گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دپاکستان لومړۍ وزیر عمران خان او اسامه بن لادن ته د شهید خطاب!
دپاکستان لومړۍ وزیر عمران خان او اسامه بن لادن ته د شهید خطاب!

دپاکستان لومړۍ وزیر عمران خان او اسامه بن لادن ته د شهید خطاب!

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان چی دهغه هیواد په ملی اسمبله یا ولسی جرګه کی یی خبری کولی د پاکستان د پخوانی صدراعظم محمد نوازشریف پر حکومت ترټولو غټه نیوکه د هغه پر بهرنی سیاست وکړه کومه چی له امریکا سره د تروریزم او دهشت ګردۍ کی دګډون په نوم یی هغوی ته اجازه ورکړه چی دلته په پاکستان کی په رڼا ورځ راشی او پر ایبټ آباد باندی برید ترسره کړی او دهغی په پایله کی یی اسامه بن لادن «شهید »کړای شی .

عمران خان دخپلو خبرو په ترځ وویل چی امریکا په افغانستان کی خپله ماتی پر پاکستان ور واچوله او د اسامه بن لادن پر وژلو یی پاکستان له تهموتونو سره مخامخ کړ .

که څه هم عمران خان ونه ویل چی څنګه او ولی یی د اسامه بن لادن پر وژلو چی هغه ورته د شهید خطاب وکړ یوازی پخوانی حکومت پړ ؤباله خو ددی سره سره یی د تروریزم پر وړاندی د پاکستان د ۷۰۰۰۰ زره پوځیانو ځای پرځای کول یوه لویه بریا وګڼله . دا په داسی حال کی ده چی د پاکستان په ټول تاریخ کی له پولو او ملی امنیت څخه ساتنه دپاکستان د پوځ په ځانګړی توګه د ددغه پوځ د استخباراتو یا ISI پر غاړه وه یوازی د نوازشریف د ملکی واکمنی په ترځ کی هغه مهال چی نوازشریف غوښتل یوازی پوځ د پوځی کودتا ګانو څخه دډډی په موخه تر کنترول لاندی راولیاو په همدغه هدف یی د پاکستان د مسلم لیک یو مشر سرتاج عزیز چی په خټه پښتون ؤ د ملی امنیت په چارو کی د لومړی وزیر سلاکار ټاکلی ؤ خو ددغه لږ ځنډ وروسته د پوځ او نوازشریف ترمینځ په زرګری شخړه کی عمران خان د پاکستان د پوځ له لوری دلومړی وزارت پر څوکۍ کینول شو .دپاکستان د چارو کتونکی وایی چی دا دعمران خان نه بلکه د  پاکستانی پوځ څرګندونی دی چی داسامه بن لادن له وژلو  وروسته یی  هډوکی هم   بازارته د پلورو په موخه راایستلی دی .  

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا