گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د پـیـسو اواقتصاد پرسر جګړه ده!
د پـیـسو اواقتصاد پرسر جګړه ده!

د پـیـسو اواقتصاد پرسر جګړه ده!

خــپــل عــمــلــونــه را بــانــدې حـاکــم دي،

څوک له چــانــه مــرور دي، څوک لـه چـانـه

څوک لـه تــا نـه مــرور دي، څوک لـه مـا نـه

د نـفـسـي نـفـسـي خـبـره شـوه، دنــیــا کـې

ګـیـلـه مـه کــوئ لـه دوست او لـه اشـنـا نه!

د پــیــسـو او اقــتـصـاد پــر سـر جــګـړه ده

ورور لـه ورور غـلا کوي، زوی لـه پـلار جانه

د دنـیـا مــلــکـونـه ټـول، راتـه یوځـای شول

مــعــدنــونـه وړي، لـه ګـران افــغــانـسـتـانه

شرق و غرب او ګاونډیانو دام کې ګـیـر کړو

نــه خـلاصــیــږو اوس، لــدې تــورې بــلا نه

نـه مــو تـن، نـه مــو وطـن شـو راتــه پـاتـې

خـسـاره شـوو ټـول، لـه روس او امـریکـا نه

د الله(ج) لـه رحــمــتـو، نـاهـیلـي مـه شئ!!!

څه چې غواړئ؟ هـغـه غـواړئ له الله(ج) نه

که په زورځمکه آسمان، چا درنـه خپل کړل؟

پـام!!! ځان خرڅ نـه کړې افغانه مسلـمـانه!!!

بس معلمه کوڼ او ړوند، په ژبه ګونګ شوې!

ګـیـلـه نـه کوي څوک، سـتـا پـشـان بــوډا نـه

                                                      تشکر!

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا