گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دپکتیا غیرتی اولس او دطالبانی سیاست پر وړاندی مثبت بغاوت!
دپکتیا غیرتی اولس او دطالبانی سیاست پر وړاندی مثبت بغاوت!

دپکتیا غیرتی اولس او دطالبانی سیاست پر وړاندی مثبت بغاوت!

له هغه ورځی چی د  طالبانو د چارواکو لخوا د نجونو د ښونځیو پر وړاندی یوه غیر معیاری او د بشری ټولنو د فطری غوښتنو پر خلاف او په ټوله کی د طالبانو د اکثریت مشرانو او کشرانو د غوښتنی سره سره له شپږم ټولګی پورته جینکیانو پر مخ د ښونځیو دروازی وتړل شوی او د طالبانی مرموز ځواک په خوښه او غوښتنه او دپکتیا ولایت د عالمانو په ګډون  د هیواد په کچه زیاتو مدنی او مذهبی کړیو لخوا د پریکړو سره سره د امارت چرګ چی یوه پښه لری د څه دپاسه یوکال په تیریدو بیاهم په زیاتره پښتون میشته ولایتونو کی چی تل یی د حاکمو کړیو اطاعت کړی دی د غه ښونځی تړلی پاته شول

نو په لومړی ځل د پکتیا د غیرتی او میړنی اولس د صبر کاسه ډکه شوه او په یوه داسی مثبت بغاوت یی لاس پوری کړ چی کیدای شی د طالبانو د ټولو پریکړو او فرمانونو پر وړاندی د ټولو اصلاح پاله ځواکونو لپاره یو روڼ مشال جوړ شی دپکتیا ولایت په مرکز ګردیز کی د نجونو څلور ښوونځی پرانیستل او همدا شان د ددغه ولایت اړوند څمکنیو ولسوالی کی هم د نجونو یو یو ښوونځی پرانیستل شو.د پکتیا ولایت مرکز ګردیز یو اوسېدونکی عبدالحق فاروق وايي، خوښ دی چې د کور نجونې یې بېرته خپلو ښوونځيو ته روانې دي.دی وايي، “مکتبونه خلاص دي، زموږ ماشومان له شپږم صنف پورته ټول ډېر په خوشالۍ باندې خپل مکتب ته ځي. خوشاله یو. دهر پلار او هرې کورنۍ دا امید وي چې اولادونه یې د علم په زیور سمبال وي. زموږ لپاره، زموږ د ماشومانو لپاره او زما د هېواد د اینده لپاره دا موږ ټولو ته د ویاړ خبره ده. دا کار چې هر چا کړی وي، دې کې د ټول افغانستان خیر دی.”د پکتیا دوو نورو اوسېدونکو ایمل ښمر او فرید احمدزي هم بي بي سي ته وویل چې په سیمه کې یې د نجونو پر مخ تړلي ښوونځي پرانیستل شوي دي او هیله یې ښودلې چې دا لړۍ به دوام وکړي.

خو د اشرف غنی په مشری د پخوانی مافیایئ حکومت د پوهنی وزارت پخوانی معین آصف ننګ له امریکا غږ رادیو سره په یوه مرکه کی ویلی دی چی هو دوی هم دا څرګنده شوی چی د نړیوالو فشار او هغی تر څنګ د افغان کورنیو فشار ددی سبب شوی چی طالبان مجبور کړی ترڅو دغه پریکړی ته غاړه کیږدی خو ښه به داوای چی دغه پریکړه د طالبانو له لوری په رسمی ډول ابلاغ شوی وای . خو سیاسی شنونکی وایی چی طالبانو زیات فرصتونه له لاسه ورکړی او د اولس او وخت غوښتنو ته یی هيڅکله هم ځواب نه دی ورکړی نو ځکه خو اولس او دښونځیو چارواکی  په خپله داسی پریکړی ته اړ باسل شول چی کیدای شی د دطالبانو د مرکزی قیادت او طالبانی واکمنی د ستنی په ټول هیواد کی را ولړزو

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا