په ترسره شوی عمل کې قرار لرو. له موږ څخه چا هم زموږ د خوښې پوښتنه نه ده کړې، نو مسئولیت مو هم محدود دى. موږ بدلون ته اړتیا درلوده خو موږ بدلون د افغانانو ترمنځ د سولې کولو په شکل کې غوښت. اوسنى بدلون د دواړو خواوو د پخوانیو غلطو محاسبو محصول دى. د سمون او بدلون لپاره له مبارزې لاس نه اخلو. مثبت انتقاد کوو. وسله پورته کول د حل لاره نه ده. وطن به په خپله جوړوو. د پریښودو تصور یې نکوو. ځوانان مو د هیلو ډیوې او د روڼ سبا ستوری دی. موږ دغو ډیوو پرته په تیاره کې پاتی کیږو او په تیاره کې د منزل په لوری مزل نه کیږی. زموږ په ناخوالو کې زموږ په نسبت د پردیو رول پیاوړى وو، زمونږ ستونځه په پردیو باندی خوشباوری او یا هم بده هیله ده.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا