گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دنظام دسقوط او زوال عوامل ؟
دنظام دسقوط او زوال عوامل ؟

دنظام دسقوط او زوال عوامل ؟

دنواندیشی یادونه :دغه لنډه له پنده ډکه لیکنه چی لولی زموږ ګران همکار اوټولنیز شخصیت محترم سید خان پاد شاه روحانی غوره کړی ده په دی ډول دهغه له لیکوال محترم عبدالسلام ضعیف څخه هم په مننه چی په دی شانی له عبرته ډکو لیکنو سره د افغانستان د ملت په ژغورلو کی د ونډی په آخیستو سره خپل تاریخی مسؤلیت سرته رسوی له خپل درانه همکار محترم روحانی صاحب څخه هم مننه کوو بدترین نظامونه هغه دی چې د خپل رعیت د زړه ماتیدو سبب شی او د ولس ملاتړ له ځانه سره ونلری او همدا باعث کیږی چی نظام ړنګ شی .د هر چا شخصی حریم ته درناوی وکړئ قومی او دینی ارزښتونو ته په شمول د نورو مذاهبو چی دلته شتون لری درناوی وکړئ ځینو ملی ارزښتونو ته درناوی وکړئ ،  بیرغ ، بندونه ، او  د هر قوم فرهنګ ته درناوی وکړی یو ځوان په مرداره ویاله کی مه ښکته کوی چی ولی تاسو پتلون اچولی د هغه د غرور درناوی وکړئ د هر قوم ژبی کلتور فرهنګ ته درناوی وکړئ .د خلکو سره خپل واټن او تفاوت کم کړئ ،

د هغوی د خوښی نظام جوړ کړئ ، امنیتی ځواکونو ته هدایت ورکړی تر څو  ډیسپلین په لباس شکل او خبرو کی مراعت کړی د خلکو د نظرونو درناوی وکړی . نور بی بندوباره مسلح کسان له ښار ټول کړئ او ټولو ته منظم یونیفورم او نظامی شکل ورکړئ ،څوک په یوه کوڅه ننوځی او څوک په بله کوڅه ،نه د مسیر پلان شته نه ټکټ رخصت شته نه د دندی او عمیلیاتو پلان او سند شته دا ډول اعمال ولس ځوروی .د حکومت تشکیلات همه شموله کړی هر قوم ته ونده ورکړئ ، ماسټر لسانس ته پکی تر ډیره مسولیت ورکړی .په هره برخه کې مسلکی کسان وګمارئ ترڅو د خلکو ستونځو ته تر ممکنه حده ژر تر ژره لاس رسی وشی ، بالاخره رعیت مه ځوروی په خپللاس د دی نظام عمر مه لندوی اومه پریږدئ چه دشلو کلونوقربانۍ موپه اوبولاهوشی اوهیواد مویوځل بیا داورخوراک شی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا