گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د هلمند دینی علمأاو له سولی سره داستخباراتی نه چلند غوښتنه !
د هلمند دینی علمأاو له سولی سره داستخباراتی نه چلند غوښتنه  !

د هلمند دینی علمأاو له سولی سره داستخباراتی نه چلند غوښتنه !

نن سه شنبه د ۱۳۹۹لمریز کال د وږی دمیاشتې په ۲۵ نیټه د هلمند په ولایت کې دینی علماوو، قومی مشرانو او ځوانانو  یوه لویه غونډه ترسره  کړه.یاده غونډه چې د هلمند ولایت مرکز لښکر ګاه ښار کې جوړه شوې وه  په حکومت یې غږ وکړ چې سولې ته په ریښتینې مانا ژمن پاتې شی او دسولې په تحقق کې دې له هر ډول قربانیو څخه دریغ نه کوی.  علماوو نیوکه وکړه چې حکومت کوم اشخاص په مذاکراتی ټیم او دسولې په عالی شورا کې ګومارلی د سولې په راوستو کې پوره وړتیا نه لری او یاد غړی د ولس ریښتینی استازولی نشی کولی, له  همدې امله موږ ته د منلو وړ نه دی

نو حکومت دې سولې سره سیاسی او استخباراتی برخورد نه کوی.ویناوالو په خپلو خبرو کې وویل چې د فحشا، فساد، مخدره توکو او غیر اخلاقی کړنو په سبب حکومت په  ولسونو کې خپل محبوبیت له لاسه ورکړی دی. همدا راز علماوو په حکومت نیوکه وکړه چې دینی علماء  له نظام څخه  حذفول اسلامی او دینی مقدساتو ته سپکاوی دی او ټینګار یې وکړچې حکومت دې د علماوو اوجهادی شخصیتونو سره له توپیری چلند څخه ډډه وکړی. دوی زیاته کړه چې که حکومت خپلو روانو کړنو ته دوام ورکړی، ولس مجبور دی چې د خپل دینی او اخلاقی مسوولیت په خاطرپه اړینو، قانونی اومدنی حرکتونولاس پورې کړې اود حکومت د نارواوو کړنو مخه ونیسی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا