گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د پښتنودحقوقود غورځنګ مشر منظورپښتون او زندان ته لیږدول
د پښتنودحقوقود غورځنګ مشر   منظورپښتون او زندان ته لیږدول

د پښتنودحقوقود غورځنګ مشر منظورپښتون او زندان ته لیږدول

په ظاهره د عمران خان په مشری د پاکستان منتخب حکومت چی ویل کیږی د هغه هیواد د پوځ لاس پوڅی اداره ده په  پاکستان کی د پښتنو د حقوقود ساتنی غورځنگ ځوان مشر منظور پښتون تیره شپه د پیښور ښار د تهکال په سیمه کی له خپلو نوروملګرو سره نیولی اوله نیول کیدو وروسته نن ورځ د یوی محکمی په حکم د ۱۴ورځو لپاره د دیره اسمعیل خان د پولیسو په ؤلکه کی ورکړای شو .

په منظور پښتون دا تور دی چی دروانی میاشتی په ۱۴ نیټه یی په هغه غونډه کی د پاکستان د قانون خلاف ورزی کړی وه چی د پاکستان د پښتنو د حقوقو تحفظ غورځنګ PTM  له لوری په  ډیره اسمعیل خان کی رابلل شوی او په زرګونو پښتنوپکی ګډون کړی ؤنوځکه خو ددغه غونډی مشر رابلونکی د پاکستان د پښتنو د حقوقو تحفظ غورځنګ PTM مشر منظور پښتون د ډیره اسمعیل خان د پولیسو په غوښتنه او FIR د پیښور پولیسو تیره شپه ګرفتار کړ چی نن د ملکی محکمی له لوری د ۱۴ ورځو لپاره د ډیره اسمعیل خان د پولیسو په واک کی په سپارلو پریکړه وکړه .

بل لورته د پښتونخوا ملی عوامی ګوند ولایتی مشر سناتور محمد عثمان کاکړ د پاکستانی پوځ او استخباراتی آژانسونو دغه عمل په کلکه غندلی او له پاکستانی چارواکو یی  د پښتنو د حقوقو تحفظ غورځنګ PTM مشر منظور پښتون د خلاصون غوښتنه کړی ده .

د نواندیشی تربیون هم چی ځان په سیمه او نړی کی د  آزادۍ او عدالت منبر بولی په هره بهانه او تور چی وی دمنظور پښتون نیول په کلکه غندو او له پاکستانی چارواکو غواړو چی نه یوازی د منظور پښتون د خلاصیدو اقدام دی وکړی بلکه په ټوله سیمه او منطقه کی پر عدالت او خپلواکۍ  ولاړ سیاست پرمخ بوزی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا