گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دپکتیا په پټان او دپیښور په قصه خــوانۍ کـــی د وینــو ویالــی !
دپکتیا په پټان او دپیښور په  قصه خــوانۍ کـــی د وینــو ویالــی !

دپکتیا په پټان او دپیښور په قصه خــوانۍ کـــی د وینــو ویالــی !

د پکتیا ولایت میشت د طالبانوچارواکو ویلي چې د پکتیا  ولایت ډنډ پټان په ولسوالۍ کې یوې چاودنې ۲۳ کسانو ته مرګ او خونړۍ ژوبله واړوله . بل خواته د پیښور په قصه خوانی رسالدار  جومات کی هم یوی خونړۍ چاودنی د لسګونو کسانو ژوند واخیست او په لسګونو یی ټپیان کړل .رپوټونه وايي چی د پکتیا ولایت خونړۍ چاودنه د ډنډ پټان ولسوالۍ د خروټو په نوم کلي کې د یوه جومات مخ ته شوې ده. د طالبانو د حکومت امنیتي چارواکو تراوسه د دې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم تر اوسه چا مسوولیت منلی دی خو ویل کیږی چی چاودنه به د تحریک طالبان پاکستان چی د اسلامی دولت یا « داعش » سره نیغ په نیغ اړیکی لری کاروی .

بل لورته د پېښور د لېډي ریډنګ روغتون ویاند وايي، په پېښه کې د وژلیو شمېر ۵۶ ته رسېدلی دی او ۱۹۴ کسان ژوبل دي. خو د پیښور ښاروالی په یوه اعلامیه کی چی د ټویټر پرمخ خپره شوی ده راغلی دی چی چاودنه هغه مهال را مینځ ته شوه دوه تنو برید کونکو لومړۍ پر دوو پولیسو چی د جومات ساتنه یی کوله بریدوکړچی یو تن پولیس یی وواژه  او وروسته یی په جومات دننه کی چاودنه وکړه او دهغی په نتیجه کی یی په لسګونو تنه په شهادت رسولی دی . که څه هم تراوسه هیچا هم د چاودنی پړه پرغاړه نه ده آخیستی خو د شیعه ګانو په وړاندی پر افراطی سلفیت سنبال جنګیالی چی په سیمه کی د استخباراتی کړیو لخوا روزل کیږی دتیر په څیر په دغه برید کی هم لاس لری خو بل لورته دچارو څارونکی وایی وای کله هم چی د پاکستان د لومړی وزیر عمران خان پر وړاندی د پاکستان په پارلمان کی د سلب اعتماد پر غورځنګ خبری آخرنی پړاؤ ته رسیږی نو دغه شانی چاودنی او مرګ ژوبله رامینځ کیږی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا