گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دپاکستان دفاع وزیرخواجه آصف اوجنرال ندیم انجم په کابل کی ؟!
دپاکستان دفاع وزیرخواجه آصف اوجنرال ندیم انجم په کابل کی ؟!

دپاکستان دفاع وزیرخواجه آصف اوجنرال ندیم انجم په کابل کی ؟!

پاکستانی رسنیواو د ملا عبدالغنی برادر دفترپه جلا، جلا ډول خبرورکړی دی چی د پاکستان ددفاع وزیر خواجه آصف احمد  او د پاکستان د نظامی اطلاعاتو یا دISI   د مشر تورن جنرال ندیم احمد  انجم په مشری یو لوړ رتبه پلاوی کابل ته رسیدلې  او د طالبانو درئیس الوزرأ د لومړی مرستیال ملا عبدالغنی برادر سره یی کتلی دی .

دا په  داسی حال کی ده چی پاکستان ته تلونکی دطورخم سرحدی لاره له تیرو دریو ورځو څخه پر میوؤ بار لاریو او ناروغانو پرمخ تړلی ده او ویل کیږی چی په پوله کی د ساتونکو طالب ملیشأو او پاکستانی پوځیانو ترمینځ نښته هم شوی ده چی راپورونه یی په ټولنیزو رسنیو کی خپاره شول .

له دی وړاندی د پیښور ښار د پولیسو دیوه مرکز په جومات کی هم چاودنه شوی وه چی زیاته مرګ ژوبله یی رامینځ ته کړی وه او د پیښی مسؤلیت د پاکستان د طالبانو تحریک چی د افغانی طالبانو سره نږدی او هر اړخیزی اړیکی لری پرغاړه آخیستی ؤ نو ځکه خو ویل کیدل چی ګنی دغه برید له افغانستان څخه ترسره شوی دی او طالبان باید پر هغو ژمنو عمل وکړی چی پخوا یی له ګاونډیو هیوادونو او نوری نړی سره تر سره کړی دی چی د افغانستان خاوره به هیڅکله هم دنورو په وړاندی نه استعمالوی .که څه هم پاکستانی طالبانو د تحریک یوه ویاند ددغه پیښی پړه پر غاړه آخیستی وه خو وروسته د ځینو سیاسی مصلحتونو پر بنسټ دپاکستان د طالبانو تحریک یا TTP په دغه برید کی هرډول لاس درلودل ردکړل.خوهلته د پاکستان له حکومت څخه داسی راپورونه خپاره شول چی ګنی پاکستان به ددغه پیښی د پلټلو په موخه یولوړپوړۍ پلاوی افغانستان په ځانګړی توګه قندهار ته واستاوی ترڅو ددغه پیښی د عاملینو په نیولو کی د طالبانو مرسته هم تر لاسه کړی داځکه چی ویل کیدل د دغه پیښی اصلی تورن کس په افغانستان کی پوځی روزنه ترلاسه کړی وه.شنونکی وایی چی ګرانه ده د افغانستان د طالبانو له لوری به داشانی بریدو نه او پیښی کنترول کړای شی ځکه پاکستانی طالبان او د طالبانو افغانی برخه چی اوس د امارت په نوم واک ته رسول شوی ده دا ټول د ساړه جنګ پرمهال دپاکستانی پوځیانواونورواستخباراتی کړیوله لوری روزل شوی اورامینځ ته شوی دی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا