نن ورځ خوست ایګلز کرکټ کلب د یاد سریز پنځمه لوبه کې باور کرکټ کلب ته ماتې ورکړه.ټاس د خوست اېګلز کرکټ کلب لوبډلمشر وګاټه په خپله یې د توپ اچوونې (بالینګ) پریکړه وکړه.باور کرکټ کلب په ټاکلو شلو اورونو کې ۱۵۹ منډې جوړې کړې اوخوست ایګلزکرکټ کلب ته یې د ۱۶۰منډوهدف وټاکه.د توپ اچوونې برخه کې:
ابراهیم ځلاند: درې
صفت: دوه
آصف هلال او ذبیح الله سوله مل یو یو لوبغاړی وسواځوه .ورپسې خوست ایګلز کرکټ کلب لوبغاړو توپ وهنه پیل کړه چې د لوبې وروستی شلم وار کې یې د اتو لوبغاړو په سوځیدو یاد هدف پوره کړ.د خوست ایګلز له لوری د توپ وهنې برخه کې:
ابراهیم ځلاند: ۵۳ ناسوځیدلی
فاروق څاروان: ۲۸
افسر منګل: ۱۶
عابدین لونګ: ۱۶
اکرم قانع: ۱۴
اصف هلال: ۱۰
زاهد: ۱۰ منډې ترسره کړې.لوبه د خوست ایګلز کرکټ کلب په دوو ویکټو وګتله.ابراهیم ځلاند د درو لوبغاړو سوځولو تر څنګ په اخیره کې د چټکو ۵۳ ناسوځیدلو منډو په ترسره کولو د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو. د خوست ایګلز کرکټ کلب مینوالو او لوبغاړو ته د مبارک وی.